کارپوهان: سیمه ییز هېوادونه دې پر پاکستان فشار ډېر کړی

گزارشگر:30 جدی 1392 - ۲۹ جدی ۱۳۹۲

mandegar-3د اقتصادی او سیاسی چارو شننونکی وایی، چې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو ناستو جوړول او د افغانستان پر وضعیت په کې بحث کول کولای شی سیمه له نا امنۍ وژغوری.
هغوی وایی، دا چې ټول سیمه ییز هېوادونه له ترهګرۍ ځورېږی باید پر پاکستان فشار راوړی څو له ترهګرۍ لاس واخلی او د افغان حکومت مخالفان خبرو اترو ته کېنوی.
دا خبرې وروسته له هغې کېږی چې هند د افغانستان په اړه د دوو غونډو، تماس ډلې او د اسیا د زړه هېوادونو غونډې، کوربه و.
په دې غونډو کې د افغانستان په روان وضعیت، راتلونکیو، سیاسی لېږد، امنیتی لېږد، سولې او امنیتی وړتیاوو بحثونه وشول.
د سیاسی او اقتصادی چارو شننونکی محمد امین فرهنګ ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په نوی ډیلی کې د اسیا د زړه هېوادونو او همدارنګه د تماس ډلې په غونډه کې برخه اخیستونکی هېوادونه ډېری هغه هېوادونه دی چې له ترهګرۍ زیانمن شوی او یا ترې اندېښمن دی.
هغه وایی، دغه هېوادونه لکه روسیه، چین او هند اندېښنه لری که چېرې په افغانستان کې شرایط خرابېږی نو ترهګری به د دوی هېوادونو ته هم غځېږی.
د نوموړی په خبره، دغه مخ پر ودې او د نېږدې راتلونکې ستر قدرت لرونکی هېوادونه به په دغسې ناستو کې پر پاکستان فشار راوړی چې د ترهګرۍ په لمنځه وړلو او د افغان سولې په پروسه کې مرسته وکړی.
خو زیاتوی، سیمه ییز هېوادونه نشی کولای په افغانستان کې د لوېدیځ د اقتصادی او پوځی مرستو ځای ډک کړی، هغوی دا وړتیا نه لری چې له افغانستان سره اقتصادی او پوځی مرستې وکړی، ځکه تر اوسه لا د مرسته کولو کچې ته نه دی رسېدلی.
ښاغلی فرهنګ وایی، روسیه، چین او هند د کابل ـ واشنګټن ترمنځ د امنیتی تړون او په افغانستان کې د نړۍ والو ځواکونو د قانونمند پاتې کېدو پلویان دی او نه غواړی چې د امریکایی ځواکونو له وتو وروسته دغه خلا دوی ډکه کړی.
د هغه په باور، یوازینی هېواد چې له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې او کوی یې هغه هند دی، روسیه دغه ډول مرسته نه کوی او چین شرایط له مخکې نه مطالعه کړی او په احتیاط قدم پورته کوی.
د سوداګرۍ د دغه پخوانی وزیر په وینا، سیمه ییز هېوادونه پر پاکستان یوازې سیاسی فشار راوړلای شی؛ خو له دې پرته بل هېڅ ډول مرسته نشی کولای.
همدارنګه د اقتصادی او سیاسی چارو شننونکی اذرخش حافظی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د افغانستان قضیه یوه ملی قضیه نه ده بلکې یوه سیمه ییزه او نړۍ واله مساله ده.
هغه وایی، سیمه ییز هېوادونه فکر کوی که چېرې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه ناکامه شی نو دا به د سیمې په وضعیت او ثبات ناوړه اغېز وکړی.
د ده په خبره، په هند کې د تماس ډلې او د اسیا د زړه هېوادونو غونډو د افغانستان په روان وضعیت بحث وکړ او په دې غونډه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید په دوو مسایلو ډېرې ټینګار درلود.
هغه وایی، یوه دا چې له افغانستانه د بشپړو بهرنیو ځواکونو وتل نه یوازې دا چې د افغانستان په ګټه نه ده، بلکې د سیمې په امن او ثبات هم ناوړه اغېز کولای شی او دویمه دا چې هند له افغانستان سره خپلو تعهداتو ته ژمن دی او په هره برخه کې به له افغانستان سره مرستې کوی.
ښاغلی حافظی د سیمه ییزې همکارۍ او له افغانستان سره د مرستې لپاره دغه ډول غونډې مهمې بولی او زیاتوی، دا چې افغان حکومت تل ویلی افغان ځواکونه په یوازې سره امنیت تامین جوګه دی او کولای شی خپل امنیت له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په خپله وساتی؛ خو په کابل کې د جمعې شپې برید له ځانه سره ناوړه پیغام درلود.
د ده په خبره، په دغه برید کې چې په وزیر اکبرخان سیمه کې ترسره شوه او په کې مهم نړۍ وال چارواکی ووژل شوی، هغه باور له منځه یو وړ چې له څه مودې راهیسې د افغان ځواکونو په وړتیا پیدا شوی و.
نوموړی زیاته کړه، د دې لپاره چې د سیمې امن او ثبات نور هم خراب نشی نه پکار ده چې پاکستانی چارواکی له عقلانی سیاست نه کار واخلی، ځکه د پاکستان وضعیت له افغانستان نه هم بدتر شوی دی.
دغه کارپوه وایی، که یوه ورځ په کابل کې چاودنه وی بله ورځ په پاکستان کې وی، باید په دې خبره پاکستانی مقامات ځانونه پوه کړی، چې د افغانستان نا امنی د پاکستان د بربادۍ په مانا هم ده او که یې مخنیوی ونشی نو د پاکستان د له منځه تللو په مانا هم تمامېدای شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.