ولسی جرګه به له استېضاح کېدونکیو وزیرانو سره څه وکړی؟

- ۰۵ حمل ۱۳۹۲

ولسی جرګه وایی، چې په راتلونکې اونۍ کې به هغه وزیران استېضاح کړی، چې په تېر کال کې یې له پنځوس سلنې کمه بودیجه لګولې ده.
د ولسی جرګې منشی انجینر سید اکرام له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د وزیرانو په اسیتضاح کې تر اوسه هېڅ غوښتنه د وکیلانو او یا وزیرانو له لوری نه ده شوې او په دې برخه کې یې د ټولو جوړښتونو او معاملو ادعا رد کړه.
هغه وایی، د استیضاح موضوع یوازې دا نه ده چې له وزیرانو به د باور رایه واخیستل شی بلکې که وزیران وکولای شی د وکیلانو پوښتنو ته قناعت کوونکی ځوابونه ووایی ستونزه نشته او که دغسې ونه شی نو په تالار کې شته وکیلان به بیا هماغه مهال خپله پرېکړه کوی.
د نوموړی په خبره، وزیران له ځانه سره د خپلو چارو، د ډونرانو له لوری د پیسو د ورکړې، لګښت او یا د پیسو د ځنډېدو په اړه ټول اسناد او شواهد لری او د هغو له مخې به پرېکړه کېږی.
د ولسی جرګې منشی زیاته کړه چې د وزیرانو استېضاح به له راتلونکې دوشنبې ورځې پیلېږی او په دریو پړاوونو کې به پای ته رسېږی.
هغه دغه راز هغه ګونګسې هم رد کړې چې ګواکې اداری پلاوی د خپلې بریا لپاره د وزیرانو له نفوذه ګټه پورته کړې او ضد و بندونه یې کړی دی.
دا هغه وزیران دی، چې په تېر کال کې یې خپله کلنۍ پراختیایی بودجه له پنځوسو فیصدو کمه لګولې وه. ولسی جرګې د دوی د استیضاح کیدو پریکړه له خپلې ژمنۍ رخصتۍ مخکې کړې وه.
ښاغلی سیداکرام وویل، د وزیرانو ترمعلوماتو ورکولو وروسته به ولسی جرګه د هغوی د سلب صلاحیت او یا پر خپلو چوکیو د پاتې کېدو پرېکړه وکړی، خو زیاتوی، د کورنیو چارو، دفاع، لوړو زده کړو او ښار جوړونې اوسنی وزیران به استیضاح نه شی، ځکه چې دوی په ۱۳۹۰ل کال کې وزیران نه وو.
د ولسی جرګې منشی وایی، چې په دې اړه پرېکړه د یکشنبې په ورځ د رئیسانو په کمېټه کې شوې ده.
منشی سید اکرام وایی، د دوشنبې په ورځ به لومړی هغه څلور وزیران استېضاح شی، چې د راپورونو له مخې له پنځوس سلنې کمه بودیجه یې لګولې ده، په دویمه ورځ به درې وزیران استېضاح شی چې ادعا لری بودیجه یې له پنځوس سلنې ډېره لګولې او وایی، چې اسناد او شواهد په واک کې لری او په درېیمه ورځ به هغه وزیران استېضاح شی، چې د بودیجې د مصرف پر مهال په خپلو دندو نه ول، بلکې هغه کاری ټیم یې چې د پخوانی وزیر په شتون کې یې هم کار کاوه اوس هم شته، هغوی به دا وضاحت ورکوی چې ولې دغه بودیجه نه ده لګول شوې.
د افغانستان ولسی جرګې د ۱۳۹۱لمریز کال د مرغومی په میاشت کې د رایو په اکثریت سره د هغو وزیرانو د استیضاح په اړه پرېکړه وکړه، چې په ۹۰۱۳ لمریز کال کې یې پراخیتایی بودیجه تر ۵۰ کمه لګولې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.