د افغانستان د عالمانو شورا: د پاکستان د عالمانو د شورا د مشر فتوا، د قران او سنتو خلاف ده

- ۱۲ حوت ۱۳۹۱

د افغانستان د عالمانو شورا وایی، چې په افغانستان کې د جهاد روا ګڼلو په اړه د پاکستانی دینی عالم علامه طاهر اشرفی وروستۍ فتوا استخباراتی او سیاسی تبلیغ او هڅونه ده چې فتنې رامنځته کوی.
یادې شورا د یوې خبر پاڼې په خپراوی سره ویلی، چې دغه فتوا کومه شرعی فتوا نه او نه په قران کریم او سنتو کې کوم اصل او بنسټ لری؛ بلکې هدف یې د مسلمانانو تر منځ د ستونزو او فتنو ډېرول دی.
په خبر پاڼه کې ویل شوی، چې پاکستان ته د افغانستان د علماوو د شورا د پلاوی د سفر پر مهال له پاکستانیو دینی عالمانو سره توافق شوی و، چې د پاکستان د علماوو هیئت به د فبروری په یوویشتمه کابل ته سفر کوی څو د کنفرانس د تیاریو په اړه بحثونه وکړی.
همدارنګه به په مارچ میاشت کې د پنځو سوو تنو دینی عالمانو په ګډون د عالمانو کنفرانس تر سره شی، چې د چا په ملاتړ او غندنې په اړه به نه؛ بلکې د موجوده ستونزو د حل او په دواړو هېوادونو کې د سولې او ثبات د ټینګښت له پاره د قران او سنتو په رڼا کې پرېکړه وکړی.
خبر پاڼه وایی، د دواړو لوریو تر منځ پرېکړه شوې وه چې په دې کنفرانس کې به طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکول کېږی او دغه توافق نامه د پاکستانی علماوو د هیئت د یو غړی مفتی ابو هریره محی الدین له خوا رسنیو ته اعلان شوه.
د افغانستان د عالمانو شورا وایی، خو په تاسف سره چې پاکستانی لوری پر خپله ژمنه د عمل کولو پر ځای د قرآن کریم او نبوی احادیثو د قطعی نصوصو په خلاف په افغانستان کې ځانمرګی روا او په پاکستان کې ناروا بللی دی.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې دینی شعایر برپا او په محاکمو کې فیصلې د اسلامی شریعت په اساس ترسره کیږی او اساسی قانون هم اسلامی او د هغه په درېیمه ماده کې په دې صراحت شوی چې په افغانستان کې هیڅ قانون نشی کولای چې د اسلام د سپیڅلی دین د معتقداتو او احکامو مخالف وی .
خبر پاڼه زیاتوی، هاخوا په پاکستان کې د نفاذ شریعت له پاره ناکامه چیغې پورته کیږی خو تر اوسه یې دا ارمان نه دی پوره شوی.
همدارنګه د ولسی جرګې د کورنی امنیت د کمېسیون مشر عبیدالله بارکزی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، پاکستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی او دغه ستونزې د دې باعث ګرځی، چې پاکستان ټوټه او د نړۍ له نقشې حتی ورک شی، ځکه بلوڅان، سندیان، پښتان او پنجابیان هر یو د جلا حکومت غوښتنه کوی او هر یو د خپلواکۍ اخیستو هڅې کوی؛ نو دا چې پاکستان له خپلو ستونزو او د ننګونو د نړۍ پام په بله خوا واړوی دغه ډول څرګندونې کوی، څو د نړیوالو پام افغانستان ته واوړی.
هغه وایی، دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان انګرېز صفته مشران دغه ډول څرګندونې کوی، بلکې له دې وړاندې عمران خان هم ورته څرګندونې کړې وې؛ ځکه د پاکستان هر وګړی د افغانستان لپاره ځان مفتی او علامه بولی او د جهاد فتوا ورکوی.
د نوموړی په وینا، خو په افغانستان کې روانه جګړه جهاد نه بلکې پر افغانانو تحمیل شوې د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو یوه استخباراتی جګړه ده.
دی زیاتوی، پاکستان په دې ځان په حقارت کې وینی او کمۍ احساس کوی، چې افغانستان پنځه زره کلن تاریخ، تاریخی سیمې، ارزښتونه، پاک اسلامی اساسی قانون او هر څه لری، چې پاکستان یې نه لری او بله دا چې په افغانستان کې اسلامی محاکمې، اسلامی قوانین، اسلامی ارزښتونه او نور ډېر شیان لری او خلک ورته درنښت لری؛ خو د پاکستان په قانون نیوکه دا کېږی چې پر انګرېزی اصولو ولاړ دی، دوی له اسلامی احکامو لرې پاتې او پر ځای یې تر دا اوسه له انګریزی ایین نه ګټه اخلی.
د ولسی جرګې دغه غړی وایی، که چېرې اشرفی رښتیا هم دینی عالم وی او په اسلامی احکامو پوهېږی او د هغو عملی کېدل غواړی؛ نو لومړی دې له خپل هېواده پیل کړی او انګریزی قانون دې لرې او پر ځای یې باید اسلامی قانون حاکم کړی.
ښاغلی بارکزی وویل، طاهر اشرفی پر خپل ځان ولې فتوا نه ورکوی، چې امریکا او انګلیس دواړه یې په بدن کې شته؟ خو د افغانستان په اړه د ده فتوا یو احمقانه خبره ده او د دوی دا احمقانه څرګندونې به یو وخت بېرته د دوی غاړې ته ورګرځی.
د هغه په خبره، نوموړی ته دینی عالم نشی ویلای، ځکه عالم د خدای دوست دی او پاکستان هم ډېر ښه او جید دینی عالمان لری؛ خو نوموړی یو جاسوس او په استخباراتی شبکو پسې تړلی شخص دی او د پاکستان د استخباراتو په اشاره خبره کوی.
نوموړی زیاتوی، چې د پاکستان څارګره اداره د دغسې څرګندونو نه غواړی چې خپل ګاونډیان کمزوری او نا امنه ووینی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.