شکېبا هاشمی: حکومت نه غواړی، د پاکستانیو بریدونو په اړه اقدام وکړی

- ۲۶ جوزا ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې درې ورځې وړاندې د پاکستان له لوری د کندهار پر معروف ولسوالۍ برید وشو، د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، په ارګ کې د پاکستان د نفوذ د شتون له امله افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې د اقداماتو وس بایللی دی.
دغه راز د کندهار ځایی چارواکی وایی، چې دمګړۍ په سیمه کې وضعیت عادی دی؛ خو ځواکونه یې د تیارسﺉ په حالت کې دی.
د کندهار د والی ویاند جاوېد فیصل ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د تېرې جمعې په ورځ له پاکستانه پر معروف ولسوالۍ برید شوی و، خو له هغې وروسته اوس وضعیت عادی حالت ته ګرځېدلی دی.
ده وویل، هغه مهال چې په ننګرهار کې پر ګوشتې ولسوالۍ برید وشو؛ نه پر ډیورنډ کرښه ټول پراته امنیتی ځواکونه د تیارسﺉ په حالت کې دی او اوس هم د دوی ځواکونه په تیارسﺉ حالت کې دی.
هغه زیاته کړه، ځواکونه یې بشپړ تجهیز دی او هیڅ ستونزه نه لری، که چېرې پرې برید وشی، د مقابل برید د ځواب وړتیا لری.
فیصل وایی، تر اوسه ورته پوره روښانه نه ده چې دا برید په رښتیا هم پاکستانیو پوځیانو کړی او که نورو وسله والو؛ خو په کندهار کې یې د خلکو غصه را پارولې ده او په هماغه ورځ یې په ولایتی شورا کې د دې برید د غندنې لپاره ستره غونډه هم وکړه.
د نوموړی په وینا، د غونډې برخه والو چې قومی مشران، ځوانان او جهادی قوماندانان په کې شامل ول، له خپلو ځواکونو د ملاتړ لپاره یې چمتووالی وښود او زیاته یې کړه، چې په هر حال کې له خپلې خاورې د دفاع توان لری.
دغه راز په ولسی جرګه کې د کندهار د خلکو استازې شکېبا هاشمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې پر معروف ولسوالۍ د پاکستان له لوری د برید په اړه ولسونه ډېر خپه او احساساتی شوی، له همدې امله یې په کندهار کې په یوې سترې غونډه کې دا برید په کلکه وغانده او مرکزی حکومت ته یې خپلې اندېښنې او خپګان وړاندې کړ.
د دې په وینا، خلکو له حکومته وغوښتل چې د دې بریدونو د مخنیوی په اړه لازم اقدامات وکړی؛ خو په تاسف سره پر کونړ او ننګرهار بریدونو روښانه کړه، چې افغان حکومت یې پروړاندې هېڅ هم ونه کړل.
نوموړې زیاتوی، تر اوسه حکومت د پاکستان پر وړاندې کوم اقدام نه دی کړی او نه غواړی اقدامات وکړی.
مېرمن شکېبا هاشمی وویل، د افغان حکومت ستونزه دا ده چې نه کومه امنیتی پالیسی لری او نه یې هغه په امنیتی سیستم کې رامنځته شوې خلا ډکه کړې، ځکه د افغانستان ملی امنیت اداره او استخبارات فلج دی.
هغې زیاته کړه، ملی دفاع وزارت هم په دې برخ کې ناغېړی کوی او وایی، په ولسی جرګه کې یې د ملی دفاع له وزیره وغوښتل چې ولې د ۲۰۰۲ کال د غبرګولی د میاشتې د پټې جلسې رازونه وکیلانو ته نه وایی او ولې پاکستان په افغان خاوره کې ۴۵ کیلومټره را ننوتی وویل، چې دغه ستونزې د خبرو اترو او تفاهم له لارې هوارېږی او سرحدی ستونزې په هر هېواد کې وی.
د ولسې جرګې دغې غړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو وایﺉ حکومت نه غواړی د پاکستان خلاف اقدام وکړی، لامل څه دی وویل، په تېرو لسو کالو کې مو ولیدل چې حکومت تل د پاکستان پلوی دی او پاکستان ته یې دا جرﺉت ورکړی دی، چې پر کونړ، ننګرهار او اوس لغمان بریدونه وکړی.
هغې زیاته کړه، په حکومت کې د پاکستان اېجنټان راټول شوی او په ارګ کې پاکستان شته، ځکه د ملی امنیت ټول رازونه د هغوی له لارې پاکستان ته رسېږی او دا چې پوهېږی په افغانستان کې ملی امنیت فلج شوی، پاکستانیانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
اغلې شکېبا هاشمی وایی، کابل چې د پاکستان سرپرست سفیر غوښتی و، له دې بریده یې ناخبری وښوده او دا دوه شیان روښانوی، یا دا چې پاکستان د کندهار پر برید سترګې پټوی او ځان ناخبره ښیی او یا هم دا چې بهرنیو چارو وزارت دا موضوعات جدی نه دی نیولی.
د هغې په وینا، افغانستان اوس د کورنیو چارو او ملی دفاع وزارتونه لری، چې د ولسمشر تر قوماندې لاندې کار کوی، دغه راز پارلمان شتون لری، چې په ټوله نړۍ کې دغه مسایل د پارلمان له لوری حلېږی، خو په افغانستان کې پارلمان ته حکومت په ارزښت نه دی قایل.
هغه وایی، دا کار د پاکستان او د هغه هېواد د استخباراتی ادارې دی، چې غواړی پر نورستان، کونړ، ننګرهار او اوس په کندهار د بریدونو له امله ډیورنډ کرښه پر افغانستان ومنی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.