مسـعود د اوسنی پېر اړتیا

گزارشگر:فریدون ځواک - ۱۷ سنبله ۱۳۹۲

د احمدشاه مسعود له شهادت دولس کاله اوړی. د رغونې، دېموکراسۍ او جګړې په تېرو دولسو کلونو کې تر بل هر وخت زیات د یوه داسې رهبر لکه مسعود اړتیا زیاته لیدل کېده.د جهاد او مقاومت د ستونزمنو کلنو تجربو په ډاګه کړې، چې په تېرو دولسو کلونو کې یوه مدبر، وړ او هر اړخیز رهبر اړتیا هغه څه وه، چې یوازې او یوازې د مسعود په شتون کې پوره کېدای شوه. موږ په تېرو ۱۲ کلونو کې له داسې ستونزو او ننګونو سره مخ و، چې یوه مدبر او په سیاست وارد مشر یې حل را ایستلی شو.

که مسعود د دېموکراسۍ، د بیان د ازادۍ، د پرمختګ او ترقۍ په نننی دور کې وای؛ ښایی اوسنۍ ستونزې ختمې وای او یا په بله مانا وضعیت به خورا جلا او بل ډول وای.
همدارنګه که اوسنی زمامدران او چارواکی د مسعود په څېر له عالی او لوړو اخلاقو برخمن وای؛ ښایی اوسنی شته فساد یا نه وای او یا به په خورا کمه کچه وای.
هغه په یو داسې زمان او وخت کې مبارزه کوله، چې نه افغانستان ته د نړۍوالو بې دریغه مرستې راتلې، نه افغانستان ته د ۴۸ هېوادونو پوځیان راغلی ول او نړۍ په دومره کچه چې له افغان دولت او ولسمشر کرزی نه ملاتړ کوی، په هغه وخت کې له افغانستان نه ملاتړ نه کاوه. دغه راز هغه مهال نه په افغانستان کې د پرمختګ او ترقۍ دور و، نه د بیان ازادی وه، نه د ملت رغونې، بیارغونې، پراختیا، سیاسی او اقتصادی ودې چارې ترسره کېدې او نه ورته زمینه برابره وه.
په هغه وخت کې که له یوې خوا جګړه روانه وه، له بلې خوا اوسنی فرصتونه او اسانتیاوې هم نه وې، مجاهدین له خورا ستونزو سره مخ ول، له یوې وړې او محدودې دایرې یې مبارزه پیل کړې وه. هغه مهال چې په افغانستان کې د ظلم او استبداد دوره وه.
احمدشاه مسعود پنځه کلن و، چې د پنجشېر د بازارک سیمه یې د زده کړو په موخه پرېښوده او کابل ته لاړ. په کابل کې په دو شاه شمېره ښوونځی کې شامل شو، لږ وخت وروسته یې پلار د هرات د ژاندارم او پولیسو د قوماندان په توګه هرات ولایت ته لاړ او احمدشاه مسعود دویم، درېیم او څلورم ټولګی د هرات په موافق ښوونځی کې سرته ورسول. د څلورم ټولګی پای نېږدې و، چې پلار یې له هراته کابل ته تبدیل شو.
په کابل ښار کې له دویم ځل استوګن کېدو سره مسعود د استقلال لېسې د تحصلیی بورسونو له کاندیدانو څخه و او کولای یې شول، چې د لوړو زده کړو لپاره فرانسې ته لاړ شی؛ خو په افغاسنتان کې پاتې کېدل یې ترې غوره وګڼل.
عسکری پوهنځۍ ته د هغه د ورتللو په پرېکړې سره د کورنۍ له سخت مخالفت سره مخ شو. معسود په ۱۳۵۱ کال کې د کانکور د ازموینې له لارې د کابل پولیتخنیک پوهنځۍ ته لاره وموندله. سره له دې چې په پیل کې یې له دې تحصیلی څانګې سره دومره مینه نه درلوده؛ خو وروسته یې تصمیم ونیوه چې په ښه مینه او حوصله خپلې لوړې زده ګړې پای ته ورسوی.
