لوګر او میدان وردګ کابل ګواښی

- ۰۷ حوت ۱۳۹۱

د ملی دفاع وزارت وایی، له میدان وردګو ولایت څخه د امریکایی سپیشل فورس یاځانګړو ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر حامد کرزی د فرمان عملی کېدو ته چمتو دی.
د دې وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، په میدان وردګو ولایت کې کافی افغان امنیتی ځواکونه موجود دی او کولای شی، د امریکایی ځانګړو ځواکونو خلا ډکه کړی.
د افغانستان د دفاع وزارت د ولسمشر د وروستی فرمان د عملی کیدو په اړه ډاډ څرګندوی او وایی، چې دوی په میدان وردګ ولایت کې د امنیتی ځواکونو د کمښت ستونزه نه لری.
جنرال وزیری وویل؛ دوی د ولسمشر د فرمان عملی کیدو ته چمتو دی او د ټاکل شوې مودې په ترڅ کې به په میدان وردګو کې د امریکایی سپیشل فورس دنده افغان پوځ ته وسپاری.
ولسمشر کرزی د یکشنبې په ورځ د ملی امنیت شورا په غونډه کې د فاع وزارت ته دنده وسپارله چې د دوو اونیو په ترڅ کې د میدان وردګو له اړوندو سیمو څخه امریکایی خاص ځواکونه وباسی.
د دفاع وزارت چارواکی وایی، که د لوګر په ځینو سیمو کې هم د دې ځواکونو فعالیت موجود وی، هغه به هم د ولسمشرله فرمان سره سم افغان ځواکونه پرغاړه واخلی.
په همدې حال کې تېره ورځ ناټو ځواکونو وویل، چې دوی به د دې ځواکونو په اړه د شویو ادعاوو په اړه څېړنې وکړی.
لوګر او میدان وردګ په دې وروستیو کې تر نورو ډېر ناامنه ولایتونه ګڼل کېږی. د همدې نا امنۍ د وضعیت څېړنې لپاره څه وخت وړاندې امنیت شورا یو کمېسیون وټاکه او په دې برخه کې یې خپلې څېړنې پیل کړې.
ویل کېږی، چې د دغو امریکایی ځواکونو یوشمېر افغان ژباړن تر ډېره د خلکو چارې ترسره کوی؛ خو لا په دې اړه بشپړ تایید نه حکومت کړی او نه هم بهرنیو پوځیانو.
په میدان وردګو کې ډېری خلک له سپېشل فورس امریکایی ځواکونو نه سرټکوی. خو په هر حال جرم جرم دی او که هر چا کړی وی؛ خو د امریکایی ځواکونو د سپېشل فورس تر مشرۍ لاندې شوی دی او که رښتیا هم دغه اقدام د خلکو د خلاصون لپاره شوی وی، ښه ګام دی خو په دې اړه یوشمېر نورې اندېښنې هم را پورته شوی دی.
د دغو دوو ولایتونو امنیتی وضعیت په داسې مهال مخ په خرابېدو دی، چې ملی دفاع وزارت په کې د امنیتی ځواکونو شمېر بشپړ او کافی بولی، همدارنګه بهرنی ځواکونه هم په کې په فعالیت بوخت دی.
حکومتی واکمنی یوازې تر ښار او د ولسوالیو تر مرکزونو محدوده ده او نورې ټولې چارې د وسله والو طالبانو په واکمنۍ کې دی.
په لوګر کې نا امنۍ نوی زور اخیستی او په وردګو کې له پخوا نه نا امنی پراخه؛ خو د ولسمشر وروستی ضرب العجل یوه اندېښنه دا را پورته کړې، چې هسې نه دا اقدام تر شا یوه سیاسی موخه ولری.
خلک اندېښنه لری، که چېرې له دې ولایته بهرنی ځواکونه په دې لنډه موده کې چې دووه اونۍ دی ووځی او په کافی شمېر کې افغان ځواکونه په کې ځای پر ځای نشی؛ نو ستونزې به لا ډېرې شی.
د دولت نیمژواندې واکمنی به په کې نوره هم محدوده او له ستونزو سره مخ شی. داسې اټکل هم دی، چې وسله والو له دې دوو ولایتونو نه د کابل د دروازې په توګه کار اخیستی او لرې نه ده، چې وسله والو مخالفانو دې د راتلونکی اوړی لپاره هغه مهال چې هر کال په کې د وسله والو بریدونه زور اخلی، د راتلونکی دوبی لپاره یې اکمالات کړی وی او د پسرلی په را بره کېدو سره دغه یاد دوه ولایتونه لاندې او د کابل نا امنه کولو ته مخه کړی.
ځکه کابو دوه اونۍ وړاندې د میدان وردګو والی ویلی ول، چې د دې ولایت لپاره د کابو اته سوه نورو امنیتی ځواکونو اړتیا ده، هغه مهال له میدان وردګو نه د بهرنیو ځواکونو د وتنې خبره نه وه مطرح شوې، نو دا چې بهرنی ځواکونه له یادو ولایتونو وځی، په کار ده چې په کې ډېر امنیتی ځواکونه ځای پر ځای شی.
د ولسمشر کرزی د دې اقدام بله اندېښنه دا ده، چې ولسمشر کرزی له دې وړاندې د بهرنیو ځواکونو د هوایی ځواک د مرستې بندېدو امر وکړ او اوس له دې دوو نا امنه ولایتونو نه یې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته ضرب الاجل وټاکه.
که نه ولې ولسمشر له کندهار د هغه امریکایی ځواکونو د کړنو په غبرګون کې بهرنی ځواکونه له کندهاره ونه ایستل، چې په یوه شپه یې ۱۷ بېګناه هېوادوال ووژل.
ولسمشر کرزی همداسې نورې هسې هم کوی، چې د نړیوالو ځواکونو ساحه محدوده کړی او ددې کار ترشا خپلې موخې لټوی. زه دا نه وایم، چې امریکایی ځواکونو به جرم نه وی کړی؛ خو دغه ډول کړنې په ډېرو سیمو کې شوی مګر ولسمشر ولې دغسې ضرب الاجل ونه ټاکه.
ښایی ولسمشر په دغسې کارونو سره هڅه وکړی، چې په ټاکنو کې هم ترېنه ګټه واخلی؛ خو د دې ترڅنګ ډېره مرسته له وسله والو مخالفانو سره کوی او په لوی لاس د کابل دروازې ورته پرانیزی.
له بهرنیو ځواکونو او بهرنی هوایی ځواک پرته داسې ځواکونه چې خپله د ملی دفاع وزارت وایی، چې افغان امنیتی ځواکونه پوره تجهیز نه دی، هوایی ځواک نه لری او له نړیوالو ځواکونو پرته به له ستونزو سره مخ وی، نو څنګه کېدای شی چې د دوو نا امنه ولایتونو امنیت به څنګه ونیسی.
طالبانو ته په لوی لاس پر کابل د بریدونو او د ولایاتو د نیولو د زمینې برابرول ښایی، حکومت له نویو سرخوږیو سره مخ کړی. له راتلونکیو ټاکنو ښایی دغه دوه ولایتونه بې برخې کړی او د دوبی په رابره کېدو سره ښایی د میدان وردګو او لوګر تر څنګ کابل هم د سختو بریدونو او جګړو شاهد وی، چې بیا به د دغو ولایتونو اوسېدونکی لا ډېر تر جبر لاندې او حکومت به په خپل دې احساساتی اقدام پښېمانه وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.