د کندهار د امنیه قوماندان وضعیت د اندېښنې وړ دی

- ۰۸ سنبله ۱۳۹۱

په کندهار کې پر امنیې قوماندان په شوی ځانمرګی برید کې، پر امنیې قوماندان سربېره ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د والی ویاند جاوېد فیصل له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې دغه برید پرون شپه پر امنیې قوماندان له چاودېدونکیو توکیو نه بار له یوه موټر نه په ګټې اخیستنې تر سره شوی دی.
هغه وایی، چې په دې برید کې د کندهار امنیه قوماند مل پاسوال عبدالرازق سطحی ټپی شوی، چې مخ، غاړه او راسته لاس یې سوځېدلی او روغتیایی حالت یې د ډاډ وړ ګڼی.
خو په همدې حال کې د کندهار یو ازاد خبریال چې د نوم له اخیستو یې ډډه کړې ماندګار ته وویل، چې د کندهار د امنیه قوماندان وضعیت د اندېښنې وړ دی او دمګړۍ په پوځی روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د کندهار د والی ویاند وایی، چې په یاد برید کې څلور عام وګړی وژل شوی، د ښځو او لسو ماشومانو په ګډون په کې شل تنه نور ټپیان شوی دی.
فیصل د ماندګار ورځپاڼې د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه برید چېرته پلان شوی و او برید کوونکی له کومه ځایه راغلی و، وویل چې د دې برید په اړه به دا معلوم له وخت وړاندې وی؛ خو زیاته یې کړه، چې له دې وړاندې په کندهار کې ټول تر سره شوی بریدونه او چاودنې له پولې پورې خوا په پاکستان کې پلان شوی او د کوټې شورا له لوری رهبری شوی دی.
ښاغلی فیصل وویل، په دې اړه چې ولې د کندهار مشران ډېر د بریدونو موخه ګرځی وویل، چې کندهار وسله والو مخالفانو ته ډېر اهمیت لری، له کوټې شورا سره یو نیم ساعت فاصله لری، دغه ولایت د طالبانو د واکمنۍ پلازمېنه پاتې شوی، کندهار له پاکستان سره څلور سوه دېرش کیلومتره اوږده پوله لری او کندهار د طالبانو او کوټې شورا زېږنده ده، په همدې خاطر دلته د طالبانو بریدونه ډېر دی.
نوموړی زیاته کړه، چې د دې بریدونو پر وړاندې دوی هم پوره چمتووالی لری او د تلفاتو په کچه یې د لاسته راوړنو، کشفونو، د وسله والو د له منځه وړلو او مخنیوی فعالیتونه ډېر دی.
طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او ویلی یې دی، د برید موخه یې د کندهار امنیه قوماندان و، چې سخت ټپی شوی دی.
پر امنیه قومندان عبدالرازق په تېرو څو میاشتو کې دا دویم برید دی چې تر سره کېږی.
نوموړی د طالبانو پر خلاف په عملیاتو کې د کندهار په کچه مهم رول درلودلی او  تېر کال د محله جات په عملیاتو کې بریالی وبلل شو، له همدې امله د کندهار د امنیې قومندانۍ تر څنګ د سرحدی پولیسو د څلورمې لېوا قومانده هم پر غاړه لری. له دې وړاندې د کندهار پخوانی امنیه قوماندان خان محمدخان هم په ورته برید کې وژل شوی و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.