نوازشریف غواړی افغان حکومت له امنیتی تړونه وګرځوی

گزارشگر:27 عقرب 1392 - ۲۶ عقرب ۱۳۹۲

mandegarوروسته له هغې چې پاکستان تور ولګاوه افغان خاوره یې پر ضد کارېږی، د سولې عالی شورا وایی، هېڅکله نه غواړی چې افغان خاوره د چا په ضد وکارېږی، ځکه دوی په خپل هېواد کې د پردیو له لاسوهنو تنګ شوی دی.
دغه راز سیاسی شننونکی وایی، چې کابل ته د نواز شریف راتګ له امریکا سره د امنیتی تړون په اړه دی او غواړی پر کابل فشار راوړی چې له دې تړون لاس په سر شی.
د سولې د عالی شورا ویاند مولوی شهزاده شاهد ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې افغانان په خپل هېواد کې د هیچا لاسوهنې نه غواړی او نه هم خپله د کوم هېواد په چارو کې لاسوهنه کوی.
ده زیاته کړه، دا ردوی چې افغان دولت او افغان ولس دې د خپلو ګاونډیانو او یا نورو هېوادونو پر وړاندې له تخریبی فعالیتونو ملاتړ وکړی، ځکه افغانانان په خپله خاوره کې د بهرنیانو له مداخلو نه نفرت لری او ترې په تنګ راغلی دی.
نوموړی وایی، د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله داسې سیمې شته چې نه پرې افغانستان واک لری او نه هم پاکستان کېدای شی په دې سیمه کې پاکستانی طالبان وی، چې پر پاکستان یې برید کړی وی او بېرته دې سیمو ته راګرځېدلی وی، چې دا سیمې د افغان حکومت په واک کې نه دی.
ښاغلی شاهد زیاتوی، موږ خپله له تخریبی فعالیتونو نفرت او ترخې خاطرې لرو او په هېڅ وجه افغانستان نه غواړی چې د خپلو مسلمانو ګاونډیو خلاف خپله خاوره وکاروی او تخریبی اعمال ترسره کړی.
نوموړی د پاکستان د دې ادعا په اړه چې ګویا د پاکستانی طالبانو نوی مشر مولانا فضل الله د هېواد په کونړ او نورستان سیمو کې اوسېږی وویل، هېڅ داسې اسناد او شواهد نشته چې وښیی مولانا فضل الله د نورستان او یا کونړ په کومه سیمه کې اوسېږی او رښتیا هم دلته اوسېږی کنه؟
د ده په خبره، د پاکستان دغه ادعا یوازې یو اتهام او پروپاګنډه ده؛ ځکه کوم سړی چې له ټولنې ورک شی بیا هغوی ګومان او شک کوی، چې دی به دلته وی او یا هلته.
د سولې د عالی شورا ویاند کابل ته د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف د راتګ هر کلی وکړ او ویې ویل،چې دغه ډول سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لپاره ګټور دی؛ خو زیاته یې کړه چې د سولې له پروسې سره مرسته اسانه نه ده ځکه چې دا مرسته یوه پیاوړی او رښتینی تعهد ته اړتیا لری.
مولوی شهزاده شاهد په دې اړه وویل، په سیمه کې د سولې له پروسې سره د مرستې لپاره د دواړو هېوادونو د دولتونو او ولسونو ترمنځ یوې پیاوړې باور جوړونې ته اړتیا ده او کله چې دغه باور جوړونه رامنځته شوه د سولې له پروسې سره مرسته کېدای شی.
همدارنګه د سیاسی چارو شننونکی سید مظفر دره صوفی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د پاکستان دغه ادعا له حقایقو لرې ده او په دې پیشګیرانه سیاست سره غواړی پر افغانستان خپل لاس بر وساتی، ځکه پاکستان تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوی.
د ده په خبره، دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانی چارواکی پر افغانستان دغه ډول تورونه لګوی، بلکې له دې وړاندې یې هم دغه ډول څرګندونې کړې وې.
د نوموړی په وینا، د افغانستان یوشمېر سیمو پاکستان د پاکستانی طالبانو لپاره بستر او د تلو راتلو لارې جوړې کړی او په کار ده چې پاکستان دغه لارې وتړی.
ښاغلی دره صوفی وایی، که چېرې پاکستان په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ نه کاوه، قانون به د هېواد په سرحدی پولو کې هم پلی کېده او پاکستانی طالبان به په دې نه توانېدل چې د پاکستان په سرحدی سیمو کې نا امنی رامنځته کړی.
هغه کابل ته د نوازشریف د راتګ په اړه وویل، دې سفر ته ډېر خوشبینه نه دی؛ ځکه پاکستان تل ژمنې کړی خو یوه یې هم نه ده عملی کړې، حتی یو کوچنی ګام یې هم د سولې راوستو په برخه کې په رښتینولی نه دی اخیستی.
د سیاسی چارو دغه شنناندی زیاتوی، هغه مهال به دغه تګ راتګ عملی ګټه وکړی، چې پاکستان درک کړی چې په افغانستان کې امن او ثبات د پاکستان په ګټه هم دی لکه څنګه چې د افغانستان نا امنی پاکستان هم نا امنه کولای شی او دغه امن او ثبات د ګډو همکاریو له لارې منځ ته راځی.
د نوموړی په خبره، په داسې کې چې افغانستان له امریکا سره د امنیتی تړون د لاسلیک په درشل کې دی ښایی د نواز شریف راتګ پر افغانستان د فشار لپاره هم وی؛ څو افغان حکومت د دې تړون له لاسلیک کېدو لاس په سر کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر وړاندې نه کارېږی. دغه راز یې تور لګولی و، چې د پاکستانی طالبانو نوی مشر ملا فضل الله په افغانستان کې دی او د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شی.
د پاکستان د بهرینو چارو وزارت دغه تور پر داسې مهال پورې کوی، چې افغان حکومت په افغانستان کې په وار وار د ملافضل الله شتون رد کړی او ویلی یې دی، چې په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان نه تموېلږی، او د افغانی طالبانو مشران ټول د پاکستان په کوټه او وزیرستان کې اوسېږی او له هغه ځایه په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه تر سره کوی.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلی، چې ملا فضل الله دا مهال د افغانستان په کنړ او نورستان ولایتونو کې اوسېږی او له هغه ځایه پر پاکستانی ځواکونو بریدونه کوی. هغه ادعا چې افغان چارواکیو تل په کلکه رد کړې او نه هم پاکستان تر اوسه په دې اړه شواهد او اسناد وړاندې کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.