د افغانستان د سولې عالی شورا: د طالبانو دفتر دې په پاکستان کې پرانستل شی

- ۲۱ اسد ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې افغان حکومت ویلی، د طالبانو دفتر دې د قطر په ځای په ترکیه یا سعودی کې پرانستل شی، د سولې عالی شورا وایی، ښه ده چې دغه دفتر په پاکستان کې پرانستل شی او د افغانستان ـ پاکستان تر منځ شته اختلافات له منځه لاړ شی.
دغه راز یوشمېر شننونکی وایی، تر هغې چې د ښکېلو خواوو تر منځ توافق نه وی رامنځته شوی یو اړخیز اقدامات پایله نه ورکوی.
د سولې د عالی شورا غړی عبدالحمید مبارز ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د طالبانو لپاره د دفتر پرانستل مهم نه دی، ځکه د طالب مشر ملاعمر او د کوټې د شورا ادرس د پاکستان د کوټې ښار، د حقانی شبکې ادرس میرانشاه او د اسلامی حزب د مشر ګلبدین حکمتیار ادرس په پېښور کې دی.
نوموړی زیاتوی، خو له دې سره سره امریکا د طالبانو لپاره دفتر په قطر کې پرانیست، چې له پیله ورسره افغان حکومت موافق نه و او د دې دفتر د پرانستې لپاره یې سعودی عربستان او ترکیه له پیله هم وړاندیز کړی ول.
ښاغلی مبارز وویل، چې په قطر کې داسې پېښه رامنځته شوه چې افغان حکومت او افغانانو ته د منلو وړ نه وه، چې هغه د طالبانو پر دفتر د هغوی د بیرغ او لوحې را ځړېدل ول، د یوې توطیې بڼه یې درلوده چې د افغان حکومت تر څنګ یو بل موازی حکومت رامنځته کړی او له همدې امله اوس قطر د افغان حکومت پر وړاندې خپل باور بایللی دی.
د هغه په خبره، اوس افغان حکومت د قطر پر ځای د دې دفتر د پرانستې لپاره قطر او سعودی عربستان وړاندیز کړی دی.
نوموړی په دې اند دی، چې د ترکیې – پاکستان او سعودی عربستان ـ پاکستان اړیکې له دغو هېوادونو سره د افغانستان تر اړیکو ډېرې نېږدې، صمیمی او ژورې دی؛ خو بیا هم افغان حکومت د طالبانو د دفتر لپاره دغه هېوادونه پېشنهاد کړی، ځکه دغه دوه هېوادونه په طالبانو ډېر اغېز لری.
دی وایی، عربستان او نور عربی هېوادونه له پاکستان سره ډېرې مرستې کوی او کله چې نواز شریف له هېواده وشړل شو؛ نو په سعودی عربستان کې مېشت شو او کېدای شی افغان حکومت فکر کوی، چې په دې دوو هېوادونو کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانستل به لامل شی، چې طالبان ورسره خبرې وکړی.
ښاغلی مبارز وایی، د دې پلوی نه دی چې طالبانو ته دې دفتر پرانستل شی، ځکه هغوی ته پرستیژ او حیثیت ورکول کېږی، خو زیاتوی، په کار ده چې دغه دفتر په پاکستان کې پرانستل شی او کوم اختلافونه چې د افغان حکومت او پاکستان تر منځ دی هغه ختم شی.

د سولې د عالی شورا یاد غړی باوری دی، که له پاکستان سره شته اختلافات ختم شی، پاکستان له طالبانو ملاتړ نه کوی، ورته خوندی مرکزونه نه ورکوی، تجهیز او لوجیستیک یې نه کوی او د سولې خبرو ته یې کېنوی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې په پاکستان کې د دفتر پرانستل او یا هم د ترکیې، سعودی او پاکستان اړیکو ته په کتلو سره په دې هېوادونو کې د دفتر پرانستل به د سولې پروسه د پاکستانو منګلو ته ونه غورځوی وویل، په هر حال کې د پاکستان لاس بر دی.
