حکومت دې د بهرنیو ځواکونو د تاسیساتو د نړولو مخه ونیسی

گزارشگر:4 جدی 1392 - ۰۳ جدی ۱۳۹۲

mandegar-1د ولسی جرګې غړی وایی، بهرنی ځواکونه باید په افغانستان کې خپل تاسیسات د نړېدو پر ځای افغان حکومت ته وسپاری، ځکه افغانستان ورته اړتیا لری.
هغوی له حکومته غواړی، چې اجازه ورنه کړی څو نړۍ وال ځواکونه په افغانستان کې خپل تاسیسات ونړوی. دوی په دې باور دی چې نړۍ وال پر افغان حکومت بې باوره شوی دی.
د و لسی جرګې غړی فرهاد مجیدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، افغانستان یو فقیر هېواد دی او که له بهرنیو ځواکونو ورته یوه خښته هم پاتې شی، هېواد مو ورته اړتیا لری.
هغه وایی، په اوسنیو شرایطو کې چې نړۍ وال ځواکونه د خپلو تاسیساتو په ویجاړولو لاس پورې کړی دا سم کار نه دی؛ ځکه افغانستان د دوی هر ډول تاسیساتو ته اړتیا لری او باید افغان لوری ته وسپارل شی.
نوموړی زیاته کړه، د حکومت دریځ نیونې له لوېدیځ سره نا متناسبې اړیکې او ناورین رامنځته کړی، چې له امله یې لوېدیځ هېوادونه پر افغانستان هېڅ ډول باور نه لری ځکه خپل تاسیسات افغان لوری ته نه سپاری.
ښاغلی مجیدی وایی، دا به ستونزمنه وی چې لوېدیځ هېوادونه په افغانستان کې پر افغان حکومت باور وکړی او خپل هغه تاسیسات او وسایل چې افغانستان ورته اړتیا لری افغانستان ته ورکړی.
د ده په اند، حکومت په تېرو دولسو کلونو کې ډېرو مهمو مسایلو ته پام نه دی کړی، فرصتونه یې ضایع کړی او نه یې له لوېدیځ سره داسې تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې هغوی اړباسی خپل تاسیسات افغانستان ته ورکړی.
د ولسی جرګې یاد غړی زیاتوی، اوس چې نړۍ وال ځواکونه په یوه قانونی چوکاټ کې په افغانستان کې پاتې کېږی او له دولس کلونو وروسته یې موږ په یوه چوکاټ کې راولو، چې مشروعیت یې باید د یوه تړون په لاسلیک کولو سره روښانه شی؛ حکومت ورسره مخالفت کوی.
دی وایی، په کار ده چې موږ له لوېدیځ سره داسې امنیتی تړون لاسلیک کړو، چې هغوی یې له مخې تنظیم او په یوه چوکاټ کې داخل کړو.
ښاغلی فرهاد مجیدی په دې باور دی، چې د کابل ـ واشنګټن ترمنځ له امنیتی تړون سره د ولسمشر مخالفت عوامل روښانه دی، چې شخصی ګټې یې په کې نغښتی دی: (( ولسمشر اوس په خپل واک کې وروستۍ مرمۍ لری او نه غواړی چې دا مرمۍ فیر کړی. ځکه هغه فکر کوی که خپله دا وسله وکاروی بیا پر امریکا او لوېدیځ د فشار لپاره بله وسله او وسیله نه لری،له همدې امله ده چې د دې تړون په لاسلیک کې په خپلو شخصی ګټو ډېر ټینګار کوی. خو د ولسمشر په شخصی ګټو د هغه ټینګار ولس ډېر زیان رسوی.))
همدارنګه دولسی جرګې بل غړی بشیر احمد ته ینج ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د بهرنیو ځواکونو له لوری په افغانستان کې د هغوی د تاسیساتو د ویجاړولو د خبر په اورېدو یې تعجب کړی دی.
هغه وایی، نړۍ واله ټولنه له افغانستان سره یو لړ تعهدات لری، چې باید پرې عمل وکړی او دا چې افغانستان دغو تاسیساتو ته اړتیا لری په کار ده چې دا تاسیسات د افغان ځواکونو په واک کې ورکړی.
نوموړی زیاته کړه، افغانستان د دې هیله هم درلوده، کومې درنې وسلې، مهمات او وسایل چې د بهرنیو ځواکونو له لوری یې وړل ستونزمن وی باید افغان ځواکونو ته ورکړل شوی؛ چې دا کار ونشو او تاسیسات باید ویجاړ نشی.
د ده په وینا، چې د بهرنیو ځواکونو له لوری د هغوی د تاسیساتو ورانول د دوی د اندېښنې وړ مساله ده چې په ولسی جرګه کې به یې هم را پورته کړی.
ښاغلی ته ینج وویل، افغان حکومت او ولسی جرګه باید دا مساله جدی ونیسی او پرېنږدی چې بهرنی ځواکونه خپل تاسیسات ونړوی، ځکه افغانستان ورته ډېره اړتیا لری.
هغه وایی، افغان حکومت د کمزوری مدیریت له امله نه دی توانېدلی چې په پیل کې یې له بهرنیو ځواکونو سره په دې اړه خبرې کړې وای، چې کله له افغانستانه وځی باید خپل تاسیسات او درنې وسلې د افغان حکومت په واک کې ورکړی؛ خو زیاتوی دا د دې لامل نشی کېدای چې بهرنی ځواکونه په افغانستان کې خپل تاسیسات ونړوی.
د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د ملی امنیت شورا هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلی ول، چې بهرنی ځواکونه په افغانستان کې خپل تاسیسات نړوی. امنیت شورا زیاته کړې وه، چې افغانستان دغو تاسیساتو ته اړتیا لری او نه باید ونړول شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.