احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
- ۱۱ دلو ۱۳۹۸
د افغانستان پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وایی، د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیاسی فشارونو لاندې دی.
د دغه بنسټ ویاند احمد زبیر حبیبزاده د جمعې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۱» ازادی راډیو ته وویل چې دا فشارونه په انتخاباتو کې د ښکېلو لورو لهخوا دی، خو نوموړی په دې اړه جزئیات نهورکوی.
د ټیفا ویاند وایی، دغو فشارونو د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مخکښو نوماندانو ترمنځ د سیاسی هوکړې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دی: «هڅې دا دی چې په انتخاباتو کې ښکېلې خواوې وکولای شی په انتخاباتو کې ګټه ترلاسه کړی، دا چې موږ وایو په کمېسیون فشارونه دی، یعنې دا چې له پروسې څخه خپلې غوښتنې او ګټې ترلاسه کړی، حتی موږ اندېښنه لرو چې خدای مهکړه دا پروسه تر فشار لاندې رانهوستل شی او بیا هم د افغانستان برخلیک د یوې سیاسی هوکړې پر بنسټ جوړ شی، نه د ټاکنو پر بنسټ.»
د افغانستان د رڼو انتخاباتو د بنسټ (ټیفا) د ویاند په وینا دوی به د دغو فشارونو څرنګوالی راتلونکو څو ورځو کې په ډاګه کړی.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) که څه هم وایی د دغو فشارونو په اړه اسناد نهشته، خو په یو ډول د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د فشار لاندې راتلو په اړه اندېښمن دی.
د دغه بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید ازادی راډیو ته وایی: «تاسې ګورئ هغه دوه ټیمونه چې په انتخاباتو کې د بری ادعاوې لری کمېسیون چلنجوی چې که پرېکړهیې د دوی په خوښه وی نتیجه منی، خو که نهوی د کمېسیون پرېکړه به ونهمنی، دا خپله یو ډول فشار دی او خپلواکی تر یوه حده تر پوښتنې لاندې راولی.»
خو د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پر دغه کمیسیون د سیاسی فشارونو خبره ردوی.
د دغه کمېسیون یو کمېشنر قطبالدین رویدار د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل: «موږ تر اوسه تر هېڅ ډول سیاسی فشار لاندې نهیو. له هېڅ لوری او سیاسی اشخاصو لهخوا. موږ خپل کار په خپلواک ډول ترسره کوو او تر دې ورسته به هم په خپلواک دول مخته ځو.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږی چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات څلور میاشتې مخکې ترسره شوی، خو تر اوسهیې یوازې لومړنۍ پایلې اعلان شوی.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلی، د استېنافی شکایتونو په اړه به خپله وروستۍ پرېکړه راتلونکې اوونۍ اعلان کړی.
Comments are closed.