په دغه دوران کې په هر ځای کې د هېواد سیاسی بهیرونو ( ګوندونو ) خبرې وې. د کمونیستی ګوندونو نفوذ او په افغانستان کې د شوروی اتحاد لاسوهنه د خلکو د اندېښنې وړ ګرځېدلې وه. احمدشا معسود په ځیرکۍ سره د خپلو خلکو په زړونو کې د غم او خپګان تیارې او چپوالی درکاوه او نه یې شو کولای، چې د شوروی فرهنګی، پوځی، سیاسی او اقتصادی واکمنۍ او په واکمن کمونیستی نظام کې د کورنی فساد نندارې ته کېنی. هغه و چې پرېکړه یې وکړ او له خپلو یوشمېر یارانو سره یې هوډ وکړ، چې پر خپله خاوره د تېری، تیاره شپه څېرې او سپین سحر ته لاره وکړی.
د هغه د سیاسی هڅو پیل لا له هغه وخته دی، چې هغه د افغانستان د خلکو د مبارزو د تاریخ له وتلې څېرې انجینر حبیب الرحمن سره اشنا شو. انجینر حبیب الرحمن چې د افغانستان د اسلامی غورځنګ له مخکښانو څخه و او په دې غورځنګ کې یې د پوځی برخو مسوولیت پر غاړه درلود، له احمدشاه مسعود وغوښتل چې له خپل اوښی یا د خور له خاوند څخه په ګټې اخیستو سره چې جګړن محمدغوث نومېده او هغه په خپله د اسلامی غورځنګ په پوځی برخه کې کار کاوه او وروسته شهید شو، د هوایی ځواکونو د صاحب منصبانو په جلب او جذب کې هڅه وکړی؛ خو د محمداوود حکومت چې کمونستانو په کې ډېر واک او ونډه درلوده او د اسلامی غورځنګ د کارونو څارنه یې کوله، د دې بهیر په ټکولو یې لاس پورې کړ. لکه څنګه چې احمدشاه مسعود د محمدداوود د حکومت د امنیت او پولیسو د دستګاوو له خوا د څارنې وړ کسانو په لست کې نیول شو و، زده کړو پرېښودو او د خپلو دوستانو په کورنو کې پټېدو ته اړ شو او په یوه مناسب وخت کې وتوانېد چې ځان خپل پلرنی ټاټوبی پنجشېر ته ورسوی.
سره له دې چې لازمه وه هغه باید له عمومی لیدنو کتنو څخه پټ ژوند کړی وای؛ خو له سیاسی هڅو سره د مینې د هغه یوازیتوب او چوپ والی مخه ډب کړې وه.
د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ د ۲۶ له کودتا شپږ میاشتې وروسته انجینر حبیب الرحمن ونیول شو او اعدام شو. د هغه شهادت که څه هم چې د مسعود لپاره یوه ترخه او له غمه ډکه پېښه وه؛ خو د مبارزې د ادامې لپاره یې د هغه عزم او اراده پیاوړې کړه.
احمدشاه مسعود له خپلو همسنګرو، همفکرو او دوستانو سره د افکارو د تبادلې او د اړیکو د ټینګولو لپاره څو ځلې د کابل شمال او د شمالی بېلابېلو سیمو ته سفر وکړ. په همدې بهیر کې هغه د ۱۳۵۲ لمریز کال په ژمی کې په پټه کابل ته ولاړ څو د وروستی ځل لپاره خپله مور چې ناورغه وه ووینی.
وروسته د اسلامی غورځنګ د تکړه کارکوونکیو له جملې څخه د یوه په مرسته چې انجینر جان محمد نومېده او په پټه کابل ته راته څو د غورځنګ د داخلی غړو اړیکې د پېښو له لارښوونکیو او فعالانو سره تنظیم او ټینګې کړی، پاکستان ته لاړ.
