د پاکستان د عالمانو د شورا مشر: ځـانمرګـی بریدونه حرام دی

- ۱۱ حمل ۱۳۹۲

د پاکستان د دینی عالمانو د شورا مشر وایی، چې ځانمرګی بریدونه حرام دی او په دې اړه د ده پخوانۍ څرګندونې افغان حکومت تحریف کړې وې.
هغه وایی له همدې امله به تر هغې چې افغان ولسمشر او د بهرنیو چارو وزارت ویاند ورنه بښنه نه وی غوښتی؛ نو د پاکستان او افغانستان د دینی عالمانو په کنفرانس کې به ګډون ونه کړی.
مولانا طاهر محمود اشرفی چې د ازادۍ او مشال راډیو له لوری د افغانستان او پاکستان د دینی عالمانو په جوړه شوې ګډه مناظره کې یې خبرې کولې وویل، چې افغان حکومت یې د ځانمرګو بریدونو په اړه خبرې تحریف کړې دی.
نوموړی په دې بحث کې پر هغه سربېره د پاکستان د جمعیت علمای ډلې مرستیال مولانا ګل نصیب خان، د حقانیه دارالعلوم منتظم او د مولانا سمیع الحق د جمعیت علما د خیبر پښتونخوا ایالتی مشر مولانا یوسف شاه او د افغانستان له لوری د سولې د عالی شورا غړی قاضی محمد امین وقاد، د افغانستان د علماوو د شورا غړی مولوی عنایت الله بلیغ او د طالبانو د رژیم یو پخوانی چارواکی مولوی مفتی حقنواز ګډون کړی و، ځانمرګی بریدوند حرام ووبل.

څه وخت وړاندې مولوی اشرفی ویلی ول، چې افغانستان د امریکا له لوری اشغال شوی دی او هلته جهاد روا دی؛ خو ویلی ول چې په پاکستان کې ځانمرګی بریدونه حرام دی ځکه په پاکستان کې بې ګناه مسلمانان وژنی.
هغه وویل، چې د ده دغه خبرې افغان حکومت تحریف کړی او په افغانستان کې یې ځانمرګی بریدونه روا نه دی بللی.
د افغانستان د سولې د عالی شورا او د علماوو شورا غړیو د علامه اشرفی څرګندونې رد کړې، ویې ویل چې اشرفی په هر ځل خبرو کې خپل دریځ بدل کړی او هر وار له خپلو مخکنیو څرګندونو په شا شوی دی.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال مولانا ګل نصیب خان د پاکستان د دینی عالمانو له شورا سره د افغانستان د سولې په اړه پر تماس انتقاد درلود. ده وویل د پاکستان د دینی عالمانو شورا یوه سرکاری شورا ده چې په ولس او طالبانو کې نفوذ نه لری.
د مولانا ګل نصیب خان په وینا افغانستان ته پکار ده چې له هغو دینی عالمانو سره خبرې وکړی چې په ولس کې نفوذ لری او طالبان یې خبرو ته غوږ نیسی.
د مولانا فضل الرحمن او مولانا سمیع الحق په ډلو پوری اړوند دینی عالمان د افغان او پاکستانی طالبانو استادان بلل کېږی او له همدې کبله د بحث یوه بل ګډونوال مفتی حقنواز، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې یې په بېلابېلو وزارتونو کې د معین او دغه راز په متحده عربی اماراتو کې د اسلامی امارت د استازی په توګه کار کړی، د مولانا اشرفی په مشرۍ د پاکستان د عالمانو له رسمی شورا سره د خبرو پر ځای د خیبرپښتونخوا او نورو پښتنی سیمو له دینی عالمانو سره تماسونه ګټور او غوره وبلل او ویې ویل چې که هغوی وغواړی په افغانستان کې سوله رواستلی شی.
په بحث کې د پاکستان له لوری درې واړو ګډونوالو په خپل هېواد کې جګړه ناروا وبلله خو د افغانستان د جګړې په اړه یې ټینګار کاوه چې امریکا د دې جګړې عامل ده او ترڅو چې بهرنی پوځیان له افغانستانه وتلی نه وی دا جګړه به دوام لری.
نن د ازادی راډیو او مشال راډیو په یوه ګډه مناظره کې، چې د افغانستان او خیبرپښتونخوا دینی عالمانو هم پکې ګډون کړی و، ځانوژونکې حملې حرامې وبللې
په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د افغانستان او پاکستان دینی عالمان دې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر لارو چارو د خبرو لپاره کنفرانس جوړ کړی خو پر اجنډا د اختلاف له کبله کنفرانس جوړ نه شو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.