د کندهار د والی ویاند: پاڅون کوونکیو اتو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

- ۰۷ سنبله ۱۳۹۱

د کندهار چارواکی وایی، چې په دې ولایت کې د طالبانو پر ضد پیل شوی پاڅون د پراخېدو په حال کې دی او تر اوه سه یې اتو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هغه ولایت د والی ویاند جاوید فیصل له ماندګار ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې وویل، چې د ژېړۍ او  پنجوایی ولسوالیو په دوو کلو کې د وسله والو طالبانو د یوې ډلې پر ضد چې پر خلکو یې ظلم کاوه ولسی پاڅون پیل شوی چې اوس د پراخېدو په حال کې دی.
هغه وویل، چې پاڅونوال تر اوسه وسلې ته لاس نه دی کړی او نه یې له حکومت ته د مرستې غوښتنه کړې خو په وینا یې که د مرستې غوښتنه وکړی نو دوی چمتو دی، چې لاسنیوی یې وکړی.
د فیصل په خبره، تر اوسه پاڅونوالو اوه تنه وسله وال ډبولی او یو بل یې تر وهلو لاندې وژلی دی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغه پاڅون تر شاه د چا لاس دی او په راتلونکې کې ترېنه د بل کوم ګواښ وېره شته او کنه وویل، چې دا یو بشپړ ولسی پاڅون دی چې کلیوالو په خپله خوښه د یوه سپېڅلی مرام لپاره پیل کړی او ترېنه د هېڅ ګواښ وېره نشته.
د طالبانو پر وړاندې ولسی پاڅون د لومړی ځل لپاره په غزنی کې پیل شو، چې ورو د هېواد نورو سیمو ته هم پراخ شو. خو یوشمېر شننونکی له دغو پاڅونونو وېره څرګندوی او وایی، چې ښایی په راتلونکې کې دغه پاڅونوال د افغانستان لپاره د وسله والو ملېشو په توګه یو بل سرخوږی جوړ کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.