نوموړی وایی، پاکستان له امریکا سره هم له موږ ښې او ژورې اړیکې لری او له ترکیې او سعودی سره هم، ځکه د القاعده شبکې مشر پنځه کاله د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته په څو کیلومټرۍ کې نېږدې اوسېده او امریکایانو هماغلته وواژه؛ خو امریکایانو پاکستان ته هېڅ هم ونه ویل؛ بلکې لا هم په افغانستان کې د اسامه پلویان او دوستان لټوی.
ښاغلی عبدالحمید مبارز وویل، دا ځل باید افغان حکومت او د سولې عالی شورا شرط کېږدی، چې طالبان ورسره خبرې کوی او که نه، که چېرې طالبانو له افغان حکومت او د سولې له عالی شورا سره خبرو ته زړه ښه کړ دفتر دې ورته پرانستل شی که یې نه کوی، نو د دفتر له پرانستې سره دې موافقه نه کوی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی وحید مژده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د دقطر دفتر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره نه و پرانستل شوی بلکې له امریکا سره د خبرو لپاره پرانستل شوی و او په وار وار طالبانو دا خبره کړې وه، چې له افغان حکومت سره خبرې نه غواړی.
هغه وایی، د سولې خبرې دوه طرفه لری او تر هغې چې د دواړو طرفونو موافقه نه وی، د سولې خبرې پرمخ نه ځی، نو په داسې حال کې چې یو طرف خبرې نه کوی او بل طرف وایی دفتر بل هېواد ته انتقالوم دا یوه بېځایه خبره ده.
نوموړی زیاتوی، که چېرې د افغان حکومت او امریکا تر منځ امنیتی تړون لاسلیک شی او امریکایان په هېواد کې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم پاتې شی؛ نو هېڅکله دا اړتیا نشته چې طالبانو ته دفتر پرانستل شی، ځکه نور طالبان خبرې نه کوی او روانه جګړه به د څو کلونو لپاره نوره هم اوږدېږی چې د پخوا په پرتله به خطرناکه وی.
ښاغلی مژده په دې باور دی، که ۲۰۰۰ امریکایی سرتېری هم په افغانستان کې پاتې کېږی؛ نو دا په هېواد کې د جګړې د غځېدو په مانا دی او خبرې هېڅ پایله نه ورکوی.
د ولسی جرګې غړی سیدعالمی بلخی بیا د افغانستان قضیه درې اړخیزه بولی او وایی، په کار ده چې د سولې د خبرو اترو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف، افغان حکومت او د حکومت وسله وال مخالفان یو توافق ته ورسېږی.
ښاغلی بلخی زیاتوی، په کار ده چې طالبان له امریکا سره لومړی خبرې وکړی او په دې ورسره پوه شی چې امریکا غواړی طالبان په سیاسی واک کې شریک شی له دې وروسته به بیا په قطعی ډول طالبان له افغان دولت سره خبرې وکړی.
د هغه په خبره، دلته یوشمېر نور جهتونه هم دی چې باید نظرونه یې ملاحظه شی چې د افغان حکومت سیاسی مخالفان چې د راتلونکی حکومت جوړولو هڅې کوی او د سیمې هېوادونه، چې له افغان سولې او جګړې ځانونه زیانمن وینی
ده زیاته کړه، چې له پیله افغان حکومت په سعودی او ترکیه کې د طالبانو لپاره د دفتر په پرانستې ټینګار کاوه او دا چې اوس بیا دغه ټینګار کوی ښایی لامل یې دا وی، چې قطر له طالبانو ډېر ملاتړ کوی.
نوموړی وویل، ښایی حکومت فکر کوی چې سعودی عربستان او ترکیه د قطر په نسبت خپلواک وی؛ خو دا چې ترکیه د ناټو غړی هېواد دی او په افغانستان کې عملاً فعالیت کوی، د افغان حکومت ترجېح هم ښایی همدې هېواد ته وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.