د عالمانو سراسری شورا: د طالبانو وروستۍ برید د اسلام بدنامولو لپاره وه

- ۰۳ عقرب ۱۳۹۲

د افغانستان د عالمانو شورا: په جوماتونو، هدیرو، جنازو او پرعامو خلکو برید د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو له مخې ناروا او حرام عمل دی.
د افغانستان د عالمانو د سراسری شورا مصوبه د دغې شورا د غړی مولوی شهزاده شاهد لخوا ولوستل شوه چې په ځینو برخوکې یې راغلی دی.
د عالمانو شورا، د لوی اختر په ورځ د لوګر ولایت د مرکز د لوی جومات پر لمونځ کوونکو هغه نا ځوان مردانه برید چې د لوګر د والی ارسلاجمال د شهادت او یو شمېر نورو مسلمانانو د ټپی کېدلو سبب شو او په دغه جنایت سره یې د قرآنکریم سپکاوی او بې حرمتی وکړه او د الله ج د عظیم او مبارک کتاب څخه یې د خپلو شومو هدفونو د ترسره کولو لپاره ناوړه استفاده وکړه، غیر اسلامی او غیر انسانی عمل ګڼی.
د عالمانو شورا، په جوماتونو، هدیرو، جنازو، جرګو او د عامو خلکو د راټولیدو پر مرکزونو باندې برید د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو له مخې ناروا او حرام عمل او موخه یې د اسلام بدنامول بولی.

د عالمانوسراسری شورا، په کابل کې د یو زیات شمېر اسلامی هېوادونو د جیدو او مشهورو علماوو د نړیوال کنفرانس هغه پریکړه لیک تائیدوی چې په هغه کې راغلی دی» افغانستان یو خپلواک اسلامی هېواد او د اسلامی امت یوه نه بېلدونکې برخه ده، دینی شعایر پکې جاری دی، قانونی او مشروع حکومت لری، نو شرعا د داسې یو نظام پر وړاندې جنګېدل او قیام کول جواز نه لری.»
دعالمانو شورا، په کابل کې له امریکې سره د امنیتی سند په اړه له جوړیدونکې لویې جرګې څخه خپل ملاتړ اعلانوی او په اسلام کې شورا یو اصل ګڼی او په دې باندې ټینګار کوی چې د جرګو جوړول بې ګټې نه دی، او تمه لری چې له دغې جرګې څخه هغه څه را و وځی چې د اسلام او زموږ د مسلمان ملت په خیر او ښیګڼه تمام شی.
حامدکرزی د علماوو د سراسری شورا له مصوبې څخه خوښی څرګنده کړه، وې ویل: ستاسو په دغه مصوبه کې د افغانستان د ملت لپاره د خیر، سولې او ولسواکۍ مهم پیغامونه نغښتی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.