نا امنی دې د درغلیو بهانه نه جوړېږی!

- ۲۸ اسد ۱۳۹۲

د ټاکنو په رانېږدې کېدو سره ټاکنیزې هلې ځلې او د ټاکنو په اړه پوښتنې او اندېښنې هم ډېرېږی. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکی وایی، امنیتی ارګانونو ورته ویلی چې؛ د رایې ورکولو دوه سوو نهه پنځوسو مرکزونو امنیت نه شی نیولای.
د دې کمیسون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل ویلی، دغه مرکزونه په هغو ولایتونو کې دی چې؛ هلته وسله وال مخالفین ډیر فعالیت لری.
دغه رازل د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلی ول، چې په نا امنه سیمو کې به د رایه ورکونې لپاره صندوق کېنږدی. همدا اوس د نا امنۍ له امله په ۱۲ ولسوالیو کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې لپاره زمینه نه ده برابره شوې.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له امنیتی ادارو غوښتی، چې په یادو ۱۲ ولسوالیو کې د رایې ورکوونکیو نوم لیکنې ته زمینه برابره کړی.

د دې کمیسیون د دارالانشا رییس ضیا الحق امرخیل ویلی، د اسد پر پنځمه په ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر پیل شوی، خو د ناامنیو له امله تر اوسه په ۱۲ ولسوالیو کې دا مرکزونه نه دی پرانستل شوی.
په تېرو ټاکنو کې هم ډېری سیمې نا امنه وې او خلک یې په ټاکنو کې له برخه اخیستو پاتې شول. که څه هم چې حکومت په هر حال کې د خلکو د ساتنې مسوولیت لری او خلک حق لری چې د خپل برخلیک په اړه پرېکړه وکړی او رایه ورکړی؛ خو لا هم ډېرې سیمې د نوم لیکنې له پروسې پاتې دی.
رایه ورکول د خلکو حق دی او هیڅوک نشی کولای دا حق ترې واخلی. دا اوس چې کابو اته میاشتې ټاکنو ته پاتې دی او بهرنی ځواکونه هم لا تر اوسه له هېواده نه دی وتلی، افغان ځواکونه ددې عملیاتو په ترسره کولو سره د امنیت ساحه پراخه کړی او ټولو خلکو ته دې په ټاکنو کې د برخه اخیستو زمینه برابره کړی.
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له دې اعلان سره چې په نا امنه سیمو کې صندوق نه ږدی او یا پروسه نه پلی کېږی، ځینې اندېښنې او پوښتنه هم را پورته کېږی، چې کومې سیمې نا امنه دی؟ او کومې سیمې امن دی.
که چېرې ځینې سیمې نا امنه ښودل کېږی او قصداً په کې د رایو صندوقونه نه ایښودل کېږی او خلک یې په ټاکنو کې به برخه اخیستو منع کېږی، چې دا له ټولو اصولو سره خلاف عمل دی. د هېڅ سیمې خلک باید له رایه ورکونې محروم نشی.
حکومت باید تر وسه وسه هڅه وکړی، چې خلکو ته په ټاکنو کې د برخه اخیستو، د نوم لیکنې او رایه ورکونې زمینه برابره کړی. په تېرو ټاکنو کې چې د کومو سیمو خلکو په ټاکنو کې برخه نه ده اخیستې رایه یې نه ده ورکړې، اوس له دې حکومته ځانونه پردی احساسوی، په ولایتی شورا او ولسی جرګه کې هم استازی نه لری. له همدې امله ده چې له ستونزو سره مخ دی، څوک یې غږ نه اوری او حکومت هم ورته شا اړولې ده.
ښه بېلګه یې د غزنی ولایت دی، چې د ولسی جرګې ټول استازی یې له یوې ولسوالۍ ځخه دی او اکثریت خلک یې له استازی درلودو محروم دی. دغه راز په ډېرو سیمو کې خلک له رایه ورکونې پاتې شول، چې د ټاکنو په مشروعیت یې پوره اغېز کړی و.
له بلې خوا دا اندېښنه هم ورسره پیدا کېږی، چې په نا امنه سیمو کې د صندوق ایښودلو له لارې یوشمېر خلکو او کړیو درغلۍ وکړې. په ټاکنو کېد خلکو د نه بې برخې کولو مانا دا هم نه ده چې په هر ډول شرایطو کې دې صندقونه ورته کېښودل شی، چې بیا د ټاکنو په ورځ دې ورنه نور کسان ناوړه ګټه پورته کړی. لکه په تېرو ټاکنو کې چې وشول. په نا امنه سیمو کې خلکو ونشو کولای د نا امنۍ له امله رایه ورکړی؛ نو ځینو خلکو د خپلو نوماندو لپاره صندقونه له پاڼو ډک کړل او درغلۍ یې وکړې.
اوس هم وېره شته چې یوشمېر کسان له همدې خلا نه په ګټې اخیستلو سره پراخې درغلۍ وکړی او د خپل نوماند په ګټه صندوقونه ډک کړی. دا اندېښنه اوس هم پر خپل ځای ده. د مدنی ټولنو وروستۍ غوښتنه هم له همدې اندېښنو سرچینه اخلی. مدنی ټولنې حتی په امنیتی ځواکونو بې باوره دی چې د تېرو ټاکنو په څېر به دا ځل هم د ځانګړو نوماندو په ګټه په ټاکنو کې درغلۍ وکړی. یادو ټولنو د کورنیو چارو له وزارته غوښتی چې تر ټاکنو پورې دې دا یقینی کړی، چې پولیس به په ټاکنو کې درغلۍ او لاسوهنې نه کوی.
له بلې خوا سره له دې چې په دې وروستیو کې وسله والو خپل فعالیتونه ډېر کړی او ښایی د ټاکنو پر مهال یې نور هم زیات کړی؛ خو امنیتی ځواکونه باید یوازې پر حقایقو او واقعیتونو تکیه وکړی. د ټاکنو د امنیت د تامین لپاره کلک تدابیر ونیسی او چاته اجازه ورنه کړی، چې د نا امنۍ په پلمه کېدو سره درغلیو ته مخه کړی.
په کار ده چې لومړی امنیتی ځواکونه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نا امنه سیمو تعریف وکړی او بیا د پورته یادو شویو ستونزو د حل او د درغلیو د مخنیوی لپاره جدی اقدامات وکړی. ځو راتلونکی ټاکنې د تېرو پارلمانی او ولسمشریزو ټاکنو په برخلیک اخته نشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.