د ننګرهار خبریالان: ولسی وژنه پای ته ورسوﺉ

- ۱۹ حمل ۱۳۹۲

په ننګرهار کې خبریالانو د ملکی وګړو په وژنې غبرګون وښود او د یوې غونډې پر مهال یې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې په جګړه کې دې د ملکی وګړو مرګ ژوبلې ته پام وکړی.
ننګرهار مېشتی خبریالانو ویل، چې نور د جګړو او وژنو له رپوټونو ستړی شوی او د ملکی وګړو وژنه ورته د زغم وړ نه ده.
هغوی دا احتجاج په داسې مهال کوی، چې د تېرې یکشنبې په ورځ د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایی بمبار کې یوولس ماشومان ووژل شول. همدارنګه د تېرې چهارشنبې په ورځ طالبانو په فراه کې په څارنوالۍ او محکمې بریدونه وکړل چې ۵۶ تنه یې ووژل او کابو ۱۵۰ تنه نور یې ټپیان کړل.
په ننګرهار کې د ام بی ان خبریال میرویس رحمانی وایی، چې جګړه کې د ملکی او ولسی وګړو وژنو زور اخیستی هر کال په روانه او مجهوله جګړه کې زرګونه بې ګناه افغانان وژل کېږی.
دی وایی، دوی د دې لپاره راټول شوی چې په ښکېلو اړخونو غږ وکړی، څو په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوی او په دې جګړه کې د ولسی وګړو مرګ ژوبلې ته جدی پام وکړی.
د رحمانی په خبره، موږ غواړو نړیوالو ته غږ ورسوو، دا چې د هر چا له لوری ولسی وګړی وژل کېږو موږ یې مخالف یو.
همدارنګه په ختیځ کې د یک تلویزیون خبریال تقی الله تقی بست باستان خبری اژانس ته ویلی، چې نور د جنګ جګړو له رېپوټ ورکونې ستړی شوی دی.
هغه زیاته کړه، دوی په هېواد کې د جګړې بندېدل، د ملکی وګړو د ژوند تامین او تضمین غواړی.
تقی وایی، دوی د ټولو هغو کسانو محاکمه کېدل غواړی، چې لاسونه یې د ولسی وګړو په وینو سره وی.
خبریالانو د یوه څلور ماده ییز پرېکړه لیک په صادرولو سره، په افغانستان کې له روانې جګړې ستړیا وښوده او د بندښت غوښتنه یې وکړه. دوی په جګړه کې له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې د ولسی وګړو مرګ ژوبله دې پای ته ورسوی او د دوی استوګن ځایونه دې، د سنګرونو په توګه نه کاروی.
که څه هم چې په وار وار ملګرو ملتونو په جګړه کې د ملکی وګړو د را کمولو او ورته د پام اړولو ویلی او لا هم دغه ستونزه پر خپل ځای پاتې؛ خو دا لومړی ځل دی چې په کور دننه خبریالان د ملکی تلفاتو په اړه احتجاج کوی. د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم په میدان ودرګو کې یو لوی بس د وسله والو مخالفانو له لوری په ښخ شوی ماین ختلی او کابو دیرش تنه ولسی وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.