د ولسی جرګې غړی: حکومت د سترو پروژو د پلی کېدو لپاره ښه فرصتونه ضایع کړل

- ۰۶ جوزا ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې افغان ولسمشر حامد کرزی د ملی او سترو پروژو په پلی کولو او ساتلو ټینګار کړی، د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې ولسمشر دغه خبرې تر ډېره د ټاکنیز کمپاین لپاره کوی.
هغوی وایی، حکومت د سترو پروژو د پلی کولو لپاره تر اوسه کوم پلان او ستراتېژی نه لری.
د ولسی جرګې غړی حمیدالله توخی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د یوه هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره د بنسټیزو پروژو پلی کول تر هر څه اړین دی.
هغه وایی، دا چې افغانستان له اقتصادی پلوه خورا کمزوری او ځپل شوی دی نو د سترو پروژو پلی کېدلو ته ډېره اړتیا لری.
د ښاغلی توخی په وینا، افغانستان پرېمانه سیندونه لری؛ خو تر اوسه د برېښنا له کمښت سره مخ دی او برېښنا کولای شی په افغانستان کې صنعتی فابریکی په کار واچوی.
نوموړی زیاتوی، له بده مرغه چې حکومت د سترو پروژو د ترسراوی لپاره خورا ستر چانسونه له لاسه ورکړل او په تېرو یوولسو کلونو کې یې د نړیوالو له میلیاردونو ډالرو سره سره د سترو پروژو په برخه کې هېڅ ګام پورته نه کړ.
د ولسی جرګې دغه غړی وویل، دا چې ولسمشر کرزی اوس چې د حکومت یې ایله یو کال پاتې دی، د دغسې پروژو د پلی کېدو خبره کوی دا یې تر ډېره د ټاکنیز کمپاین یوه برخه ده چې غواړی خلکو ته وښیی، چې د سترو پروژو په فکر کې دی او د خپلې خوښې وړ نوماند ته کمپاین وکړی.
ښاغلی توخی وایی، د ولسمشر کرزی د حکومت خورا کمه موده پاتې ده او نشی کولای په دې موده کې دغسې پروژې پلې او یا هم پیل کړی؛ خو بیا هم که له کمپاین پرته په واقعی ډول د دې پروژو د پلی کېدو خیال ولری دا نېک اقدام دی او هېواد ورته سخته اړتیا لری، چې باید ډېره ګټه ترې پورته شی.
د هغه په وینا، د سترو پروژو پلی کېدل د ټول هېواد او ټول ولس غوښتنه ده.
دی زیاتوی، ولسمشر او حکومت یې په تېرو یوولسو کلونو کې تر ډېره خپل ټیم او ملګرو ته متوجه و او سترو پروژو ته یې شا کړې وه له همدې امله ونه توانېده چې په دې اوږده موده کې د دې پروژو په پلی کېدو لاس پورې کړی.
حمیدالله توخی وایی، په تېرو لسو کلونو کې ولسمشر د ایران او پاکستان د خپګان له امله خپلې اوبه مهار نه کړې خو اوس دغه څرګندونې ځکه کوی، چې پوهېږی د حکومت شپې یې لږې او لنډې دی.

همدارنګه د ولسی جرګې بل غړی ګل پاچا مجیدی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، د هر هېواد لپاره سترې او بنسټیزې پروژې حیاتی ارزښت لری.
دی وایی، په داسې وضعیت کې چې افغانستان تر هرڅه ډېر د داسې پروژو پلی کېدو ته اړتیا لری؛ خو له بده مرغه چې افغانستان د ګاونډیانو د ناوړه لاسوهنو ښکار شوی او ملی پروژې په ټپه ولاړې دی، ښه بېلګه یې د اوبو د بندونو نه جوړول دی.
د هغه په خبره، افغانستان ته په وارداتی برېښنا بسنه شوې په داسې حال کې چې افغانستان خپله پرېمانه اوبه لری او پاکستان له نړیوالې ټولنې نه ژمنه اخیستې چې په افغانستان کې به د اوبو په برخه کې بنسټیزې پروژې او بندونه نه جوړوی.
ښاغلی مجیدی زیاتوی، افغانستان د نړیوالو قوانینو او اقتصادی اصولو له مخې حق لری له هر چا سره یې چې ګټه ډېره وی، د خپلو برېښنا بندونو، کانونو او نورو سترو پروژو تړونونه لاسلیک کړی او نباید څوک یې پر وړاندې غبرګون وښیی.
د ده په خبره، افغانستان له هند سره د حاجیګک کان تړون لاسلیک کړی چې د افغانستان لپاره ښه وړاندیزونه لری؛ خو دا په دې مانا نه دی چې له پاکستان سره تړون نه کوی خو دا ده چې پاکستانی کمپنۍ او یا د نورو هېوادونو کمپنۍ په کې پاتې راغلی دی.
هغه وایی، په دې اړه که اوس هر څوک په هېواد کې لاسوهنې کوی په ځانګړی دول پاکستان، لاسوهنې یې د نورو لاسوهنو په شان د هېواد او خلکو په ژوند او امنیت ډېرې بدې اغېزې کوی.
د ولسی جرګې دغه غړی وویل، په تاسف سره چې افغان حکومت لکه څنګه چې یو حکومت باید خپله بهرنۍ او کورنۍ ستراتېژی او پالیسی ولری او پلې یې کړی، دغسې څه نه لری.
دی وایی، دغه راز د ګاونډیانو پر وړاندې باید حکومت یوه روښانه پالیسی ولری، افغان حکومت باید پنځه کلن ستراتېژیک پلان ولری؛ خو په تېرو دوو دورو کې یې ونشو کولای دغه پلان جوړ کړی؛ نو له همدې امله ده چې راتلونکې لپاره هم کوم پلان او پروګرام نه لری.
ښاغلی مجیدی وایی، په حکومت کې دا ظرفیت نشته چې سترې پروژې تر کار لاندې ونیسی بلکې یوازې په یوشمېر وړو پروژو یې بسنه کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.