پر مولانا فضل الرحمن باور به لویه تېروتنه وی

- ۲۶ میزان ۱۳۹۲

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وایی، د طالبانو له ګډون پرته د سولې هر ډول خبرې بې پایلې دی او په افغانستان کې بیا واک ته د طالبانو د رسېدو لپاره یې زړونه تپیېږی.
هغه چې په اسلام اباد کې یې یوې خبری غونډې ته، کابل ته د خپل دری ورځنی سفر لاسته راوړنې بیانولې وویل، سره له دې چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ډېرې فداکارۍ ورکړی؛ خو لا یې هم په دې هېواد کې خپل ځایګی نه دی پیدا کړی.
نوموړی ویلی، تر ۲۰۰۱ کاله پورې چې طالبان په افغانستان کې واکمن ول، افغانستان د پاکستان ملاتړی هېواد و خو له هغې وروسته د پاکستان ځای هند ونیوه.
مولانا فضل الرحمن ویلی، چې د افغانستان ستونزه یوازې او یوازې د مذاکرو او د ټولو اړخونو تر منځ د اجماع له لارې حلېدای شی او له همدې امله یې ګوند له طالبانو سره د امریکا د خبرو اترو ملاتړ کوی.
ده ویلی، کابل ته یې په سفر طالبان ځکه ناراضه نه دی چې د دوی زړونه طالبانو ته تپېږی او هم نه غواړی چې بهرنیان د سیمې په چارو کې لاسوهنه وکړی.
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې په وروستی ځل یې کله له طالب مشر ملاعمر سره کتلی وویل، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په کندهار کتلی او له هغې وروسته ورسره هېڅ اړیکې نه لری.
مولانا فضل الرحمن په داسې مهال پر کابل د طالبانو د واکمنۍ لپاره خوبونه وینی چې تازه له کابله ستون شوی دی. له دې وړاندې مولانا سمیع الحق هم ویلی ول، چې یوازې د طالبانو بېرته واک ته رسول ستونزې حلولی شی.
خو پوښتنه دا را پیدا کېږی، چې ایا رښتیا هم مولانا کابل ته یوازې د سولې د خبرو اترو لپاره تللی و؟ او که د سولې خبرې یې غوښتې نو دې ډول څرګندونو ته اړتیا وه څه وه؟
د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې باید وویل شی، چې ښاغلی فضل الرحمن کابل ته د سولې لپاره نه و راغلی بلکې د هغې اجنډا موخې یې تعقیبولې چې له ځانه سره یې راوړې وه. په دې اجنډا کې د ټاکنو، د امنیتی تړون او ځینې نورې مسالې شامل وې.
له دې وړاندې په وار وار ولسمشر کرزی له نوموړی نه د سولې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه خو هغه ورته لبیک نه و ویلی. اوس په داسې نازک وخت کې چې له یوې خوا کابل د سولې پروسه له لومړیتوبه غورځولې او ځای یې ټاکنو نیولی او له بلې خوا له امریکا سره پر امنیتی تړون خبرې نهایی کېدونکی دی، کابل ته د مولانا سفر د یولړ اندېښنو او شخصی منافعو د پاللو پایله ده. هغه له ولسمشر کرزی سره د امنیتی تړون په اړه د پاکستان اندېښنې له ولسمشر سره شریکې کړې، دغه ډول یې په راتلونکیو ټاکنو له ولسمشر کرزی سره خبرې وکړې او خپله دا اندېښنه چې ګویا هند به په افغانستان کې نور هم نفوذ پراخ کړی له ولسمشر سره شریکه کړه.

مولانا فضل الرحمن په ډاګه دا ویلی، چې په افغانستان کې د پاکستان اوسنۍ ونډه د منلو نه ده او باید د هند په پرتله د پاکستان د نفوذ ساحه پراخه او ونډه یې زیاته شی.
له بلې خوا مولانا هڅه وکړه چې د دې سفر له لارې هم خپلې شخصی او د پاکستان ګټې خوندی کړی او هم طالبان له ځانه خوښ کړی.
پاکستان او په ځانګړی ډول مولانا سمیع الحق او مولانا فضل الرحمن په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره رښتینی مرسته نه ده کړې او تل یې په افغانستان کې په جګړه زور راوړی دی. مګر له بده مرغه چې افغان حکومت له پاکستان او د پاکستان له دې دینی عالمانو نه درست شناخت پیدا نه کړ او تل یې په ژمنو تېروتل.
اوس هم اندېښنه دا ده چې حکومت د مولانا په تشو خبرو تېر نه وځی؛ ځکه د ده په خبرو باور به ځانته د شګو د بند تړلو په مانا وی. پاکستان اوس له دې له کاره لوېدلې مهرې نه په ګټنې سره غواړی، چې افغان حکومت اغفال او وخت ضایع کړی. خو که د ده دا څرګندونې رښتیا وی، چې وایی، د پاکستان دیپلوماتیکې دستګاه په اتو کالو کې دومره لاسته راوړنې نه درلودې، لکه ما چې کابل ته په خپل درې ورځنی سفر کې درلودې. نو افغان حکومت بیا تېروتی او په کار ده چې په خپلو دې ژمنو له سره غور وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.