د احمدشاه مسعود له ورتګ نه وړاندې د اسلامی بهیر له لارښوونکیو او فعالانو څخه د ګوتو په شمېر کسانو د برهان الدین ربانی او ګلبدین حکمتیار په ګډون د پاکستان حکومت ته پناه وړې وه. پاکستان چې د ډیورنډ د کرښې د مسالې په سر د محمدداوود خان له دولت سره اختلاف درلود، هغوی ته یې په خپله خاوره کې د اوسېدو اجازه ورکړه. د انجینر حبیب الرحمن له شهادت نه وروسته د عسکرۍ صاحب منصبانو د جلب، جذب او تنظیم دنده ګلبدین حکمتیار پرغاړه واخیسته. په دې منځ کې د حکمتیار اړیکې د پاکستان له پوځ او استخباراتو له سازمان ای اېس ای سره نېږدې کېدې او همدا مساله د اسلامی غورځنګ د یوشمېر غړو د نا خوښۍ او خپګان لامل شوه.
په دې حال کې ګلبدین حکمتیار په ۱۳۵۴ لمریز کال کې د محمدداوود د درژیم پر ضد یوه کودتایی طرحه وړاندې کړه. احمدشاه مسعود له دې سره چې پوځی پاڅون ته زمینه برابره نه بلله او پر کودتا یې باور نه درلود، خو په ټاکل شوی وخت له خپلو همسنګرو ملګرو سره هېواد ته راشتون شو او ویې کړای شول، چې د پنجشېر یوه ډېره برخه په خپل کنټرول کې راولی.
دا د دولت پر ضد د مسعود د وسله وال پاڅون لومړنۍ قوماندانی وه، چې په هغه کې یې ایله ۲۱ کاله عمر درلود. احمدشاه مسعود په تمه و، څو د حکمتیار له لوری د شوې ژمنې له پلان سره سم د کودتا خبر په کابل کې د ډله ییزو وسایلو له لارې خپور شی؛ خو د پروګارم طرحه او کړنه د ګلبدین حکمتیار له لوری له ماتې سره مخ شوه او هېڅکله په هغه نېټه کودتا ونه شوه. مسعود په شاتګ ته اړ شو؛ خو دا ماته د هغه د ډېرو دوستانو د شهادت لامل وګرځېده، مګر مسعود په اوسپنیزه اراده بیا پېښور ته لاړ، څو داځل د خپلو مبارزو لپاره په خپله نقشه جوړه کړی او خپلواکه پرېکړه وکړی.
د ۱۳۵۸ لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې ځواکمن پهلوان، ځوان او بې پروا سردار احمدشاه مسعود له خپلو څو تنو همسنګره ملګرو سره هېواد ته راستون او راغی، څو د تل لپاره د پنجشر د پیاوړې درې په تل کې خبله ستړیا نه منونکې مبارزه پیل او د هندوکش په څوکې کې یې د خپلې خپلواکۍ، عزتمندۍ او ویاړ چیغه پورته کړه.
په همدې کال کې و، چې هغه د پنجشېر د درې دولتی مرکزونه په خپله ولکه کې راوستل او د سالنګ لویه لار یې چې د هېواد شمال له پلازمېنې او سوېل سره نښلوی، بنده کړه، دولتی ځواکونه د درې په بیا نیولو سره بریالی او مسعود ماتې وخوړه او اړ شو چې له خپلو لږو ملګرو سره د پنجشېر د درې وروستی کلی پریان یانې د شمال د لوړو څوکو په لور شا تګ وکړی.
دا په جګړه کې د هغه لومړنۍ تېروتنه وه او وتوانېد چې له دې ډېرې لاسته راوړنې او تجربې حاصلې کړی.
