نواز شریف به سـوله راولـی؟

- ۱۸ جوزا ۱۳۹۲

ټاکل شوې چې د پاکستان نوی لومړی وزیر نواز شریف په نېږدې ورځو کې کابل ته په یوه رسمی سفر راشی او له افغان چارواکیو سره وګوری.
ولسمشر کرزی د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان له نوی لومړی وزیر نواز شریف سره ټلیفونی خبرې کړی او نوموړی ته یې افغانستان ته د راتلو بلنه ور کړې او هغه هم دغه بلنه منلې ده.
د پاکستان د ډاون ورځپاڼې د خبر له مخې، افغان ولسمشر نواز شریف ته د مبارکۍ تر ویلو وروسته هیله مندی ښودلې چې دواړه هېوادونه د پیاوړو اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره هڅې وکړی.
ولسمشر کرزی ویلی، د افغانستان او پاکستان پیاوړې اړیکې د سیمې د ثبات لپاره ګټورې دی.
نواز شریف د تېرې چهار شنبې په ورځ د دغه هېواد د پارلمان له خوا د لومړی وزیر په توګه انتخاب شو.
د جرمنی د خبری اژانس د خبر له مخې، نواز شریف په خپلو لومړنیو څرګندونو کې پر پاکستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وغندل او هغه یې د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېرى وباله.
سرچینې زیاته کړې، نواز شریف توانېدلى چې د صدراعظم کېدو لپاره د ۳۴۲ رایو له جملې څخه ۲۴۴ رایې خپلې کړی.
نواز شریف تر دې وړاندې هم له ۱۹۹۰- ۱۹۹۳ او ۱۹۹۷- ۱۹۹۹ پورې د پاکستان صدراعظم پاتې شوى چې دواړه ځلې د پوځ د کودتا له امله له دندې ګوښه شوى او وروستى ځل خو یې له هېواده ګډوالۍ ته هم اړ کړى و.
د ویلو ده چې د پاکستان په ټولټال ۶۵ کلن تاریخ کې دا لومړى ځل دى چې واک په سوله ییزه توګه له یوه لوری څخه بل لوری ته لېږدول کېږی.
نوموړی په داسې مهال واک ته رسېږی، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې شوی او سیمه هم له یوه تاریخی او حساس وضعیت نه تېرېدونکې ده.
دمګړۍ په افغانستان او پاکستان دواړو کې جګړه روانه ده، القاعدې اوسخت دریځو پوره وده کړې، سیمه او حتی نړۍ ته یې د نا امنۍ ګواښ پېښ کړی دی. په همدې حال کې له افغانستانه نړیوال ځواکونه وځی، چې وتلو یې هم سیمه ییزو هېوادونو، افغانانو او هم نړیوالو ته اندېښنې را پیدا کړی دی.
په سیمه کې د ټولو ستونزو مور پاکستان ګڼل کېږی، چې په خپله خاوره کې وسله والو ته خوندی مرکزونه ورکړی، هلته روزل کېږی، ساتل کېږی، تجهیز او بیا هم افغانستان ته د جګړې لپاره را استول کېږی، چېرته چې د نړۍ نهه څلوېښت هېوادونه په پوځی ماموریت بوخت دی.
له وسله والو سره سوله او د جګړې پای ته رسېدل د افغانانو او نړۍ یوه مهمه اړتیا ده. افغانان او نړیوال فکر کوی، چې د دې سولې کانال له پاکستانه تېرېږی، ځکه وسله والو طالبان د پاکستان په منګلو کې دی، له هغه ځایه راځی او له جګړې وروسته بېرته هماغلته ورځی.
په تېرو څو کلونو کې د ولسمشر اصف علی زرداری په مشرۍ حکومت ونشو کړای او یا یې هم ونه غوښتل له افغان سولې سره رښتینې مرسته وکړی. که څه هم چې په وار وار یې له افغان لوری سره ژمنې هم کولې. یوشمېر سیاستپوهان په دې اند دی، چې ملکی حکومت له افغانستان سره د ښو اړیکو هیله درلوده؛ خو د افغانستان په اړه د پاکستان سیاسی او پالیسی د پوځ په لاس کې وه او ملکی حکومت نشو کولای په پوځ تسلط پیدا کړی او یا هم د جنرال ضیاالحق له لوری جوړه شوې پالیسی بدله کړی.
اوس واک ته د نواز شریف د حکومت په رسېدو سره نړیوال او افغان حکومت هڅه کوی، نوموړی وهڅوی څو له افغان سولې سره مرسته و کړی، لکه څنګه چې نواز شریف هم د لومړی وزیر تر ټاکل کېدا وروسته د حکومت د لومړیتوبو په اعلانولو کې وویل، چې غواړی افغان کشالې ته د یوه سیمه ییز توافق حل لاره ولټوی.
نواز شریف به تر ډېره هڅه وکړی چې په پاکستان کې جګړه کمه او پاکستانی وسله والو د سولې د خبرو اترو له لارې له جګړې را وګرځوی. خو د افغانستان په اړه یې په ژمنو شک دی او شنناندی فکر کوی، چې نوموړی به ونه توانېږی او یا هم نه غواړی د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسی بدله کړی.
د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسی د هغه هېواد د استخباراتو په لاس کې ده. که څه هم چې ښاغلی نوازشریف به په ده شویو تېرو دوو کودتا ګانو ته په کتو سره پوځ تر ډېره په خپله ولکه کې راولی؛ خو نه غواړی د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست ډېر بدل کړی.
نوازشریف او عمران خان چې دواړه له وسله والو طالبانو سره نېږدې اړیکې لری او هغوی یې په کنټرول کې دی نو هېڅ اړتیا نه وینی، چې مفت په مفته هغوی له لاسه ورکړی او د افغانستان د سولې لپاره قربانی ورکړی. بلکې هڅه کوی چې له دې کاناله د افغانستان له حکومت او نړیوالې ټولنې نه امتیاز واخلی او خپلې ګټې تامین کړی.
اوس افغان حکومت باید د پاکستان پر وړاندې نوره خپله تېره مذبذبه پالیسی بدله او پر ځای یې یوه روښانه او ثابته پالیسی غوره کړی. همدارنګه نړیواله ټولنه دېته وهڅوی، چې ښاغلی نواز شریف وهڅوی څو له افغان سولې سره مرسته وکړی، په خپله خاوره کې د وسله والو مرکزونه له منځه یوسی، د افغان طالبانو له ملاتړه لاس واخلی او په ټوله کې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنو ته د پای ټکې کېږی. نوازشریف چې په پاکستان کې یې د اقتصادی پرمختګ، امن راوستلو، کاری فرصتونو د زیاتولو او نورو په اړه خپل ولس ته ژمنې ورکړی، په دې ژمنو کې هغه مهال بریالی کېدای شی چې په افغانستان کې له امن راوستو سره رښتینې مرسته وکړی، که نه په افغانستان کې بل شوی اور به پاکستان له دې هم ډېر سوځوی او په پای کې به یې ولس پر خلاف شعارونه او حتی پوځ کودتا کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.