د ملکی وژنو انګېزه

- ۲۸ ثور ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې یو ځل بیا په هېواد کې د وسله والو مخالفانو بریدونو او د ملکی وګړو تلفاتو زور اخیستی، د بشری حقونو یوشمېر فعالان وایی، چې دا جنګی جنایتونه دی او باید د جنګی جنایتونو په نړۍ واله محکمه کې محاکمه شی.
له بلې خوا د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، دا چې وسله والو خپل پخوانی زور له لاسه ورکړی پر ملکی وګړو د بریدونو له لارې غواړی، خپل شتون ثابت کړی.
د بشری حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په جګړه کې د ښکېلو خواوو نه احتیاط د دې لامل شوی، چې په بریدونو کې ملکی وګړی ووژل شوی.
هغه وایی، د جګړې له ښکېلو خواوو یې تل غوښتی چې د جګړې اصول او د بشر دحقونو او د انساپالنې قوانین په پام کې ونیسی، څو د ملکی وګړو د ژوند په خوندیتوب کې مرسته وکړی.
دی زیاتوی، په تاسف سره چې په افغانستان کې جګړه مارې ډلې د جګړې له اصولو خبرې نه دی او د انسان پالنې قوانین نه پېژنی.
د ښاغلی لعل په وینا، د جنګی جنایت کارانو محاکمه په افغانستان کې پر جګړې هېڅ ډول ځارنه نه لری، د ملګرو ملتونو دفتر چې په افغانستان کې څارنه کوی، د جګړې او ملکی وګړو د تلفاتو د عاملینو په اړه یې جدی اقدام نه دی کړی او همدغه لامل دی، چې له تېرو درې نیمو لسیزو نه په ځانګړی ډول له تېرې یوې لسیزې نه چې کوم ملکی تلفات د ښکېلو خواوو له لوری رامنځته کېږی، هغه مو په کلکه غندلی او له ښکېلو خواوو مو تل غوښتنه کړې، چې د جګړې اصول او بشر پالنې قوانین په پام کې ونیسی.
دی وایی، دغه راز یې د جنګی جنایت کارانو له محکمې غوښتی، چې په افغانستان پر ښکېلو خواوو خپله څارنه جدی کړی، خو په تاسف سره چې تر اوسه یې په افغانستان کې هېڅ ډول څارنه نه ده پیل کړې، ځکه دا یوازې ملکی تلفات او له بشری حقونو سرغړونې نه دی، بلکې جنګی جنایتونه دی.
د بشری حقونو سازمان مشر وویل، له همدې امله باید دغه کسان د جنګی جنایت کارانو په نړیواله محکمو کې د جنګی جنایت کارنو د منشور په رڼا کې سزا ورکړل شی.
هغه زیاته کړه، تر هغې چې دغو کسانو ته سزا نه وی ورکړل شی، په هېواد کې د ملکی تلفاتو په اړه شته اندېښنې به پای ونه مومی.
همدارنګه د ولسی جرګې غړی عبیدالله بارکزی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې په هېواد کې د وسله والو د بریدونو او ملکی تلفاتو ډېرېدل درې لاملونه لری.
هغه وایی، لومړی لامل یې دا دی، چې په ژمی کې وسله وال مخالفان د هوا د سړېدو له امله پاکستان ته ځی، نو د ګرمۍ په رابره کېدو سره بېرته افغانستان ته راځی او په افغانستان کې جګړه پیلوی.
د ده په خبره، بل ټکی دا دی، چې په پاکستان کې نواز شریف او عمران خان واک ته رسېدلی ـ یوه د افغانستان اردو له منځه وړې او بل یې په افغانستان کې جهاد روا باله ـ نو د ای اېس ای په ملتیا غواړی د حکومت په لومړیو وختونو کې افغانستان او افغان مظلوم ملت ته خپل زور وښایی.
ښاغلی بارکزی وایی، دا چې افغانستان له امریکا سره په امنیتی تړون کې پر خپلو شرطونو ټینګ ولاړ دی؛ نو نړیواله ټولنه هم پر افغانستان له دې لارې خپل فشارونه راوړی.
د ولسی جرګې د دغه غړی په وینا، په افغانستان کې چې هر سړی وژل کېږی، هغه که ملکی وی یا نظامی، عام وګړی او یا که هر څوک وی؛ مهمه نه ده.
هغه وویل، بله دا چې وسله والو طالبانو د پخوا په څېر په افغانستان کې خپل محبوبیت او زور له لاسه ورکړی له همدې امله غواړی، چې د دغسې ځانمرګو بریدونو او چاودنو په کولو سره خپل شتون خلکو ته وښیی.
ښاغلی بارکزی وایی، د دې بریدونو لپاره په کار ده چې ټول افغانان سره یو لاس شی او په ګډه د دغسې بریدونو مخه ونیسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.