احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





افغانستان د وسلو د ازمېښت مرکز نه دی

- ۱۶ سنبله ۱۳۹۲

برېټانوی رسنیو ویلی، چې برېټانیا په افغانستان کې په تېر کال کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر کړی او لسګونه توغندی یې توغولی دی.
برېټانوی رسنیو تېره ورځ د سپتمبر په شپږمه نېټه د هغه هېواد د دفاع وزارت شمېرې خپرې کړی، چې په کې ویل شوی، چې برېټانوی ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۰۸ کال په پرته په ۲۰۱۲ کال کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه دوه چنده ډېر کړی دی.
رسنیو د برتانیا د دفاع وزارت د یوه لوړ پوړی چارواکی له خوا خپرې شوې شمېرې یادې کړی، چې په کې ویل شوی چې په ۲۰۰۸ کال کې برتانیایی بې پیلوټه الوتکې پر افغان خاوره ۲۹۶ ځله کارېدلې دی.
د بریتا د رسنیو له لوری په خپرو شویو ارقامو کې ښکاری، چې برېټانیا په افغانستان کې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو په واسطه له ۲۰۰۸ کال نه وړاندې ۱۴ توغندی توغولی دی؛ خو په ۲۰۱۲ کال کې دغه ډرون په افغانستان کې ۸۹۲ ځله پرواز کړی او کابو ۹۲ توغندیز بریدونه یې کړی دی.

تر اوسه نه دی ویل شوی، چې د دغو بریدونو په لړ کې څومره کسان وژل شوی او وژل کسان څوک دی؟
د ولسمشر ویاند ایمل فیضی بی بی سی ته د دې شمېرو په اړه شک ښودلی او ویلی یې دی، که دا شمېرې سمې وی؛ نو برېټانوی لوړ پوړو چارواکیو ولسمشر کرزی ته کره حال نه دی ویلی.
ښاغلی فیضی زیاته کړې، چې د برتانیا دفاع وزیر او په افغانستان کې د برتانیایی ځواکونو جنرال له ولسمشر کرزی سره په لیدنه کې ویلی ول، چې د دوی بې پیلوټه الوتکې یوازې د څارګرو معلوماتو د ټولو لپاره الوتنې کړې دی چې هغه معلومت یې بیا له افغان امنیتی ځواکونو ته سپارلی.
ایمل فیضی ویلی، که په رښتیا دغه توغندی توغول شوی وی؛ نو دا عمل د دوه اړخیز تفاهم خلاف کار دی او افغانستان یې په کلکه غندی.
د روان کال د جون په میاشت کې د ډرون الوتکو د کارولو موضوع ولسمشر حامد کرزی، کابل ته د برېټانیا د دفاع وزیر د سفر پر مهال له هغه سره را پورته کړې وه.
کابل هغه مهال د هغو رپوټونو سپیناوی غوښت چې ګواکې برتانیایی عسکرو په افغانستان کې بې پیلوټه الوتکې کارولی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ هغه مهال ویلی ول، چې «برتانیا له افغانستان سره د بې پیلوټه الوتکو د کارولو په برخه کې کوم تړون نه لری او په دې حساب دوی باید دلته دغه وسیله ونه کاروی.»
افغان چارواکیو ویل، چې افغانستان د وسلو د ازمېښت مرکز نه دی او که څوک کومه نوې وسله بې له وار د مخه خبرداری کاروی نو دوی یې سپیناوی غواړی. دا لومړی ځل دی چې په افغانستان د کې د برېټانیا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبره را پورته کېږی. له دې وړاندې امریکایی ځواکونو له پولې پورې خوا پر قبایلو سیمو بې پیلوټه بریدونه کول.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.