عربی ټولنه د افغانستان د سولې په اړه ناسته کوی

- ۰۶ حمل ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې خبرو اترو زور اخیستی په لومړی ځل عربی ټولنې هم په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو او د حکومت او طالبانو ترمنځ په روغې جوړې بحث کوی.
خبریال وېبپاڼې د عربی خبری سرچینو په حواله ویلی، چې د افغانستان د سولې او روغې جوړې مساله د خپلې غونډې چې د سه شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې جوړېږی، د خپلې اجنډا په سر کې ځای کړې او په دې غونډه کې به پرې بحث وکړی.
افغان حکومت تر اوسه په رسمی ډول د دې غونډې په اړه څه نه دی ویلی؛ خو ولسمشر کرزی ویلی، چې په نېږدې راتلونکې کې به قطر ته د سولې پر خبرو له قطری چارواکیو سره د بحث لپاره لاړ شی.
دغه راز ولسمشر کرزی ویلی، چې دی به قطر ته د خپل سفر په لړ کې د طالبانو لپاره دفتر هم پرانیزی.
عربی ټولنه په داسې وخت کې دا غونډه کوی چې افغان دولت تمه لری عربی او نور هېوادونه د سولې په خبرو اترو کې ورسره مرسته وکړی.
له دې وړاندې افغان ولسمشر په وار وار له سعودی عربستان نه د سولې په خبرو کې مرسته غوښتې وه؛ خو تر اوسه سعودی عربستان د سولې په اړه په عملی ډول مرسته نه ده کړې.
په قطر کې له تېرو دوو کالو راهیسې وسله وال طالبان له امریکا سره په خبرو بوخت ول؛ خو تېر کال طالبانو دغه خبرې هغه مهال وځنډولې چې امریکا یې په دوه مخۍ تورنه کړه.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلی، چې طالبانو ته په رسمی ډول تر اوسه دفتر پرانستل شوی نه دی. ویل کېدل چې ولسمشر کرزی به په دې سفر کې له طالبانو سره هم وګوری، خو طالبانو له افغان اسلامی اژانس سره په مرکه کې ویلی، چې ولسمشر کرزی سره به ونه ګوری او نه به له افغان حکومت سره خبرو اترو ته غاړه کېږدی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.