راتلونکیو ټاتکنو ته د کرزی د کورنۍ نوماند معرفی شو

- ۳۱ ثور ۱۳۹۲

د ولسمشر کورنۍ په راتلونکیو ټاکنو کې د قیوم کرزی د خپل نوماند په توګه اعلان کړ او ویې ویل که نوموړی بریالی شی په ډېرو برخو کې به ژور بدلونونه رامنځته کړی.
د ولسمشر ورور محمود کرزی چې په کندهار کې یې د یوه خصوصی پوهنتون محصلینو ته وینا کوله وویل، دوی د خپلې کورنۍ په استازیتوب راتلونکیو ټاکنو ته قیوم کرزی دروی.
له دې وړاندې هم په وار وار ښاغلی محمود کرزی په راتلونکیو ټاکنو کې د خپل ورور د نوماندۍ خبرې کړی دی.
هغه وویل، که چېرې نوموړی په راتلونکیو ټاکنو کې ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېږی، نو په عدلی او قضایی سیستم، اقتصاد او نورو مهم برخو کې بنسټیز مثبت بدلونونه رامنځته کړی.
نوموړی، چې ولسمشرۍ ته د خپل احتمالی نوماند ورور قیوم کرزی تګلاره یې بیانوله وویل، چې د بریالیتوب په صورت کې به د ښوونځیو او دینی مدرسو تر منځ شته واټن لرې او په دې برخه کې به ژور اصلاحات رامنځته کړی.
د محمود کرزی په خبره، چې دمګړۍ د مدرسو او ښوونځیو تر منځ شته توپیر او واټن ستونزې را پیدا کړی دی.
محمود کرزی د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو خرابوالی ته په اشارې وویل، چې د کرکېچنو اړیکو له امله دواړه هېوادونه زیان وینی.
د ولسمشر ورور د حکومت له لوری د سولې په پروسه او په ځانګړی ډول د سولې پر عالی شورا نیوکې وکړې او هغه یې یوه ناکامه شورا وبلله.
ده زیاته کړه، چې د قیوم کرزی په راتلونکی حکومت کې به د سولې لپاره یو بې پرې کمېسیون جوړ او د سولې راوستو لپاره به اغېزمنې او نوې تګلارې په کار واچوی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم محمود کرزی څو و اره راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو ته د خپل ورور د نوماندۍ اعلان کړی دی؛ خو تر اوسه خپله قیوم کرزی او یا هم ولسمشر کرزی په دې اړه څه نه دی ویلی.
محمود کرزی له دې وړاندې ویلی ول، دا چې قیوم کرزی په اقتصاد او سیاست کې زده کړې لری او پوهېږی، نو کېدای شی د افغانستان یو ښه او بریالی ولسمشر وی.
هغه همدارنګه په دې وروستیو کې پر حکومت او خپله ولسمشر کرزی هم نیوکې کولې او د ولسمشر کرزی حکومت یې د نړۍ تر ټولو فاسد ترینه حکومت یاد کړی دی.
محمود کرزی په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې له خپل ورور حامد کرزی نه ملاتړ کړی و. نوموړی د هېواد یو له سترو پانګوالو نه دی، چې د کابلبانک په سقوط کېدو کې هم تورن بللی شوی و. دغه راز په نوموړی تور و، چې د عینو مېنې پروژه یې د غصب په ځمکه کې په ناقونه ډول پیل کړې ده؛ خو خپله محمود کرزی دغه تورونه رد کړی او ویلی یې دی، چې د عینو مېنې پروژه یې په قانونی ډول د داوطلبۍ له مخې تر لاسه کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.