د ټاکنو کمېسیون د ندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون له تصویب وروسته به د ټاکنو کمېسیون مشر او کمېشنران وټاکل شی

- ۲۰ حمل ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې د افغانستان د سیاسی ګوندونو او اېتلافونو همکارۍ شورا څه وخت وړاندې د ټاکنو قانون او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او شکایاتو د کمېسیون په برخه کې خپلې طرحې، وړاندیزونه او غوښتنې ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارل شوې وې، د مدنی ټولنې یوشمېر استازی وایی، چې په ارګ یوشمېر شته کسانو دغه وړاندیزونه ولسمشر ته نه و سپارلی.
هغوی وایی، چې د ارګ د تېرې ورځې په مشورتی غونډه کې یې ولسمشر ته له دې وړاندیزونو او طرحو یادونه و کړه، چې ولسمشر ترې نا خبری وښوده؛ خو د ارګ کارکوونکیو ولسمشر ته وویل چې دغه وړاندیزونه ور رسېدلی دی.
د شبکه مجتمع جامعه مدنی ټولنې مشر عزیز رفیعی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د سیاسی ګوندونو او اېتلافونو همکارۍ شورا یو ځل مخکې ولسمشر ته په دې برخه کې خپلې غوښتنې او سلا مشورې ورکړې وې او ښایی لازمه یې نه بلله چې بیا په دې برخه کې بحث وکړی.
د هغه په خبره، خو په هغه غونډه کې چې تېره ورځ په ارګ کې د کمېسیون د مشر ټاکلو ته د مشورې لپاره جوړه شوې وه، دوی دا مسله ولسمشر ته یاده کړه او د سیاسی ګوندونو او اېتلافونو د همکارۍ شورا وړاندیزونه ولسمشر ته نه و رسېدلی، ولسمشر له خپلو خلکو پوښتنه وکړه چې ارګ ته دا مسایل راغلی ورته وویل شول، چې هو.
دی وایی، په اصل کې په ارګ کې مېشتو یوشمېر خلکو د سیاسی ګوندونو مشورې او طرحې ولسمشر ته نه وې رسولې.
د نوموړی په اند، دا ښه خبره ده چې سیاسی ګوندونه له خپلو غوښتنو دفاع وکړی ولسمشر ته یې چې کومې مشورې ورکړی باید د هغوی ځواب تر لاسه کړی او بیا نورې سلا وې ورسره وکړی.
عزیز رفیعی وویل، دوی له ولسمشر په دې غونډه کې د پروسې په نهادینه کېدو بحثونه وکړل، او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر ټاکلو لپاره د مدنی ټولنې وړاندیز دا و، چې لومړی دې د ټاکنو د کمېسیون د دندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون تصویب شی او له هغې وروسته دې په دې برخه کې اقدام وشی.
هغه وویل، د دوی په وړاندیزونو کې یوازې د کمېسیون مشر نه و مطرح؛ بلکې دوی د کمېسیون د مشر او د کمېشنرانو خبره مطرح وه چې باید د قانون له مخې وټاکل شی او دا چې د ټاکنو کمېسیون د ندو، تشکیل او صلاحیتونو قانون په پارلمان کې تر بحث لاندې دی نو په دې برخه کې ټولې سلا مشورې او ناستې به له وخت وړاندې وی.
د نوموړی په خبره، په غونډه کې د ملی شورا غړو ګډون درلود هغوی پرېکړه وکړه چې په دې قانون به ژر کار پیل کړی او په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د دغه قانون له تصویب او توشیح وروسته به د کمېسیون رییس او کمېشنران ټاکل کېږی.
ښاغلی رفیعی زیاته کړه، چې په دې غونډه کې د هېڅ شخص او هېڅ نوماند نوم نه دی اخیستل شوی او نه په اشخاصو او نوماندو بحث شوی دی.
د ده په وینا، د ټاکنو کمېسیون د ندو، صلاحیتونو او تشکیل په پخوانی قانون کې راغلی ول، چې ولسمشر له مدنی ټولنو سره په مشوره کې واک لری چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر او کمېشنران وټاکی؛ خو په نوی قانون کې چې دمګړۍ په ولسی جرګه کې دی، سیاسی ګوندونو او مدنی ټولنو وړاندیز کړی دی، ویل شوی چې د ګزینش یوه کمېټه دې جوړه شی او دا کمېټه دې د اوه لس اتلس کسانو نومونه ولسمشر ته وړاندې کړی او ولسمشر دې د هغوی له منځ نه وټاکی.
هغه وویل، دوی په دې طرحه کې دا هم ویلی چې باید د کمېشنرانو په ټاکنه کې د شخص لپاره درې معیارونه او مشخصات په پام کې ونیول شی، چې یو بې پرېوالی دی او ټاکل کېدونکی شخص باید بې طرفه وی.
د ده په اند، دویم دا چې د ټاکنو په برخه کې مسلکی وی او تجربه ولری او درېیم هم دا چې باید نېک صفت ولری، یانې له کومې دولتی دندې شړل شوی، نه وی په فساد اخته نه وی او یا ورته نور تورونه پرې نه وی.