مسعود د خبلې مبارزې او مقاومت د نوی پړاو په پیل کې د منظمو چریکی ډلو په جوړولو بوخت شو. د سیاسی او پوځی زده کړو پروګرامونو په مطالعې سره یې د وسله وال جهاد او مبارزې په ټولو پړاوونو کې ګام په ګام علمی طریقې سره پارتیزانی او غلچکی بریدونه او جګړه پیل کړه. هغسې جګړه چې دښمن یې له نیستۍ سره مخ او د احمدشاه مسعود پوځی نبوغ او نوښت یې په ټوله نړۍ کې خپور کړ.
د افغانستان د خاورې دغه زړور ځوان ډېر کلونه د خپلو رنځېدلو خلکو په څنګ کې په مبارزه بوخت و. له ټولو سوکالیو یې لاس اخیستی و او په خپلې سپر کړې پولادی سینې او پیاوړو اوسپنیزو مټو، ځلېدونکیی ځواکمن فکر او پیاوړی زړه سره یې مبارزه وکړه.
د هرې ورځې په تېرېدو سره هغه ډېر د خپلو خلکو په زړونو کې ځای مونده، خلکو به ورته د امر صاحب په نوم غږ کاوه، هسې امر چې د خلکو په روح او زړه یې حکومت کاوه. زړونه او روحونه د هغه په مینه ناکو کتلو پورې تړلی و. د هغه دکلکو او پیاوړو ګامونو انګازو له زړونو څخه غمونه او اندېښنې ټولولې.
احمدشاه مسعود د جهاد او مقاومت په ټولو دورو کې د خلکو ټولنیز ګډون، عمومی نظم او ټولنیزو خدمتونو ته خپل ټول پام اړولی و، د جهاد په لارښوونه او قوماندانۍ کې د هغه له حیرانوونکیو نوښتونو او پیاوړتیاوو څخه یوه، د وسله وال جهاد او مبارزې تر څنګ د ټولو چارو تنظیمول و. د همدې هدف لپاره یې د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې جلا جلا شورا ګانې جوړې کړې او د جګړې د ډګر تر شاه یې خلکو ته ټولنیز خدمتونه وړاندې کول، لکه د ښوونځیو، روغتیایی، کلینیکونو، سړکونو جوړولو، پلونو رغولو د ابوو رسولو، فرهنګی چارو، د سیمې د خلکو اداره کول او د امنیت تامینېدل یې له فکره نه و ایستلی او په بشپړ ډول د هېواد د بچیانو په فکر کې و.
د شوروی د اشغال په ټول وخت کې د شوروی او د خلق دیموکراتیک ګوند د حکومت ځواکونو لس بریدونه د پنجشر پردره تر سره شوی، ده بریدونه چې د پنجشېر د نیولو، د احمدشاه مسعود او د هغه د ځواکونو د له منځه وړلو لپاره طرحه کېدل، د یوه منظم مقاومت او د مسعود د دقیقې او له نوښت نه ډکو لارښوونو له امله به له ماتې سره مخ کېدل او د هرې ورځې په تېرېدو سره به د نړۍ په کچه د مسعود پېژندګلوی زیاتېده.
د ۱۳۶۱ کال په ژمی کې احمدشاه مسعود د روسانو د یوه اوربند له وړاندیز سره مخ شو، چې له څېړنې او لازمو سلا مشورو وروسته یې هغه ومانه او په دغه وخت کې چې هغه نېږدې دوه کاله اوږد شو، د مجاهدینو تشکیل جوړونې، همغږۍ او جهادی مرکزونو د پیاوړی کېدو او هغوی ته د رسېدو فرصت په لاس ورغی. په ۱۳۶۲ کال کې یې د نظار شورا په جوړښت او د ولایتونو د جهادی قوماندانو او مسوولو کسانو تر منځ د غونډو او مشورو د سیستم د بنسټ په ایښودلو سره د خپل فکر نبوغ، ځلانده، لارښوونه او ادراه کول، نندارې ته وړاندې کړل. په پای کې د دې مبارک ایت له فرمودې سره سم چې فرمایی: (( ان الباطل کانه زهوقا)) د شوروی ستر ځواک هم ټوټې ټوټې او له افغانستانه د خپلو وسله والو ځواکونو ایستلو ته اړ کړای شو او احمدشاه مسعود ته د نړۍ د خبری رسنیو له خوا د سړې جګړې د اتلولۍ لقب ور په برخه شو.
