احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
گزارشگر:13 دلو 1392 - ۱۲ دلو ۱۳۹۲
یاد آوری:
کنفرانس اجندای ملی، هفتۀ گذشته با حضور نامزدان انتخابات ریاستجمهوری و صدهاتن از نخبهگان و سیاستمداران کشور در کابل برگزار شد. در این کنفرانس بزرگ، نامزدان ریاستجمهوری و نخبهگان سراسر کشور، از طرح اجندای ملی و تشکیل دولت وحدت در فرایند انتخابات حمایت کردند.
روزنامۀ ماندگار متن سخنرانی نامزدان ریاستجمهوری و نبخهگان و سیاستمداران کشور در کنفرانس اجندای ملی را به نوبت به نشر می رساند؛ چنانکه بخشی از صحبت ها در کنفرانس آجندای ملی، در شماره های پیشین روزنامه به نشر رسیده است.
حبیبه سرابی، معاون دوم داکتر زلمی رسول، در کنفرانس اجندای ملی:
اجندای ملی، میتواند مردم افغانستان را دور یک محور جمع کند
سلام خدمت برادر بزرگوار احمدولی مسعود و مهمانان حاضر در این برنامه!
نخست میخواهم قدم بزرگی را که احمد ولی مسعود در محور برنامۀ اجنډای ملی و رسیدن به تفاهم و وحدت ملی برداشتهاند، ستایش کنم و من این قدم را بسیار با ارزش میدانم و برای تیم اجنډای ملی این موفقیت را تبریک میگویم.
تیم ما هم بر اساس اصل مردمسالاری و با تکېه بر شفافیت و عدالت در انتخابات، از اجنډای ملی حمایت کرده و با شما همگام و هم نظر است.
حضار نهایت محترم!
طرحی را که گروه انتخاباتی ما روی آن کار کردهاند، دارای معیارها و مشخصاتی است که خدمت شما کوتاه به عرض میرسانم.
ویژهگیهای مدل نظامِ سیاسی تیمِ ما توسط متخصصان طراحی شده است؛ ما بدون برنامه تصمیم نگرفتهایم، بل روی برنامههای اصلاح شده، نظام سیاسی خود را طرح کردهایم، تا به اقتدار سیاسی و عزت ملی و قدرت اقتصادی برسیم.
محورهاییکه تیم ما روی آن میچرخد:
۱- نظام ما بهجای شخصیتمحوری، نظاممحور خواهد بود.
۲- نظام شعور محور به جای نظام شعار محور.
۳- نظام اقتدارمحور به جای نظام اقتدارگریز.
۴- نظام عدالتمحور بهجای نظام تبعیضمحور.
۵-نظام معرفتکېش به جای نظام دگماندیش.
من با بیان ویژهگیهای نظامی که تیمِ ما خواستارش است؛ حمایت و پشتیبانی تیم خود را یکبار دیگر از طرح اجنډای و تشکېل دولت وحدت ملی، اعلام میدارم.
موضوعات آمده در طرح اجنډای ملی میتواند مردم افغانستان را بهدور یک محور جمع کند. طرح اجنډای ملی ضامن ساختن وحدت ملی در کشور است. این برنامه از هر لحاظ قابل پذیرش است و ما با اجنډای ملی خود را شریک و همنوا میدانیم.
—————————————————————————————————————————————————–
د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګل اغا شېرزی:
د ملی اجنډا له طرحې بشپړ ملاتړ کوو
ګرانو خویندو میندو او خارجی دوستانو ټولو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
زه لومړی له محترم احمدولی مسعود نه ډېره مننه کوم چې په افغانستان کې د ملی یووالی حکومت او ملی اجنډا په هکله څو ورځې وړاندې زما کور ته راغی او هغه مواد یې ماته راوسپارل هغه ما ولوستل، ډېر خوشاله شوم، مننه مې ترې وکړه او خپل استازی مې ور واستاوه.
ګرانو محترمو عزیزانو! رییس جمهور زموږ ولسمشر دی ورته احترام لرو؛ ما چې اوس دلته د ډاکټر صیب خبرې واورېدې، نو موږ که د ملی اجنډا په کنفرانس کې دلته پخوانیو خبرو او ناخوالو ته لاړ شو او که نارې ووهو چې ملی یوالی راشی او شفاف انتخابات وشی، نو تېرو ناخوالو ته تګ به دا کار ستونزمن کړی؛ مونږ باید مخ ته لاړ شو او د شا خبرې پریږدو. چه څه شوی او څه پاتې دی.
موږ یولس کاندیدان باید د ملی وحدت تر چتر لاندې د افغانستان د خلکو په خاطر او د رڼو ټاکنو په خاطر یو ځای شو، په ګډه سره باید کېنو او د رڼو ټاکنو په اړه فکر او کار وکړو.
زه نه غواړم چې په دې مجلس کې پر یو بل تعرض وکړو، اشتباه به هر چا کړې وی. خو بیاهم موږ ټاکنې په مخکې لرو. دا ټاکنې برخلیک ټاکونکې دی، چې باید عالمانه او عاقلانه مخ ته لاړ شو او د یوه ښه نظام د راوستلو لپاره کار وکړو.
