ډېرو ولایاتو ته پاکستانی جنګیالی د یوې ستراتېژۍ له مخې راغلی

- ۱۳ جوزا ۱۳۹۲

د میدان وردګو چارواکیو ویلی، چې دغه ولایت د پاکستانیو وسله والو تر ګواښ لاندې دی ورځ تر بلې یې امنیتی وضعیت خرابېږی.
خو د پوځی چارو شننونکی وایی، چې د حکومت د نه پاملرنې له امله د میدان وردګو ولایت امنیتی وضعیت خراب شوی او له تېرو څو کالو راهیسې په کې پاکستانی جنګیالی مېشت دی.

کارپوهان دغه راز وایی، چې د وسله والو له لوری د میدانو وردګو انتخاب پر کابل د فشار راوستو لپاره دی.
د دې ولایت والی عبدالمجید خوږیاڼی امنیت شورا ته ویلی، چې له شمالی وزیرستانه کابو دوه سوه پاکستانی اورپکی د طالبانو په نامه میدان وردګو ته ورغلی او هلته یې ترهګریز فعالیتونه پیل کړی دی.
نوموړی د امنیت شورا ته ویلی چې تر ډېره «پاکستانی جګړه ماران» په جغتو، چک او دایمیرداد ولسوالیو کې په ډله ییز ډول فعالیت کوی.
همدرانګه د کورنیو چارو وزارت چارواکی وایی، چې پاکستانی طالبان د افغان طالبانو په ملاتړ سره غواړی په افغانستان کې د انتقال پروسه له خنډ سره مخ کړی.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقی د دوشنبې په ورځ یوې خبری غونډی ته وویل چې، دا ډلې هڅې کوی د امنیت د انتقال او انتخاباتو پروسه له خنډ سره مخامخ کړی.
نوموړی له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې د دې ډلو د له منځه وړلو لپاره همکاری وکړی.
ښاغلی صدیقی وویل چې، د پاکستان د طالبانو زرګونه کسان د افغان طالبانو همکاری کوی، چې په افغانستان کې وضعیت ګډ وډ کړی.
د القاعدې، طالبانو، حزب اسلامی، حقانی شبکه، د پاکستانی طالبانو تحریک، د مولوی خالص ډله، د ازبکستان اسلامی غورځنګ ،لشکر طیبه ډله او د محمدیه شریعت نفاذ، هغه ډلې دی چې د کورنیو چارو وزارت په وینا د افغانستان امنیت ته جدی ګواښ پیښوی.
د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوی، چې ولسمشر کرزی دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو ته سپارښتنه کړې، چې ژر تر ژره د میدان وردګو ولایت د امنیتی وضعیت ښه کولو لپاره جدی ګامونه واخلی.
په همدې حال کې د پوځی چارو شننونکی جنرال امین الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته وویل، له تېرو څو کالو راهیسې میدان وردګو ته یوشمېر وزیرستانیان او نور پاکستان راځی او خلک وژنی.
هغه وایی، دولت میدان وردګو ولایت ته چې د کابل دروازه هم ده، خاصه پاملرنه ونه کړه، مختلف چارواکی یې ور واستول، خلک یې د ځان پر وړاندې په وپارول، تحریک یې کړل، بې ګناه خلک یې بندیان کړل او ویې ځورول.
د ده په خبره، له بلې خوا وسله والو مخالفانو له دې کمزوری ټکی نه استفاده وکړه، چې یوشمېر استخباراتی شبکې هم کېدای شی په کې لاس ولری.
ښاغلی امرخېل زیاته کړه، میدان وردګ له کابل سره له شل کیلومټر فاصله لری، خو د والی، قوماندان او ملی امنیت د ریاست په شتون کې د دوی د کمزورۍ له امله وسله وال مخالفان په دې ولایت کې پراخ نفوذ کړی دی.
د نوموړی په وینا، که چېرې ځایی چارواکی کمزوری نه وی په کار ده چې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې جدی ګامونه واخلی او دغه ولایت یې له شتونه پاک کړی او یا دې هم له دندو استعفا ورکړی.
د پوځی چارو یاد شنناند وایی، د میدان وردګو ولایت اراضی ډېره خطرناکه اراضی ده او د کابل ـ میدان وردګو تر منځ یوازې یو غر شتون لری.
د هغه په خبره، دا د پاکستانیانو یوه ستراتېژی ده، چې نه یوازې میدان وردګو ته راغلی د هېواد ډېرو نورو سیمو ته له هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، کونړ، نورستان او نور ولایتونو ته هم راغلی دی او د هر کال په څېر یې سږکال هم په پاکستان کې ۲۴۰۰۰ مدرسې تړلی او زده کوونکی یې افغانستان ته جګړې ته راغلی دی.
ښاغلی امین الله امرخېل وویل، د دغه کار موخې په افغانستان کې د بې ثباتۍ پراخول دی.
د ده په وینا، حکومت د کمزوری مدیریت له امله کار اهل ته نه دی سپارلی، مسلکی پوځیان یې اداری کارونو لپاره په دفترونو کې کېنولی او په ظوابطو مقرر شوی بې تجربې او بې مسلکه کسان یې د قوماندانانو په توګه ټاکلی دی، چې له امله یې په هېواد کې امنیتی وضعیت خورا خراب، د پولیسو، اردو او ملکی وګړو تلفات ډېر شوی دی.
نوموړی خبرداری ورکوی، اوس نا امنی د کابل خولې ته راغلې او که چېرې حکومت یو لازم تصمیم ونه نیسی نو ډېرې ناوړه پایلې به ولری.
امین الله امرخېل زیاتوی، چې په ستراتېژۍ کې د کابل ګاونډی ولایتونو ځایول پر کابل د فشار لپاره دی او وسله وال غواړی چې کابل تر فشار لاندې ونیسی، دغه راز له دې نه په تبلیغاتی برخه کې هم ګټه پورته کړی او نړۍ والو ته وښیی، چې ابتکار عمل د وسله والو په لاس کې دی او د کابل تر خولې رسېدلی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.