فضل‌هادی مسلمیار: راتلونکې ټاکنې به له ستونزو ډکې وی

- ۱۲ حوت ۱۳۹۱

د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار وایی، چې راتلونکې ټاکنې به له ستونزو ډکې او ملحوظات به ولری؛ خو د حکومت دنده ده چې د رڼو ټاکنو زمینه برابره کړی.
همدارنګه هغه وایی، چې طالبان په خپلو پرېکړو کې خپلواکه نه دی.
نوموړی له خبریال وېبپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ویلی، هغه ډول چې دې خوا له افغان ځواکونو نه ناټو او لوېدیځ ملاتړ کوی او په روانه جګړه کې ورسته کوی، نو د جګړې هاخوا د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو مرستې دی.
هغه زیاته کړه، له دې ښکاری، چې د سولې په پروسه کې تر ډېره حده د طالبانو مشران خود مختاره نه وی.
دی وایی، ښایی په طالبانو کې یوشمېر داسې کسان هم وی، چې د سولې له پروسې سره به لېوالتیا لری او سوه به د روان ناورین د پای ته رسېدو یوازینۍ لار بولی؛ خو زیاتوی چې د سولې د پروسې پیل ستونزمن دی.
د مسلمیار په خبره، د سولې په پروسې سره به د سیمې ډېرې ستونزې حل شی.
هغه وایی: ((دواړو خواوو ته به ستونزې وی، لکه څنګه چې د افغانستان حکومت د اساسی قانون او نظام غږ کوی ورسره څنګ کې امریکایان هم یو غږ جګوی چې مونږه طالبانو سره خبرو ته اماده یو.
د دې ټکی دپاره چې دوی مستقل دی که نه دی نه په بعضې مواردو کې به دوی حتما مشورې او سپارښتنې اخلی.))
مسلمیار وویل، د قطر دفتر هم له څلورو خواوو څخه خالی نه دی، خو هغه څوک چې استعمالېږی هغه باید په دې وپوهیږی چې دا خاوره د افغانانو ده، تصمیم باید افغانان ونیسی او بېګانه خلک ورته بیا خپلې اجنډاوې، طرحې او لایحې رانه وړی.
دی وایی، ګاونډیانو او هغو هېوادونو چې طالبان نورې وسله والې ډلې یې تمویلولې اوس په دې پوه شوی دی او قطر ته د طالب استازو استول یې یو ښه ثبوت دی، ځکه وسله وال طالبان په خپل سر قطر ته سفر نه شی کولای او نه هم هلته دفتر پرانیستلی شی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د دینی عالمانو د شورا مشر ویلی، چې په افغانستان او کشمیر کې جهاد روا دی؛ خو په پاکستان کې یې غندی.
هغه وایی، هیله من دی چې د سولې دا خبرې او په قطر کې د طالبانو له لوری د دفتر پرانستل له رښتینې ارادې او خلوص نه وی.
د مشرانو جرګې مشر د دوه زره او څوارلسم کال په اړه د خبریال وېبپاڼې یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلی، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په اففانستان کې هېڅ هم نه پېښېږی، خو د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې به په افغانستان کې دوام ولری.
دی وایی، ګاونډیانو د یوه بد ګاونډی په صفت په تېرو دېرشو کلونو او له هغې وړاندې او هم اوس مهال د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او لا یې هم کوی؛ خو تر هغې چې د دوی په پالیسو کې بدلون رانشی، خپل سیاست بدل نه کړی، په خپل څنګ کې یو ارام او بهتر افغانستان په خپل خیر ونه بولی، نو په افغانستان کې به یې لاسوهنې دوام ولری.
هغه په دې باور دی، چې افغانستان تل خپله افغانانو ساتل، نه بهرنیانو، شوروی اتحاد او برېټانیې په افغانستان کې ماتې خوړلې او د تاریخ په اوږدو کې افغانانو خپل هېواد خپله ساتلی دی؛ نو اوس به هم افغانان خپله خاوره خپله ساتی.
دی زیاتوی، په دې برخه کې د ځوانانو ونډه ډېره اړینه او مهمه ده، ځوانان باید مبارزه وکړی او د یوه افغانستان د ساتلو لپاره مټې راونغاړی؛ ځکه ستر پاڅونونه یوازې ځوانان کولای شی، چې ښه بېلګه یې د عربو پسرلی دی.
ښاغلی فضل هادی مسلمیار همدارنګه وایی، چې راتلونکې ټاکنې به له ستونزو ډکې او ملاحظې به ولری.
د هغه په خبره، د ښو ټاکنو لپاره د زمینې برابرول د حکومت مسوولیت دی او ورسره نړیواله ټولنه هم مسولیت لری تر څو ۲۰۱۴ پورې د سیاسی واک انتقال په سمه توګه تر سره کړی.
نوموړی زیاتوی: (( زه هغه ټاکنې رڼې نه ګڼم چې ښارونو کې وشی نړیوال د دوی نظارت ترسره کړی او ووایی چې هیڅ درغلی نه ده شوې. مونږه باید د افغانستان ټول نفوس ته چې حق لری رایه ورکړی زمینه برابره کړو.))
ټاکل شوې چې راتلونکې ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د وری په شپاړسمه نېټه تر سره شی؛ خو ډېری خلک په حکومت نیوکه کوی، چې د رڼو ټاکنو لپاره یې چمتوالی نه دی نیولی.
یوشمېر سیاسی مخالف ګوندونه وایی، چې د ارګ واکمنه کړۍ په بېلابېلو لارو په واک کې د پاتې کېدو غوښتنه کوی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی، په هغو سیمو کې چې نا امنی وی رایه ورکونه به ترسره نه شی. د یادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایه ورکونې د محلونو لېست امنیتی ځواکونو ته د امنیت خوندی کونې لپاره وسپاره.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.