د ټاکنو ترسره کېدل د دېموکراسۍ د دوام په مانا ده

- ۲۵ سنبله ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې افغانستان ورو ورو ټاکنو ته نېږدې کېږی، او یوشمېر کسان د ټاکنو نه ترسراوی غواړی، د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی وایی، په هر ډول حالاتو کې باید ټاکنې تر سره شی.
د سیاسی چارو شننونکی وایی، چې د ټاکنو په ترسراوی کې د ملی اجنډا په نوم پیل شوی پروګرام خورا غېزمن او ګټور ثابتېدای شی او د ټاکنو په ترسراوی ټینګار کوی.
د سیاسی چارو شننونکی عبدالحمید مبارز ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د ټاکنو ترسره کېدل په هېواد کې د دېموکراسۍ د دوام په مانا ده.
هغه وایی، دا څلورم ځل دی چې افغانان دېموکراسی تجربه کوی؛ خو هر ځل د نا معلومو دلایلو له مخې یې پای ته نشی رسولای.
د ده په خبره، هېڅ شی مانع نشی کېدای چې د ټاکنو مخه ونیسی، ځکه په افغانستان کې جګړه نشته بلکې د امنیت اخلال شتون لری.
ښاغلی مبارز زیاتوی، د ټاکنو په برخه کې د ملی اجنډا رول خورا مهم دی، ځکه ملی اجنډا د ټاکنو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوی، حقایق خلکو ته رسوی، له ازادو، رڼو او عادلانه ټاکنو دفاع کوی.
دی وایی، د رڼو ازادو او عادلانه ټاکنو د ترسراوی لپاره ملی اجنډا هڅې کوی، ملی اجنډا په هېڅ اېتلاف پورې اړه نه لری بلکې یوازې غواړی ټاکنې تر سره شی.
د دغه سیاسی شنناند په خبره، دوی غواړی چې په افغانستان کې دېموکراسی دوام وکړی، خلک باید خبر شی او د دې هدف لپاره به د ملی اجنډا کنفرانسونه دوام وکړی او نورو ولایتونو ته به هم وغځېږی، تر هغې چې ټول خلک خبر شی او له خپلو حقونو دفاع وکړی.
همدارنګه لیکوال او خبریال مجیب الرحمن ساپی وایی، چې ملی اجنډا کولای شی په ټاکنو کې د خلکو د برخه اخیستو په برخه کې اغېزمن تمام شی.
هغه زیاتوی، هر څوک چې د ټاکنو په برخه کې د عامه پوهاوی او په ټاکنو کې د برخه اخیستو لپاره د خلکو د هڅولو لپاره کار کوی، پایله یې مثبته او د ولس له هرکلی سره مخ کېږی.
د ده په وینا، که ملی اجنډا په بې طرف ډول د ټاکنو ترسره کېدل وغواړی او ټول خلک او سیاسی ځواکونه په ټاکنو کې برخه اخیستو ته وهڅوی، دا به د ټاکنو له شفافیت او مشروعیت سره مرسته وکړی.
ښاغلی ساپی زیاتوی، هغه کسان چې په افغانستان کې د ټاکنو نه ترسره کېدل غواړی، په حقیقت کې د ولس په حقونو سترګې پټوی او د دېموکراسۍ اصول تر پښو لاندې کوی.
نوموړی په دې باور دی چې ټاکنې له ستونزو د خلاصون یوازینۍ لاره ده.
د یادونې وړ ده، چې یوشمېر کسانو او ډلو د کندهار د والی او د ولسی جرګې د یوشمېر غړو په ګډون څو څو وارې د ټاکنو د ځنډېدو غوښتنه کړې. هغوی وایی ټاکنې په اوسنی حالاتو کې د ترسره کېدو نه دی.
دوی دغه راز څه وخت وړاندې په کابل کې د یوې غونډې پرمهال ویلی ول، چې ټاکنې دې تر ۲۰۱۸ کاله پورې وځنډول شی.
که څه هم چې ولسمشر کرزی د ټاکنو د ترسراوی ټینګار کړی؛ خو د حکومت سیاسی مخالفان تور لګوی، چې ارګ نه غواړی ټاکنې تر سره شی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ویلی چې تر دې دمه د ولسمشرۍ او ولایتی شورا ګانو لپاره د نوماندۍ د معلوماتو بستې ګڼو کسانو اخیستی او له دې لړۍ یې خوښی ښودلې ده.
خو د امنیت په اړه لا هم ډاډمن نه دی او وایی، چې یوشمېر مرکزونه به د ټاکنو په ورځ تړلی وی او ځینې هغه سیمې چې نا امنه دی له ټاکنو پاتې شی. خو د حکومت مخالفو سیاسی مشرانو په حکومت غږ کړی، چې د راتلونکیو ټاکنو لپاره دې د امنیت د تامین غم وخوری او په ټاکنو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.