د ټاکنیز امنیت په تامین کې د خلکو ونډه!

- ۱۲ سنبله ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې ټاکنې په رانېږدې کېدو دی، د ټاکنو د امنیت په اړه اندېښنو زور اخیستی دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلی، چې د رایه ورکونې د نیمایی مرکزونو د امنیت ستونزه جدی ده او ښایی له پوره امنیت برخمن نه وی.
دغه راز د حکومت سیاسی مخالفو ډلو هم په حکومت غږ کړی، چې د امنیت د تامین لپاره دې جدی اقدامات وکړی. هغوی وایی، حکومت مسوولیت لری، چې د ټاکنو لپاره امنیت تامین او خلکو ته دا زمینه برابره کړی، چې رایه ورکړی.
کورنیو چارو وزارت که څه هم چې له دې وړاندې د ۲۵۹ مرکزونو د تړل کېدو خبره کړې وه خو اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا شمېره خورا لوړه ښودلې ده.
له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوی، چې د کورنیو چارو وزارت لپاره ځکه نوی مشران ټاکل شوی، چې وضعیت ښه او امنیت تامین کړی.
افغانستان ځواکونه په داسې حال کې په یوازې سره د ټاکنو د امنیت لپاره چمتووالی نیسی، چې نه له پوره امکاناتو برخمن دی او نه هم له لازمې انګېزې او روزنې نه. له بلې خوا به په راتلونکی کال کې هغه مهال چې ټاکنې تر سره کېږی، نړیوال ځواکونه هم له افغان ځواکونو خپل ملاتړ حد اقل ته راکم کړی. ځکه بشپړ امینتی مسووولیتونه افغان لوری ته سپارل شوی دی.
له بلې خوا وسله والو طالبانو د خپلو بریدونو نهایی زور لګولی، څو له ژمی راتلو وړاندې نا امنی پراخه کړی او خپل پیغام نړیوالو ته ورسوی. دغه راز به تر وسې وسې هڅه وکړی، چې ټاکنې مختل او یا هم له خنډونو سره مخ کړی.
که چېرې ټاکنې مختل او یا هم له خنډونو سره مخ شی، نو ښکاره ده چې زیان به یې د هماغو سیمو خلک ووینی، چې طالبانو رایه ورکونې ته نه دی پرېښی او دا ګام به د ټاکنو پر پروسې هم اغېز وکړی.
نو په کار ده چې خلک د خپل رایې په ارزښت وپوهېږی. خلک باید له امنیتی ځواکونو سره مرستې او همکارۍ ډېرې کړی. کله چې خلک پرېکړه وکړی د هغوی پرېکړه هېڅوک نشی بدلولای او دا اوس په خلکو پورې اړه لری، چې د ټاکنو او په حقیقت کې د خپل برخلیک په اړه څه پرېکړه کوی؟
د خلکو ټول پرمختګ، له ستونزو خلاصون او ترقی هغه مهال شونې ده یا په بل عبارت هغه مهال خپلو ټولو هیلو ته رسېدای شی، چې په خلکو کې سیاسی پوهه زیاته شی. دوی هغه مهال دې هڅو ته رسېدای شی چې د خپلې رایې په ارزښت پوه شی، رایه یوه داسې چاته ورکړی، چې اهل یې وی. دغه راز باید دا وړتیا هم ترلاسه کړی، چې د ښه او بد نوماند تفکیک وکولای شی.
کله چې د رایې په ارزښت پوه شو نو حتمی ده چې خپله رایه به کاروی؛ خو د حکومت وسله والو مخالفان او ګاونډی هېوادونه نه غواړی، چې خلک دې خپله رایه وکاروی. دلته ده چې د امنیت د تامین لپاره اړتیا پیدا کېږی. نوی په پښو درېدونکی افغان ځواکونه په یوازې سره نشی کولای د ټاکنو امنیت ونیسی او یا خلکو ته د ارام، سوکاله او خوشاله ژوند زمینه برابره کړی؛ نو اړتیا ده چې خلک د خپل برخلیک د ساتلو او په خپله د ټاکلو لپاره یې له امنیتی ځواکونو سره مرسته وکړی. ټول ولسونه سره یو بل ته لاسونه ورکړی، په خپله سیمه کې وسله والو مخالفانو ته ځای ورنه کړی، د قومی تړو له لارې دې ژمنه وکړی، چې هیڅوک باید د وسله والو ملاتړ ونه کړی او ټول افغانان دې تر وسه وسه د ټاکنو د عادلانه او سراسری ترسره کېدو لپاره هڅې و کړی.
د ټاکنو لپاره د امنیت تامین یوازې د حکومت دنده نه ده، بلکې ټول افغانان تر خپلې وسې او په خپل ځای کې ځانګړی مسوولیتونه لری. د دې مسوولیتونو درک کول او ترسره کول کولای شی، د افغانانو، هېواد او زموږ د بچیانو راتلونکی خوندی کړی. که چېرې خلک د امنیت په تامین کې برخه وانخلی پایلې به یې ناوړه وی. ځکه وسله وال مخالفان به د هغوی د سیمو د نا امنه کولو هڅې وکړی. که چېرې خلک له وسله والو سره ودرېږی، هغوی ته په خپلو کورونو، کلیو او بانډو کې ځای ورکړی؛ نو ښکاره ده چې امنیتی ځواکونه به د امنیت په تامین کې پاتې راځی؛ خو که دا مرسته برعکس وی یانې له امنیتی ځواکونو سره وی او ولس د افغان حکومت او افغان امنیتی ځواکونو تر شاه ولاړ وی؛ په حقیقت کې یې خپل سرنوشت له لوبې کولو او ویجاړولو ژغورلی او خپل راتلونکی به یې په خپله ټاکلی وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.