نوازشریف کابل کې څه لټوی؟

گزارشگر:9 قوس 1392 - ۰۸ قوس ۱۳۹۲

په داسې حال کې چې ټاکل شوې نن د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف کابل ته په یو ورځنی رسمی سفر راشی، د سولې عالی شورا او یوشمېر شنناندی وایی، چې دغه سفر به ښې پایلې ولری.
د سولې د عالی شورا چارواکی وایی، د پاکستان وضعیت اوس دا زمینه برابره کړې چې دغه هېواد له افغانستان سره ښې اړیکې ولری.
له بلې خوا سیاسی شنناندی وایی، نواز شریف به ولسمشر کرزی له امریکا سره نه جوړ جاړی ته وهڅوی.mandegar
د سولې د عالی شورا غړی عبدالحمید مبارز ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په داسې مهال کابل ته خپل لومړنی سفر کوی، چې په پاکستان کې دننه پوځ یې تر یوه ځایه اطاعت کړی او د پوځ مشر یې بدل شوی دی.
د ده په خبره، اوس په پاکستان کې د امنیت یوه شورا جوړه شوې، چې د پوځ مشران او نور چارواکی هم په کې ګډون لری او ښاغلی نوازشریف به د دې شورا په مشرۍ سره ټول واک په خپله ولکه کې واخلی.
هغه زیاتوی، دا ځل دا هیله شته چې پاکستانی لومړی وزیر خپلې ژمنې عملی کړی او پوځیان ورسره مخالفت ونه کړی او کولای شی په دې سفر سره د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیزی.

نوموړی وایی، په دې سفر کې به په یو لړ اقتصادی همکاریو هوکړه هم وشی، ځکه څومره چې کراچۍ بندر د افغانستان لپاره مهم دی، دغه راز منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره د افغانستان د ټرانزیټ لاره د پاکستان لپاره هم مهمه ده.
ښاغلی مبارز په دې باور دی، که چېرې دغه همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ عملی شی، نو په دوه اړخیزو اړیکو کې به یې خورا ښه والی رامنځته او ستونزې به کمې شی.
د سولې د عالی شورا د دغه غړی په وینا، دا چې د پاکستان د پوځ پخوانی مشر اشفاق کیانی ونه توانېده چې پاکستانی طالبان له پاکستان سره له مخالفته وګرځوی او دغه ډوله اوس د پاکستان سر سخته مخالفه ده او پاکستان یې له ګواښ سره مخ کړی، د دې زمینه برابره کړې چې پاکستان له افغانستان سره د خپلو مجبوریتونو له مخې هم ښې اړیکې ولری.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا ځل به پاکستان څومره په خپلو ژمنو کې رښتینی وی وویل، اوس پاکستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی او هغوی اوس درک کړې چې په افغانستان کې په امنیت راتلو سره یې ستونزې کمېږی له همدې امله ده، چې پاکستان به په خپلو ژمنو کې رښتینی وی او که په خپلو ژمنو باور ونه کړی، پاکستان کې به ترهګری نوره هم پراخه او دغه هېواد به له لا ډېر ګواښ سره مخ کړی.
عبدالحمید مبارز وایی، دا چې د نوازشریف له راتګ وړاندې ولسمشر کرزی هند ته د خپل سفر اعلان کړی دی، افغانستان غواړی د هند او پاکستان ترمنځ توازن رامنځته کړی او کله چې دغه توازن رامنځته شی دواړه هېوادونه له افغانستان سره ښې اړیکې پیدا کوی.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی احمدسعیدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، نواز شریف کابل ته د ولسمشر کرزی په رسمی بلنه سفر کوی، چې دا یې واک ته له رسېدو وروسته کابل ته لومړنی سفر دی.
هغه وایی، نوازشریف به په دې سفر کې چې نن نهه بجې راځی او درې بجې به بېرته پرواز کوی، لومړی به د افغانستان او پاکستان ګډ نندارتون پرانیزی، له ولسمشر کرزی او د سولې د عالی شورا له چارواکیو سره به هم خبرې وکړی.
دده په خبره، دا چې د کابل ـ واشنګټن ترمنځ د امنیتی تړون په اړه د ولسمشر کرزی او امریکایی چارواکیو ترمنځ ناندرۍ را پورته شوی؛ نو نواز شریف به تر یوه حده ولسمشر وهڅوی چې د امریکا پر وړاندې یې دریځ پر ځای دی.
نوموړی زیاتوی، دغه راز ولسمشر کرزی به له دې سفر وروسته هند ته ځی دا به د پاکستانیانو لپاره ښه خبر نه وی؛ خو د نوازشریف له سفر وړاندې هند ته د ولسمشر کرزی د سفر اعلان یو ښه اقدام و چې وشو او افغان حکومت هوښیاری وکړه.
ښاغلی سعیدی وویل، دا یوه سیاسی پالیسی وه او افغان حکومت غوښتل نوازشریف ته ووایی، چې ستا له سفر وړاندې ولسمشر کرزی هند ته د سفر خیال لری، ځکه که د نواز شریف له سفر وروسته دغه اعلان شوی وای؛ داسې اټکل به کېده چې دغه پرېکړه د پاکستان د لومړی وزیر له سفر وروسته شوې ده.
د هغه په باور، چې نوازشریف کولای شی له افغان سولې سره مرسته وکړی؛ خو که چېرې دا توقع وی چې په یوه ورځ دې هر څه حل شی دا به نا ممکنه وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.