زما هیله د احمد ولی مسعود او د ده له همکار ټیم څخه ده، چې نور په افغانستان کې د مصلحت اداره ناکامه ده او اېتلافی حکومت ناکامه دی. زه خپله اېتلافی او مصلحتی حکومت نه غواړم؛ په افغانستان کې داسې حکومت باید راشی چې د خلکو په خوښه وی. یعنې د رابطو پرځای ظوابط وکاروو، کار اهل ته وسپارو. موږ باید د داسې نظام پر راوستو کار وکړو او د چا چې وارده او صادره زده نه وی، هغه تر وزارت ونه رسوو او هغه ته یو بل پست ورکړو.
په دې رابطه زه د افغانستان د یو مسلمان بچی په صفت تاسې ته خپل یو شعر وړاندې کوم، چې د ملی یووالی لپاره مې لیکلی دی او هیله لرم چې د خوښې وړ مو وګرځی.
بیرغ د ازادۍ مو دی په لاس خپلواک ملت غواړو
مونږ ملی وحدت غواړو
سوله ترقی، ورورولی او امنیت غواړو
مونږ ملی وحدت غواړو
څومره چې قومونه یو، ټول سره ورونه یو
هر یوه ته ژوند د پت او د عزت غواړو
مونږ ملی وحدت غواړو
ځو د ابادۍ پر لور هم د نیکمرغۍ پر لور
ګران وطن سمسور کوو، دا وطن لکه جنت غواړو
مونږ ملی وحدت غواړو
زه یمه شیرزی افغان دا مې دی د زړه ارمان
مونږ د اسلامی دولت په غېږ کې حکومت غواړو
مونږ ملی وحدت غواړو
—————————————————————————————————————————————————–
د هدایت امین ارسلا دویمه مرستیاله صفیه صدیقی:
در راستای طرح آجندای ملی کار کنیم
درنو مشرانو او د راتلونکېو ټاکنو درنو نوماندو ټولو ته سلامونه!
دلته کمپاین نه کوو. د دې لپاره چې کمپاین ته ډېر ځایونه شته، نن موږ د یوې مشخصې اجنډا لپاره دلته راغلی یو، چې ملی اجنډا ده. محترم احمدولی مسعود مخکې څو ټکی په مشخصه توګه وویل، چې هغه پینځه ټکی دا ول:
۱٫ راه اندازی دیالوگ بینالافغانی، گفتمان مدنی.
۲٫ توافق روی دیدگاه مشترک ملی و اتخاذ استراتیژی سیاسی.
۳٫ پروسۀ اعتمادسازی.
۴٫ ایجاد دولت وحدت ملی.
۵٫ ایجاد صلح پایدار – اصلاحات سیاسی.
همچنان جناب مسعود صاحب گفتند که مشترکات فراوانی میان همۀ مردمان سرزمین ما وجود دارد و این مشترکات سبب گردیده است که امروز ما اینجا بیایم و با همدیگر صحبت و تفاهم کنیم روی روح اجندای ملی که همانا انتخابات است که در فرایند آن به یک دولت وحدت ملی برسیم.
بیایید طرح اجندای ملی را از خود بدانیم و در راستای آن کار کنیم. باید درزهای قومی را بشکنانیم و به وحدت و همدلی برسیم.
البته په دې کې شک نشته چې د افغانستان اوسېدونکی ملی یووالی غواړی. د افغانستان خلک دردونه لری او په داسې یو حالت کې چې څوک د هغوی لاس اخلی او هغوی پورته کوی. موږ داسې یو رهبر ته سترګې په لاره یو چې زموږ دردونو ته دوا شی.
موږ اوس هم ګورو چې زموږ د هېواد امکانات لکه دولس ـ دیارلس کاله مخکې امکانات نه دی او هره ورځ زموږ ستونزې مخ په ډېرېدو دی.
ګرانو مشرانو! نن دلته ټول نخبه ګان او مشران را ټول شوی دی او که هره ورځ د ټلوېزون پردې ته وګورو دوی خبرې کوی ځکه دوی درد لری.
څنګه چې احمدولی مسعود وویل، موږ باید د خپلو مشترکاتو پر بنسټ سره یو ځای شو، موږ د قوم، ژبې او مذهب په نامه نه یوځای کېږو.
یوازې زموږ موجوده مشترکات کولای شی چې په بیاجوړونه کې له موږ سره مرسته وکړی.
زموږ او ستاسو حرکت باید د برنامې پر بنسټ، هدفمند حرکت وی او د درواغو په ژمنو خپله لاره سمه نه کړو.
لطفاً د دې مشارکتی حکومتونو چې تر اوسه یې جریان درلود مخه ونیسئ، هغه سیاسی مصلحتونه چې زه او ته یې سره ووېشلو او نوم یې راباندې کېښود، پښتون، تاجیک، ازبک او… لطفاً د افغانستان په نامه ودرېږئ او ملی اجنډا مو خپله کړئ.
راځئ چې له دې جریان سره یوځای شو او په افغانستان کې ملی یووالی راولو، له موږ نه پاتې ده، خو پرېږدئ چې بچی مو په سوله کې ژوند وکړی.
Comments are closed.