بیا د ډاکټر نجیب الله د کمونیستی حکومت له ماتې وروسته کله چې مجاهدین کابل ته ننوتل او مسعود د خلکو د یوې نه بېلېدونکې ټوټې په توګه باید په په یوه بل ډول د هغوی تر څنګ ولاړ وای، د ټولو جهادی لارښوونکیو په ګډ نظر هغه د دفاع د وزیر او په کابل کې د امنیت د کمېسیون د رییس په توګه د خپل ویاړلی ژوند د ځلاندو خدمتونو بل پړاو پیل کړ.
د احمدشاه مسعود د نوم ځلېدلو او د هغه ورځ په ورځ زیاتېدونکی محبوبیت، د هغه پخوانی رقیب ګلبدین حکمتیار را پاراوه او له بلې خوا د احمدشاه مسعود په لاس د خلک د دېموکراتیک ګوند ړنګېدل د پاکستان د پوځی استخباراتو لپاره، چې ګلبدین حکمتیار یې د مجاهدینو دولت د لارښود په توګه په پام کې نیولی و، دروند تمامېده. نو له همدې امله حکمتیار د پاکستان د پوځیانو او یوشمېر نورو غولیدلو اشخاصو په ملاتړ د حکومت او واکمنۍ په مینه د سرغړونې او له مسعود سره د مقابلې او جګړې غږ پورته کړ او ټول افغانستان یو ځل بیا جګړې پسې واخیست.
احمدشاه مسعود چې نه یې غوښتل تر دې زیات د خپلې خاورې د ماشومانو خوب نا ارامه ووینی، په خپل خاص عظمت یې له مخالفینو سره د خبرو اترو دروازه پرانیسته او دېته چمتو و، چې د سولې او اوربند لپاره د هغوی ټول شرطونه ومنی. تر دې چې د ملی دفاع له وزارته هم ګوښه شو؛ خو د مخالفانو د قهر لمبې په هېواد کې د جګړو د اور د لمبو غرغنډو او د خلکو دکورنیو له ورانېدو او د هغوی د پاکو وینو له تویېدو پرته په بل څه نه سړېدې او دا څومره سوځېدونکې لمبې چې په هېواد کې بلې شوې، په اصل کې زموږ هېواد بدن د تورفکره اشنایانو له لاسه ټپی و.
د احمدشاه مسعود خنډونه او ستونزې د مجاهدینو له دولت او پلازمېنې څخه د دفاع په کلونو کې یوازې د حکمتیار ځواکونو سره جګړه نه وه، بلکې په داسې حال کې چې د مجاهدینو ډېرو ګوندونو په دولت او سیاسی واکمنۍ کې ګډون درلود، د دولت او مرکز د دفاع په اړه یې د مسوولیت احساس نه کاوه.
پر کابل د حکمتیار برید، په ښار کې د جګړې دوام او د توغندیو د ورېدو له امله، دولتی نظام او ثبات له منځه لاړ، چې په پایله کې یې د خلکو د ژوند او د مجاهدینو د حاکمیت په ټولو اړخونو ډېره ناوړه اغېزه وکړه.
د مجاهدینو د حکومت دوره پوره څلور کلونه او پنځه میاشتې له ترخو یادونو سره اوږده شوه چې دا د دښمن لپاره وړ او مناسب وخت و، څو په ښه خوی او له خندا ډکه خوله د وخت او زمان په لیدلو سره نوی اجیران ځانته ومومی. ټپی او رنځور افغانستان بیا په لویو شیطانی نقشو کې ښکېل کړی.