د شبکه مجتمع جامه مدنی مشر زیاته کړه، چې دغه مسایل اوس هم له ولسمشر سره په مشورتی غونډه کې یاده شوه او جدی بحث پرې شو، چې په پایله کې ولسمشر هم ومنله او ژمنه یې وکړه چې د اشخاصو په ټاکنه کې به دغه ځانګړتیاوې په پام کې نیسی.

همدارنګه د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایوی مشر جانداد سپین غر ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې دا غونډه یوازې د مشورو او سلا ورکولو لپاره وه او ولسمشر حق لری چې د سلا او مشورو ناستې او غونډې ور وبلی.
هغه وویل، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر دنده پای ته رسېدلې او ولسمشر دغه غونډه د نوی رییس د ټاکلو لپاره د سلا او مشورو په موخه ور بللې وه.
د نوموړی په خبره، په ناسته کې مدنی ټولنو دا وړاندیز وکړ چې باید د کمېسیون د ندو، تشکیل او صلاحیتونو قانون چې دا مهال په ولسی جرګه کې دی، په هغې کې چې د ټاکنو د خپلوا ک کمېسیون د مشر کوم مېکانیزم راغلی باید د هغه له تصویب وروسته په دې اړه سلا مشورې وشی او د کمېسیون مشر د قانون له مخې وټاکل شی.
د ښاغلی سپین غر په وینا، د غونډې په پای کې د ملی شورا د مجلسینو مشرانو، ولسمشر او ټولو برخوالو همدا ومنله او پرېکړه وشوه چې د ټاکنو د کمېسیون د ندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون له تصویب وروسته به په دې اړه اقدام کېږی.
نوموړی وایی، دا غونډه یوه مشورتی غونډه وه او ولمسمشر د مشورتی غونډې حق ځکه لری چې قانون نه ده منع کړې؛ خو که چېرې د مشورتی غونډې په پایله کې کوم غیر قانونی پرېکړه کېږی هغه بېله مسله ده.
د فیفا د یاد مشر په وینا، په غونډه کې د کوم نوماند او یا کوم شخص نوم نه دی اخیستل شوی بلکې پرېکړه شوې، چې د کمېسیون د ندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون له تصویب وروسته دې د قانون له مخې اقدام وشی.
هغه وویل، سیاسی ګوندونه په ټاکنو کې دخیل دی، دوی حق لری چې خپله پالیسی، غوښتنې او دریځ ولری، خو مدنی ټولنې په اصولو ټینګار کوی او نن یې هم په مشورتی غونډه کې هم په دې ټینګار کړی، چې باید په قوانینو اتکا وشی او د قانونی مېکانیزم له مخې دې رییس او کمېشنران وټاکل شی.
د نوموړی په وینا، مدنی ټولنې په نننۍ غونډه کې د غیر قانونی مېکانیزمونو لکه پخوا به چې ولسمشر د کمېسیون مشر ټاکه د هغه مخاللفت وکړ.
دی زیاتوی، دوی په دې غونډه کې د قانون له لارې د اشخاصو په ټاکل کېدو کې باید د قانون له مېکانیزم سره سم د کمېسیون د دندو، صلاحیتونو او تشکیل د قانون له تصویب وروسته، وټاکل شی، که چېرې ولسی جرګه تصویب کړی او مېکانیزم رامنځته کړی، چې ولسمشر د کمېسیون د مشر ټاکلو صلاحیت لری دا بیا قانونی کار دی او هېڅ ممانعت نه لری، لکه د اساسی قانون څلورمه ماده وایی، چې ولسمشر لوړ پوړی چارواکی د قانون له مخې ټاکی او د قانون له مخې دا دی، چې هغه مېکانیزم باید ورته رامنځته شی.
د ده په خبره، کومه طرحه چې دوی وړاندیز کړی په هغه کې راغلی، چې مدنی ټولنه، اکاډمیکې ادارې لکه پوهنتونونه دوی باید واجد شرایط کسان معرفی کړی او بله د ګزینش کمېټه د دوی درېیمه برخه ولسمشر ته وړاندې کړی او ولسمشر له هغه نه کمېشنران وټاکی، او که چېرې ولسمشر د دې مېکانیزم له مخې خپل صلاحیت کاروی نو په هېڅ وجه غیر قانونی او انتصابی نه دی.
خو د افغانستان د ملی اېتلاف غړی محمود صیقل په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلی، چې د افغانستان د سیاسی ګوندونو او اېتلافونو له لوری په تحریم شوې غونډه کې، پرېکړه وشوه چې د همکارۍ شورا غوښتنو ته غاړه کېښودل شی.
هغه ویلی، هیله من دی چې ارګ په خپله دې پرېکړه کې چې د ټاکنو د کمېسیون د ندو، صلاحیتو او تشکیل قانون له تصویب وروسته به د قانون له مخې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رییس ټاکلو لپاره اقدام کوی، وفادار پاتې شی او یو بل چل یې په کې نه وی جوړ کړی.
ده لیکلی، ټولې خواوو ته پکار ده چې اوس باید تر هر څه وړاندې د همکارۍ په فضا کې هڅه وکړی، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون تصویب شی، څو په هغه کې د راغلی مېکانیزم له مخې د ټاکنو د کمېسیون د کمیشنرانو په ټاکلو کې اقدام وشی.
ښاغلی صیقل ویلی، چې په دې ترتیب سره به کرار کرار د ټاکنو خپلواک کمېسیون د خلکو باور خپل کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.