په افغانانو کې د خپلواکۍ لمانځلو روحیه کمزورې ده

- ۲۸ اسد ۱۳۹۲

پرون د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو د ورځې څلور نوی یمه کلیزه وه.
دغه ورځ به په پخوانیو حکومتونو کې په شاندارو مراسمو سره ان د څو ورځو لپاره لمانځل کېده خو په دې وروستیو کلونو کې په خورا محدود ډول لمانځل کېږی.
د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې دا ورځ خورا د ویاړ ورځ ده خو په افغانانو کې یې د نمانځنې روحیه کمزورې شوې ده.
د ولسی جرګې غړی پیر سیداسحاق ګېلانی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د اسد اته ویشتمه د افغانستان په تاریخ کې د ویاړ، افتخار او سرلوړۍ ورځ ده، چې باید په خورا ښکلو او شاندارو مراسمو سره هر کال ولمانځل شی.
هغه وایی، ۹۴ نوی کاله وړاندې افغانانو د غازی امان الله خان په مشرۍ خپله خپلواکی واخیسته؛ خو په تاسف سره چې افغانانو د دې ویاړنې د ساتنې په برخه کې زیار ونه ایسته.
نوموړی وایی، همدارنګه په تاسف سره چې دغه ورځ افغانان هغه ډول نه لمانځی، چې اړتیا یې ده.
ښاغلی ګېلانی په دې باور دی، چې حکومت د خپلو ویاړنو او ارزښتونو ساتنې او نمانځنې ته نه دی هڅول شوی او نه دی توانېدلی، ځکه د اسد اته ویشتمه یوه ویاړنه ده دغه راز له افغانستانه د شوروی ځواکونو د وتلو او هم د مجاهدینو د بریا ورځ چې د ثور اتمه کېږی هم په لازم ډول نه لمانځی.

دی وایی، د اسد د اته ویشتمې نېټې د نه لمانځلو یو لامل ښایی دا وی، چې موږ په دې ورځ له انګرېزانو ازادی اخیستې؛ خو اوس بېرته انګریزی ځواکونه په افغانستان کې مېشت دی او حکومت به یې ځکه هم پراخې لمانځنې ته زړه نه ښه کوی.
نوموړی زیاتوی، چې د اسد د اته ویشتمې د ویاړمنې ورځې په نه لمانځلو کې یوازې حکومت ګرم نه دی؛ بلکې په خلکو کې دا روحیه مړه او کمزورې ده او که خلکو غوښتی دغه ورځ ولمانځی نو په ښو مراسمو به یې لمانځلې وای.
دغه راز د ولسی جرګې غړې مېرمن وږمې ساپۍ ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې دا یوه پراهمیته. له ویاړ ډکه او مهمه ورځ ده.
هغه وایی، هر هېواد د خپلې خپلواکۍ او ازادۍ ورځ په ښو شاندارو مراسمو او رنګ رنګ پروګرامونو سره لمانځی؛ خو له بده مرغه چې په افغانستان کې د وروستیو نا امنیو، وروستو سیاستونو او وروستیو حکومتونو له امله دغه ورځ خورا پیکه شوې او د یوې ډېرې عادې ورځې په څېر چلن ورسره کېږی.
د نوموړې په وینا، له بده مرغه چې زموږ د خپلواکۍ په ورځ هم غمیزې را منځته کېږی، چاودنې کېږی، وژنې کېږی او وینې توییېږی چې دا ډېر د تاسف ځای دی.
مېرمن ساپۍ زیاته کړه، ګاونډی هېوادونه په ځانګړی ډول ایران او پاکستان د افغانستان ویاړمنې ورځې او په ځانګړی ډول د ازادۍ ورځې نشی زغملی او هغوی د دې ورځې په پیکه کولو او غمیزه کولو کې ونډه لری. د دې په خبره، چې القاعده هم په افغانستان کې نا امنی جوړوی او دا نا امنی د دغسې ورځو په لمانځلو هم پوره اغېز لری.
د ولسی جرګې یاده کړې په دې باور ده، چې د محمدظاهر شاه او سردار محمد داوود خان په واکمنیو کې به دغه ورځ په خاصو مراسمو، مېلو، جشنونو، کنسرتونو، د ځوانانو په ډولونو او اتڼونو، پوځی کتارونو او نورو ګڼو پروګرامونو په ترسراوی به لمانځل کېده؛ خو اوس یې لمانځل ډېر کمزوری دی. وږمه ساپۍ سره له دې چې وایی، په دې ورځ ویاړی او لا یې خوشالۍ د خلکو په زړونو کې شته، زیاتوی چې افغانان دې له دې ورځې زده کړه وکړی، په دې باید وپوهېږی، چې یو ازاد او خپلواک هېواد او خلک دی او هیچا ته دې اجازه نه ورکوی چې مستعمره یې کړی.
د دې په وینا، افغانان باید د دې ورځې په ویاړ خپله روحیه پیاوړې کړی، د پردیو مصلحتونو او سیاستونو ښکار نشی او په پوره جرئت دې په ټولو پرېکړه کوونکیو پړاوونو او پروګرامونو کې برخه واخلی؛ څو خپل برخلیک په خپله وټاکی.
تېره ورځ ولسمشر کرزی په ملی دفاع وزارت کې د ازادۍ او خپلواکۍ پر څلی د ګلو ګېډۍ په ایښودو سره دا ورځ ولمانځله، چې د کابینې غړو او یوشمېر بهرنیو دیپلوماتانو هم په کې برخه اخیستې وه.
د جمهوری ریاست په یوې خبرپاڼه کې راغلی ، چې په همدې مناسبت د یو شمیر هیوادونو مشرانو جمهور رییس حامد کرزی ته د مبارکۍ پیغامونه استولی دی. وروسته له هغې چې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د مجاهدینو د بریالیتوب د کلیزې پر مراسمو وسله واله حمله وشوه، له هغه راهیسی افغان حکومت دا ډول ملی ورځې په مختصر ډول لمانځی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.