سیاسی شنناندی: ولسمشر خپل نوماند ته د چین او روسیې ملاتړ خپلوی

- ۰۲ میزان ۱۳۹۲

وروسته له هغې چې د ولسمشر کرزی او روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین تر منځ په لیدنه کې ولسمشر کرزی د خپل نوماند یادونه کړې وه، دا ځل ولسمشر کرزی چین ته په سفر روان دی. د سیاسی چارو شنناندی وایی، چې ولسمشر کرزی غواړی په راتلونکیو ټاکنو له خپل نوماند نه د چین، روسیې، ایران او پاکستان هېوادونو ملاتړ خپل کړی.
ولسمشر کرزی نن له یوه کلن ځنډ وروسته چین ته په یوه څلور ورځنی سفر ځی. که څه هم چې د سفر اجنډا یې لا پوره روښانه نه ده؛ خو ولسمشر هڅه کوی، د ځواکمنو هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړی.
د سیاسی چارو شننونکی جاوېد کوهستانی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، دا مهمه ده چې ولې ولسمشر کرزی د ملګرو ملتونو په عمومی کلنۍ غونډه کې برخه وانخیسته، چې د نړۍ اکثریت مشران ورته راځی او په مهم کلیدی سیمه ییزو او نړۍ والو مسایلو په کې بحثونه کېږی.
هغه وایی، ښایی د دې کار لامل ښایی د ولسمشر کرزی د واک پای ته رسېدل وی.
نوموړی دې غونډې ته د زلمی رسول د استولو په اړه زیاته کړه، دا چې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول د ولسمشر کرزی د ځایناستی او په راتلونکیو ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره د ولسمشر ملاتړ خپل کړی؛ نو ښایی دې غونډې ته د هغه ورتګ هغو کسانو ته یو پیغام وی چې له ولسمشره ملاتړ کوی.
ده چین ته د ولسمشر کرزی سفر ته په اشارې وویل، دا چې افغانستان له امریکا سره د امنیتی تړون پر سر خبرې او بحثونه پیل کړی، په افغانستان کې د امریکا د حضور او پوځی اډو په اړه یوشمېر سیمه ییز او ګاونډی هېوادونه لکه، چین روسیه، پاکستان او ایران علاقمندی نه لری، ورته د شک په سترګه ګوری او ورسره مخالفت کوی.

ښاغلی کوهستانی وویل، دا چې امریکا او چین سره اختلاف لری او ولسمشر کرزی د دې لپاره چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره او یا هم د خپل نوماند د ملاتړ جلبولو لپاره د امریکا پر وړاندې چین ځی.
نوموړی زیاتوی، ولسمشر کرزی غواړی په راتلونکیو ټاکنو کې د خپلې خوښې وړ نوماند ته د چین، روسیې، ایران او پاکستان ملاتړ خپل کړی او هم له امریکا سره د امنیتی تړون پر سر ورسره په یوه ډول مشورې تر سره کړی.
د سیاسی چارو د ده شنناند په خبره، له بده مرغه یوشمېر هغه ګاونډی هېواونه چې له اقتصادی او پوځی پلوه کوچنی دی تل په افغانستان کې ستر دریځ لری او حضور یې رسنیو ته محسوس دی؛ خو چین د ولسمشر کرزی د دولت په ګډون د افغانستان له مشرانو او رهبرانو سره نېږدې او قوی اړیکې لری، په افغانستان کې سترې اقتصادی پروژې لری او په سترو پروژو د پانګونې لپاره لکه د مس عینک او نورې، لېواله دی.
هغه وایی، سره له دې چې په افغانستان کې د چین رول خلکو ته ډېر محسوس او روښانه نه دی خو دی په افغانستان کې د چین غیر محسوس رول ډېر پیاوړی بولی.
ښاغلی جاوېد کوهستانی زیاتوی، چین د نړۍ دویم ستر اقتصادی هېواد دی، له افغان سوداګرو سره پیاوړې اړیکې لری، افغانستان ته چینایی کالایی را واردېږی او په ټوله کې چین له افغانستان له اقتصادی پلوه ښې ژورې اړیکې لری.
د ده په باور، چین سره له دې چې د شانګهای تړون یو ځواکمن غړی دی، له پاکستان سره هم نېږدې او ژورې پوځی او اقتصادی اړیکې لری، نو له همدې امله په افغانستان کې ستر رول لوبولی شی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د ملګرو ملتونو عمومی غونډې ته چې د نړۍ ګڼ مشران ورته ورځی په کار وه چې ولسمشر حامد کرزی هم ورغلی وای.
هغه وایی، دا چې چین له امریکا سره ښې اړیکې نه لری نو ولسمشر کرزی غواړی له دې سفر نه پر امریکا د امنیتی تړون لپاره د فشار په توګه ګټه واخلی.
د نوموړی په وینا، په اوسنی وخت کې چین ته د ولسمشر کرزی سفر مناسب نه و، پکار وه چې لومړی د ملګرو ملتونو عمومی غونډې ته تللی وی او له دې غونډې وروسته یې چین ته سفر کړی وای.
ښاغلی بشر په دې باور دی، دا چې څه وخت وړاندې یو چینایی پلاوی کابل ته راغلی و او له افغانستان سره یې اقتصادی مرستو ته لېوالتیا ښودلې وه؛ نو ولسمشر به په دې سفر کې له چینایی لوری سره په امنیتی او اقتصادی مسایلو هم خبرې اترې وکړی.
هغه وایی، ولسمشر د ملګرو ملتونو غونډې ته د زلمی رسول او چین ته د خپل سفر په برخه کې له بیړې کار اخیستی دی.
نوموړی زیاتوی، چین هېڅکله په افغانستان کې د امریکا ځای نشی نیولی؛ د سولې په برخه کې چین تل له افغانستان نه خپل ملاتړ اعلان کړی خو عملی ښکېلتیا نه غواړی او په کار ده چې لومړی له امریکا سره ستراتېژیک امنیتی تړون لاسلیک شوی وای.
استاد فاروق بشر وویل، ولسمشر غواړی چې له چین، روسیې او نورو سیمه ییزو هېوادونو نه قناعت او ملاتړ خپل کړی او هم دا ډاډ تر لاسه کړی چې له افغانستان نه په پوځی او اقتصادی ملاتړ سره پرېنږدی چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځالې بدل شی او نه هم ورته د ګاونډیانو له لوری ګواښ پېښ شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.