د نویو زېږېدلو طالبانو په لاس د کابل ښار په نیولو سره مسعود بیا خپل ټاټوبی ته ولاړ او دا هغه وخت و، چې بشپړه ستړیا او نهیلی په خلکو زور شوې وه. هغه په رسا غږ وویل: (( په خدای مې دې سوګند وی، که چېرې ماته په دې خاوره کې زما د خولې هومره ځای پاتې وی، دلته به یم او مقاومت به کوم.))
د هغه د همدې جملې په ویلو سره د مقاومت د ونې په تنه کې پنډکی راشنه شول او له دې لارې یې د خپلې خاورې غښتلیو بچیانو ته نوې هیلې وبښلې، هغه په خپله زړه کې درانه دردونه او قهرجن ګوزارونه خوندی کول او په رڼو او له اغېزه ډکو سترګو یې زړونو ته روښنایی او تودوخه ورکوله.
احمدشاه مسعود د خپل ارزښتناک ژوند په بهیر کې یو ځل بیا د خپل پاک وینځل شی او له بدیو څخه د پاک شوی زړه او لوړ فکر له تله د طالبانو پر ضد مقاومت پیل کړ.
هغه په دې عقیده و، چې پردی له هر ځایه او په هره پلمه چې راغلی وی، ښمن دی او په کار ده چې ریښه یې و ایستل شی. له همد امله و چې پنځه پرلپسې کلونه یې په خپل ټول توان، فکری او عملی ځواک سره د طالبانو پر وړاندې ودرېده او مقابله یې ورسره وکړه.
د ۱۳۸۰ لمریز کال د وری په شپاړسمه نېټه یې د اروپایی اتحادیې د ټولنې په بلنه فرانسې ته سفر وکړ او په دې تاریخی سفر کې یې نړیوال د ترورېزم له مرګونی ګواښونو څخه خبر کړل. پر طالبانو، ترهګرو ډلو او په افغانستان کې د پاکستان پر ستراتېژیو او طرحو یې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې دا پدیده به نه یوازې افغانستان لاندې کړی، بلکې ټوله نړۍ به وسوځوی.
دا سفر د دې سبب شو، چې د احمدشاه مسعود د شخصیت بې ساری او نه تکرارېدونکې اړخونه را څرګند شی.
خو په خواشینۍ سره باید ووایو، مخکې له دې چې د هغه فریاد د نړیوالو غوږونو ته ورسېږی او د هغوی سترګې د حقایقو لیدو ته خلاصې کړی، هغه تر برید لاندې راغی.
د ۱۳۸۰ لمریز کال د تلې په ۱۸ مه د وخت بوږنوونکی خبر تر غوږونو ورسېد. د هغه له شهادت پوره دوه ورځې وروسته د سپټامبر په یوولسمه نېټه ایله نړۍ په هوښ راغله او د هغه د غږ ازانګې یې په ځان لمس کړې.
هغه خپل ځان قربان کړ، څو له ساړه ژمی وروسته کرار کرار پسرلی خپله پښه د هغه په ستړې خاوره کېږدی. احمدشاه مسعود لاړ خو یاد یې د هرې ورځې په تېرېدو سره د لمر په څېر د ده د خاورې د افق په غاړو کې ځلېږی.
هغه په تلپاتی رمز پوهېده، د یوسف ع په وینو د لړل شوی کمېس خوشبو یې پېژندله او د موسی ع له نورانیت نه د مالا مال فلم په داستان پوهېده. هغه پوهېده چې یو ماشوم په زانګو کې خبرې کوی او مسیح ترې جوړېږی.
موږ هم پوهېږو، چې د احمدشاه مسعود وینه هېڅکله پر ځمکه ونه څڅېده، بلکې څو څو زره واره ووېشل شوه او د دې خاورې د قدر پېژندونکیو زامنو په رګونو کې وځغلېده، هغه زامن چې د احمدشاه مسعود د زړورتیا تصویر به زموږ په تلپاتی تاریخ کې زموږ د هېواد د دښتو سینګاروونکی وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.