د نصیر الدین په وژنې سره روښانه شوه چې ټول ترهګر په پاکستان کې دی

گزارشگر:21 عقرب 1392 - ۲۰ عقرب ۱۳۹۲

mandegarپه داسې حال کې چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د حقانی شبکې یو لوړ پوړی غړی او د دې شبکې د بنسټګر جلال الدین حقانی زوی په یوه وسله وال برید کې وژل شوی، د سیاسی چارو شننونکی وایی، چې د نصیر الدین حقانی وژل به د دې شبکې پرمالی فعالیتونو اغېز وکړی.
دغه شنناندی دا هم وایی، چې نوموړی د پیسو لپاره وژل شوی او وژنه یې سیاسی انګېزه نه لری.
د سیاسی چارو شننونکی احمد سعیدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د نصیر الدین حقانی وژنه د سیاسی وژنې پر ځای تر ډېره اقتصادی وژنه ده او نوموړی د پیسو لپاره وژل شوی دی.
هغه وایی، د نصیر الدین مور عربه ده، چې د حقانی شبکې مالی مسوول و او په اسلام اباد کې یې ډېرې پیسې چې ډالر او یورو ول له ځانه سره درلودل او د همدې پیسو لپاره ووژل شو.
د ده په وینا، د نوموړی او خپله جلال الدین حقانی کورونه د اسلام اباد په منګله سیمه کې د ای اېس ای له دفتر سره نېږدې و او دی همدلته تر برید لاندې راغلی دی.
ښاغلی سعیدی زیاتوی، چې د نوموړی وژل به پر حقانی شبکې له مالی پلوه اغېز وکړی او له ستونزو سره به یې مخ کړی، ځکه نوموړی دې شبکې ته ډېرې مالی مرستې ټولولې.

دغه راز د سیاسی چارو شننونکی محمد امین فرهنګ ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې په اسلام اباد کې د اسامه بن لادن او نصیر الدین حقانی وژلو وښوده چې د ترهګرۍ مشران او رهبران په پاکستان کې دی په ځانګړی ډول پاکستانیو چارواکیو ته نېږدې په اسلام کې.
هغه زیاتوی،په کار ده چې موږ له نورو سره خپل سیاست همږی کړو، څو افغانستان په امن کړو.
د ده په خبره، دا چې وسله وال په پاکستان کې څه کوی او په نورو سیمو کې ولې شته دا مهمه نه ده، بلکې مهمه دا ده چې څنګه کولای شو خپل هېواد په امن کړو.
تېره ورځ د حقانی شبکې یو قومندان نصیرالدین حقانی په یوه برید کې په اسلام اباد کې د خپل کور مخې ته ووژل شو.
نصیر الدین حقانی له دېرشو کلونو زیات عمر درلود، چې د جلال الدین حقانی زوی او د حقانی شبکې د اوسنی مشر سراج الدین حقانی ورور دی.
نصیرالدین حقانی د دغې شبکې یو وتلی قومندان ګنل شوی او د حقانی شبکې مالی سرچینه کې یو وتلی سړی و.
راپورونه وایی، چې د حقانی مړی د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالی وزیرستان قبایلی سیمو ته د ښخولو لپاره وړل شوی دی.
نصیرالدین حقانی په ۲۰۱۰ کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو ترهګرو لست کې شامل شو.
په ځینو رپوټونو کې ویل شوی، چې نصیرالدین حقانی منځنی ختیځ کې له القاعدې شبکې سره نژدې اړیکی لرل.
د افغانستان حکومت او امریکا د حقانی شبکه په هېواد کې د ننه پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو د بریدونو اصلی طراحه بولی.
په افغانستان کې پر لوېدیځو ځواکونو او د هغوی پربنسټونو او ادارو د «ډېرو پېچلو ځانمرګو بریدونو» د پړې ګوته نېغ په نېغه د حقانی شبکې ته نیول شوې ده.
که څه هم دغه شبکه د عملیاتو له اړخه جلا کار کوی، خو قومندانانو یې څو-څو ځلې ملا محمد عمر خپل اصلی مشر بللی دی.
د حقانی یو بل ورور بدرالدین، چې د حقانی شبکې د عملیاتی ډلې مشر و، د تېر کال اګست کې د امریکا څارګرو الوتکو وواژه.
رپوټونه وایی، چې نصیرالدین حقانی څو ځلې منځنی ته د القاعدې شبکې د همکارۍ جلبولو لپاره سفرونه کړی، او په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسی دفتر په جوړېدا کې هم نوموړی ډېر رول درلود.
سراج الدین حقانی، بدرالدین او نصیرالدین د مخکنی افغان جهادی مشر او د حقانی شبکې د بنسټګر مولوی جلال الدین حقانی زامن دی.
دغه شبکه تر ډېره د پاکستان د استخباراتی شبکې ای اېس ای تر څارنې لاندې فعالیتونه کوی او دې استخباراتی ادارې ته خورا نېږدې ګڼل کېږی. امریکایی چارواکی هم په دې اړه خبر دی. د امریکا پخوانی لوی درستیز مایک مولن حقانی شبکه د ای اېس ای عملیاتی څانګه بللې وه.
دغه راز حقانی شبکه له پاکستانیو طالبانو او القاعدې سره هم نېږدې اړیکې لری، که څه هم چې دغه شبکه ځان په ملامحمد عمر پسې تړی؛ خو شنناندی وایی، چې دا شبکه له هغوی جلا ده.
حقانی شبکې دوه کاله وړاندې په کابل کې د امریکا پر سفارت او کانټینینټال هوټل له بریدونو سر بېره په ډېرو نورو مهمو ځایونو په بریدونو هم تورنه ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.