د خلکو له ګډون پرته ټاکنې ارزښت نه لری

گزارشگر:عرفان مومند - ۰۸ سنبله ۱۳۹۲

له څنګه چې ټاکنې د دېموکراسۍ د پلی کېدو مهم اصل دی دغه راز په ټاکنو کې د خلکو برخه اخیستل تر دې هم مهم او اړین دی.

په ټاکنو کې د خلکو د برخه نه اخیستو اندېنښنې له پیله موجودې وې او په دې اړه په وار وار مدنی ټولنو، سیاسی ګوندونو او خلکو خپلې اندېښنې په ډاګه کړی دی.
سره له دې چې د رایه ورکونې د کارتونو د وېش دویمه لړۍ پیل شوې، چې ټولې ولسوالۍ او ولایتونه تر پوښښ لاندې لری؛ داسې رپوټونه شته چې لا هم په ډېرو سیمو کې خلک د رایه ورکونې د کارت ویشلو مرکزونو ته لاسرسی نه لری او خلک له کارت اخیستو بې برخې دی.
په دې برخه کې څو ستونزې موجودې دی چې د خلکو د کارت اخیستو مخه نیسی.
لومړی دا چې د رایه ورکونې د کارتونو د وېش مرکزونه په داسې سیمو کې جوړ شوی، چې ټول خلک ورته لاسرسی نه لری او یا یې هم شمېر دومره لږ دی، چې ټول خلک نشی کولای کارتونه واخلی.
مثلاً د ولسوالۍ په مرکز کې د رایه ورکونې د کارتونو د وېش مرکز دی او خلک نشی کولای له لسګونه کیلومټرو لرې واټن نه په یوه کارت پسې ټوله کورنۍ د ولسوالۍ مرکز ته راولی، په داسې حال کې چې نا امنی هم شته، سړکونه خام او د خلکو اقتصادی وضعیت هم ښه نه دی.
دویم دا چې د نا امنۍ له امله په ډېرو سیمو کې د رایه ورکونې مرکزونه لازمو سیمو ته نه دی استول شوی. یا دا چې بېخی تړل شی او یا هم په داسې سیمو کې پرانستل شوی، چې ټول خلک نشی کولای ورته لاسرسی ولری.
درېیمه ستونزه په ټاکنو کې د ښځو نه ګډون دی چې په ډېری سیمو کې د ناوړه دودونو، نا امنۍ او ګڼو نورو ستونزو له امله چې ښایی ستره هغه یې د مرکزونو لرې والی وی، خلک کارتونه نه شی اخیستلی.
د خلکو لپاره تر اوسه لازم عامه پوهاوی نه دی تر سره شوی، د خلکو لپاره هېڅ ډول اسانتیا په پام کې نه ده نیول شوې او د خلکو ونډه تر اوسه خورا کمه ده.
په ځینو سیمو کې یوشمېر زورواکی او غیر مسووله وسله وال کسان هم د ټاکنو پر وړاندې ګواښ دی او خلک یې له وېرې نشی کولای د رایه ورکونې کارتونه تر لاسه کړی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر که څه هم چې په ټاکنو کې د ښځو ګډون خورا مهم بولی؛ خو زیاتوی چې تر اوسه د کارتونو په وېش کې د ښځو ونډه ډېره کمه ده.
د دې کمېسیون مشر محمدیوسف نورستانی ویلی، دوی هڅه کوی چې په ټاکنو کې د ښځو ګډون او ونډه زیاته کړی.
د هغه په خبره، چې د دې کار لپاره یې له آسیا فونډیشن او د بریتانیې له نړیوالې پراختیایی ادارې سره په ګډه د یوه پروګرام عملی کول په پام کې نیولی دی.
نوموړی زیاتوی، په انتخاباتو کې د ښځو له ګډون نه د کورنیو او بهرنیو ادارو ملاتړ کولی شی؛ د راتلونکو انتخاباتو د ښه مشروعیت لپاره مرسته وکړی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایه ورکونې د کارتونو د وېش په لومړی پړاو کې هم د خلکو او په ځانګړی ډول د ښځو ونډه خورا کمه بللې وه او ژمنه یې کړې وه، چې د رایه ورکونې د کارتونو د وېش په دویم پړاو کې به دې ستونزې ته جدی پام وکړی او د ښځو ګډون به زیات کړی.
د دې ګډون د زیاتولو لپاره په کار ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او حکومت په ګډه داسې پروګرامونه عملی او پلی کړی، چې وکولای شی خلک د خپلې رایې په ارزښت وپوهوی، عامه پوهاوی زیات کړی، خلکو ته د رایه ورکونې د کارتونو د اخیستلو او رایه ورکونې مرکزونه نېږدې جوړ کړی او یا داسې اسانتیا رامنځته کړی، چې هغوی وکولای شی په اسانۍ کارت واخلی او رایه ورکړی.
دغه راز مدنی ټولنې، ګوندونه، سیاسی جریانونه، اغېزمن مشران او شخصیتونه، دینی عالمان او ښوونکی دې په ټاکنیزو پروسو کې د خلکو د ګډون لپاره عامه پوهاوی پیل کړی، خپل پلویان او خلک دې وهڅوی چې په ټاکنو کې برخه واخلی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کولای شی له پورته یادو شویو ټولنو او خلکو نه په دې برخه کې اغېزمنه ګټه واخلی. له دوی سره دې ناستې وشی او دوی دې وهڅول شی چې د ټاکنو په اړه په جوماتونو، ښوونځیو، کلینیکونو او نورو هغو ځایونو کې چې خلک په کې راټولېږی ویناوې وکړی. دغه راز د کلی مشران په دې برخه کې اغېزمن رول تر سره کولای شی.
افغانستان یوه قومی ټولنه او په ډېرو سیمو کې اوس هم ملکان او خانان په کلیو کې له پوره اغېزمن نه برخمن دی، چې خلک یې خبرې ته غوږ ږدی. که چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له هغوی نه د ټاکنو په برخه کې مرسته وغواړی هم کولای شی خلک د کارت اخیستلو او رایه ورکولو ته وهڅوی او هم کولای شی چې د رایه ورکونې د مرکزونو امنیت هم پرې وساتی، ځکه دغسې سیمه ییز ملکان او خانان خورا مهم دی او په خلکو پوره تاثیر کولای شی.
په ټاکنو کې د خلکو برخه اخیستل نه یوازې د خلکو په ګټه ده بلکې د حکومت او سیاسی ګوندونو په ګټه هم ده. خلک به د خپلې خوښې وړ کس ته رایه ورکړی او سیاسی ګوندونه به د خپلو پلویانو ملاتړ تر لاسه کړی. دغه راز به د ټاکنو مشروعیت هم تضمین شی او بیا د مشروعیت په اړه هم پوښتنې نه رامنځته کېږی.
په ټوله کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون یو مهم او اړین امر دی، چې باید د ترسراوی او پلی کېدو لپاره یې ټول افغانان هڅې وکړی. که چېرې په ټاکنو کې خلک ګډون ونه کړی، رایه ورنه کړی، مشروعیت یې تضمین نشی نو نه یوازې له اوسنیو ستونزو نشو وتلی؛ بلکې له نویو او نورو ستونزو سره به مخ یو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.