مولوی فقیر محمد دې په افغانستان کې محاکمه شی

- ۰۶ حوت ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې پاکستان نړیوالو پولیسو یا انټرپول نه غوښتی، چې د افغانستان له لوری پاکستان ته د پاکستانی طالب مشر مولوی فقیر محمد په سپارلو کې ورسره مرسته و کړی، یوشمېر افغان کارپوهان وایی، چې د مولوی فقیر محمد سپارل د افغانانو په ګټه نه دی او باید په افغانستان کې محاکمه شی.
دغه شنناندی همدارنګه وایی، چې پاکستان په دغه کار سره غواړی، چې د ترهګرۍ مسوولیت د افغانستان پر اوږو واچوی.
د پوځی چارو شننونکی جنرال نورالحق علومی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، پاکستان هڅه کوی ټول هغه طالبان ونیسی او یا یې ووژنی چې په پاکستان کې د حکومت ضد فعالیت کوی او ټول هغه طالبان ازاد پرېږدی او ملاتړ یې وکړی چې په افغانستان کې فعالیتونه تر سره کوی.
دی وایی، مولوی فقیر محمد په افغانستان کې ګڼ ترهګریز فعالیتونه کړی او د همدې لپاره راغلی و، چې ونیول شو.
هغه زیاتوی، د افغان حکومت دنده چې مولوی فقیر محمد په سمه توګه د قانون منګلو ته وسپاری.
ښاغلی علومی وایی، افغان حکومت باید په هېڅ ډول پاکستان ته ونه سپاری او نه یې د تبادلې خیال ولری، ځکه نه له پاکستان سره د تبادلې کوم قرار داد لرو او نه نور کومه اړتیا شته.
د نوموړی په خبره، دا کومه ساده خبره نه ده چې ولسمشر دې پرېکړه وکړی او مولوی فقیر محمد دې پاکستان ته وسپاری، بلکې په کې د ولس او ملی شورا نظر هم شامل دی، چې مولوی فقیر محمد پاکستان ته وسپاری که نه؛ خو د نوموړی سپارل ګټه نه کوی.
هغه زیاتوی، روانه جګړه استخباراتی جګړه ده او دا چې د دې جګړې ټولې خواوې او سرچینې معلومې شی، په کار ده چې په داسې توګه مولوی فقیر محمد داسې تحقیق شی، چې ټول اقرارونه په سمه توګه وکړی، هغه مهال چې ثلاثه محکمې پرېکړه وکړه او بند یې ووات باید پرې عملی شی.
ښاغلی علوموی وایی، زموږ مقابل د پاکستان څارګره اداره ای اېس ای ده، دا چې د هغوی دښمنان موږ بېرته هغوی ته ورکوو دا ای اېس ای ته یو امتیاز دی، د مولوی فقیر محمد بېرته سپارل زموږ په دود او دستور کې نشته، او دښمن ته د دښمن سپارل یوه جفا ده.
همدارنګه د پوځی چارو شننونکی جاوېد کوهستانی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، باید ومنو چې د پاکستان امنیتی ادارې یو ملت لری، یو پروګرام، یوه ستراتېژی، تجربه، امکانات او وړتیا لری او د هغوی له مخې کړنې تر سره کوی.
دی زیاتوی، ټول افغان طالبان په پاکستان کې د کوټې شورا، وزیرستان شورا او په نورو کمپونو کې فعال دی، له پاکستانه ترکیې، قطر او نورې نړۍ ته سفرونه کوی، خو یوه ورځ هم افغان دولت له پاکستانه د دوی د نیولو، له هېواده د ایستلو او افغانستان ته د سپارلو غوښتنه ونه کړه، په حقیقت کې دا د افغان حکومت کمزوری ښیی، چې د نړیوالو قوانینو او میثاقونو سره سم چلن وکړی او د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنې بربنډې کړی او له امنیت شورا نه غوښتنه وکړی.
هغه وایی، دا پاکستان دی چې په نړیوالو ذهنونو کې په ټولې انزوا سره چې په ټوله نړۍ کې له ترهګرو نه د ملاتړی هېواد په توګه یادېږی، تحریم کېږی، مرستې پرې بندېږی او د نړیوالې ټولنې رفتار ورسره بدلېږی؛ خو په تاسف سره چې افغانستان نشی کولای ورسره خپل رفتار او برخورد روښانه او ورسره خط کشی وکړی.
د ښاغلی کوهستانی په خبره، پاکستان د ای اېس ای د غړی په توګه د مولوی فقیر محمد په شاملولو سره، چې له دې وړاندې یې ترېنه په وزیرستان کې ګټه پورته کوله اوس هڅه کوی، چې د افغانستان له لوری د نوموړی په نیول کېدو سره دا روښانه او زباد کړی، چې د پاکستانی طالبانو مهمې او سترې شاخې په افغانستان کې دی، یا داسې وښیی، چې د هند له لوری یې ملاتړ کېږی، له هند سره اړیکې لری او هند او افغانستان له لوری په ګډه په دوامداره توګه د پاکستان په چارو کې لاسوهنه دوام لری.
هغه زیاتوی، همدارنګه پاکستان په ډېرې بې شرمۍ سره غوښتنه کوی، چې نوموړی دې پاکستان ته وسپارل شی، په داسې حال کې چې افغانستان په وار وار د ملابرادر او ورته نورو طالب مشرانو چې په پاکستان کې مېشت دی غوښتنه کړې، چې افغانستان ته دې وسپارل شی؛ خو تر اوسه یې دغه غوښتنې نه دی منل شوی.
د سیاسی چارو دغه شنناند وایی، پاکستان غواړی چې د لوبې په دې ډول سره د ترهګرۍ مسوولیتونه له خپلو اوږو کم او پر افغانستان یې بار کړی او خپله ادعا په اثبات ورسوی، لکه ملوی فقیر چې په افغانستان کې ونیول شو، دغسې دوی په افغانستان کې سپوټ کېږی او روزل کېږی.
هغه زیاتوی، تر هغې چې پاکستان د هغه هېواد کې او د هغه هېواد په زندانونو کې شته بندیان افغانستان ته ونه سپاری، افغانستان دا حق لری چې مولوی فقیر محمد پاکستان ته ونه سپاری او باید ویې نه سپاری.
ښاغلی جاوېد کوهستانی په دې باور دی، هغه ډول چې پاکستان له افغانی طالبانو نه د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره د یوې وسیلی په توګه کار اخلی همدارنګه افغانستان هم باید له نوموړی نه د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره کار واخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.