ښاغلی کـرزی څنګه ولسمشر شو؟

- ۰۵ سنبله ۱۳۹۱

ولسمشر کرزی په داسې حال کې د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بهرنیانو پر نه لاسوهنې او د ټاکنو پر شفافیت ټینګار کوی، چې د مالیې وزیر وروستی اعترافونه ښکاره کوی، چې په تېرو ټاکنو کې څومره معاملې شوې؛ هماغه ټاکنې چې د پراخو درغلیو او تقلب له امله دویم دور ته لاړې او د ټاکنو له کمېسیون سره د معاملو پر بنسټ ښاغلی کرزی یو ځل بیا په ولسمشرۍ څوکۍ ډډه ووهله؛ هماغه ټاکنې چې د وخت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دالانشا مشر داوود علی نجفی په وار وار هېڅ بللی دی او ویلی یې دی، چې: (( ښاغلی کرزی هغه ولسمشر کړی دی.))
د مالیې وزیر عمر زاخېوال وروسته له هغې چې په مالی فساد تورن شو، وویل چې د دغو پیسو یوه برخه یوه سوداګر د ولسمشر کرزی د ټاکنیز کمپاین د پرمخ بېولو لپاره د دغه حساب ته لېږلې او دا پیسې ټولې په هماغه میاشت کې لګول شوې وې.
ښاغلی زاخېلوال یوشمېر نور مسایل هم چې په هېواد کې د ټولنیز عدالت په برخه کې تېرېږی اشاره وکړه او روښانه یې کړه، هغه پیسې چې د دغه شخصی بانکی حساب ته ورغلی چې نېږدې دوه میلونه کېږی، د نوموړی د شخصی کاروبار ګټه ده.
زاخېلوال وویل، له ۲۰۰۲ کال راهیسې کله چې افغانستان ته راغلی دی نو د میاشتې ۲۰ زره ډالره معاش اخلی.
نوموړی همدارنګه روښانه کړه، چې داسې لوړ پوړی چارواکی هم شته هغه پیسې چې د ده په بانکی حساب کې دی په یوه ورځ تر لاسه کوی.
دا اعترافونه له شک پرته چې ټکان ورکوونکی دی او په حکومت کې د مافیایی کړیو ښکارندویی کوی. ایا دا مسایل نوی خپرېږی او څرګندېږی؟
له شک پرته چې داسې نه ده، بلکې له څو کلونو راهیسې رسنیو او څارونکیو ډلو په حکومت کې د سترو مالی فسادونو په اړه خبر ورکاوه.
کله چې ولسمشر کرزی تازه واک ته رسېدلی و، نو خلکو ته یې د یوه داسې افغانستان ژمنې ورکړې، چې پر خپلو پښو ولاړ او مقتدر هېواد وی.
هغه ویل، غواړی، چې ټول افغانان، ارامه او هوسا ژوند وکړی. هغه همدارنګه له دولتی چارواکیو وغوښتل چې د پیسه داره کېدو پر ځای دې نورو فعالیتونو ته مخه کړی، ځکه دولت د بډایه کېدو ځای نه دی.
خو نه یوازې دا چې دا خبرې عملی نه شوې، بلکې په هېواد کې یې پر خلاف کار وشو. د دولت لوړپوړی چارواکی د هېواد ګرمو مسایلو ته درسېدو پر ځای په فساد کې دومره غرق شول، چې نور مسایل یې له یاده ووتل.
د ټولنې ډېری وګړی دولتی ادارو ته د سواګرۍ په سترګه ګوری او وایی که غواړې چې نوم او ډوډۍ پیدا کړې نو لاړ شه په دولت کې دنده واخله.
د ولسمشر کرزی د ناسمو سیاستونو له امله په تېرو لسو کلونو کې د دولت د جوړښت د پیسو په سترو لاسته راوړنو، قومی هلوځلو او جګړو او سیاسی کړکېچونو بدل شوی دی.
یوشمېر کسان چې په پیل کې د ولسمشر کرزی تر څنګ ودرېدل، په اسمان یې ستوری او په ځمکه یې سیوری نه درلود خو اوس دومره بډایه او شتمن شوی دی، چې له لوېدیځو پانګوالو سره په سیالۍ اخته دی.
دمګړۍ په حکومت کې د یوه مهم مقام درلود تر بل هر کاره ډېر عاید لری او دا د هغو کسانو په څېره کې ښه څرګندېږی، چې په حکومت کې کار کوی.
البته ټول دولتی کارکوونکی به دغسې نه وی، خو له دغو امتیازاتو نه یوازې هماغه خلک برخمن کېدای شی، چې د ولسمشر د سترګو نور وی او یا هغه ته په یوه نېږدې کس بدل شوی وی.
د عامو دولتی کارمندانو حالت د اندېښنې او تاسف وړ دی ځکه میاشتینی حقوق یې په دې کچه هم نه دی چې د هغوی ټولې غوښتنې پوره کړی.
په دولت کې د پراخ اداری فساد د شتون یو لامل همدا د مالی منابعو نا برابروالی دی.
کله چې د یوه مامور معاش دومره نه وی، چې د هغه ټولې غوښتنې پوره کړی نو نه باید له هغه نه د اقتصادی ریاضت تمه ولرو، په داسې حال کې چې د ټولنه یې ټوله له ټولنیزو بې عدالتیو ډکه ده.
د ښاغلی زاخېلوال څرګندونې افشا کوونکې او د تامل وړ دی.
له دې څرګندونو ښکاری، چې دولت په کوم و ضعیت کې دی او د ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې څه تر سره شوی دی.
ایا څوک شته چې له ولسمشر کرزی نه وپوښتی، چې ولې دې دومره پیسې د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره له یوه سوداګر نه ـ حتی که یې په خپله خوښه هم ورکړی وی ـ ومنلې؟ که ښاغلی کرزی هغه مهال په واک کې نه وای او د دې احتمال هم نه وای چې هغه دې په واک کې پاتې شی، ایا چا به دومره ډېرې پیسې هغه ته ورکړې وای؟
وایی: (( چې پیشکه د خدای لپاره موږک نه نیسی )) نو دا وګړی څنګه چمتو شول، چې خپلې پیسې کرزی ته وقف کړی؟ یوشمېر سوداګر له زکات او مالیې نه سر غړوی او بیا راځی د ولسمشریزو ټاکنو یوه نوماند ته دومره ډېرې پیسې ورکوی، څو د غیر قانونی او مشکوکو لارو څخه په ګټې اخیستنې په درغلیو سره په ټاکنو کې ولګېږی.
وایی وخت بهترین داور دی. حتماً یوه ورځ راځی چې ښاغلی کرزی به د واک پر سر نه وی، هغه وخت دې راشی او له ښاغلی صافی نه دی د دوه سوه ډالرو مرسته وغواړی، هماغه شخص چې ولسمشر کرزی ته یې د ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه د کمپاین لپاره دوه سوه زره امریکایی ډالره ورکړی ول.
له کرزی سره به د دغه شخص دوستی، ملګرتیا او قربانی هغه وخت بیا ثابته شی. کله چې څوک څه ورکوی، حتماً تمه لری، چې له هغه ډېر څه تر لاسه کړی.
ښاغلی کرزی د دغسې تورو معاملو او جوړجاړیو له لارې ولسمشر شوی دی او اوس غواړی، چې له اداری فساد سره مبارزه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.