روسیې ته د ولسمشر سفر به د کابل ـ واشنګټن پر اړیکو منفی اغېز وکړی

گزارشگر:20 دلو 1392 - ۱۹ دلو ۱۳۹۲

mandegar-3په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی په ژمنیو المپیکی سیالیو کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی و، د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی وایی، په دې حساس وخت کې روسیې ته د ولسمشر کرزی سفر بې وخته و.
هغوی وایی، په هېواد کې مهم مسایل شته چې ولسمشر ورته د دې سفر پر ځای باید رسیدنه کړې وای. هغوی وایی، روسیې ته د ولسمشر سفر او له چینایی ولسمشر لیده کاته به یې د افغانستان او امریکا په اړیکو اغېز وکړی. خو ځینې نور شنناندی وایی، ولسمشر د یوه خپلواک شخص په توګه حق لری چې له هر چا سره وګوری.
د سیاسی چارو څېړونکی محمداسحاق اتمر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په داسې حال کې چې په هېواد کې د واورې ورېدو له امله لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ګڼ کورونه ویجاړ شوی او لارې بندې دی، په المپیک سیالیو کې د ګډون لپاره، روسیې ته د ولسمشر کرزی سفر مناسب نه و.
هغه وایی، په هېواد کې ډېر حساس مسایل شته چې باید ولسمشر ورته پام و کړی او له چینایی ولسمشر سره اړیکې باید په چین او یا کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له لوری ترسره شوې وای.
د ده په خبره، باوری نه دی چې ولسمشر کرزی به په دې سفر کې د ملګرو ملتونو له عمومی منشی بانکی مون، د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین او د چین له ولسمشر سره په مهمو مسایلو خبرې کړی وی او یا یې د هغوی ژمنې او مرستې ترلاسه کی وی؛ ځکه دا د المپیک مراسم ول، چې اجنډا یې له مخکې نه ټاکل شوې وه.
د سیاسی چارو دغه شنناندی زیاتوی، که چېرې ولسمشر کرزی له روسیې او چین سره ځینو توافقاتو ته رسېږی دا به له شک پرته چې له امریکا سره د افغانستان پر اړیکو اغېز کوی، ځکه ناټو او امریکا تر اوسه په افغانستان کې شتون لری.
ښاغلی اتمر وایی، ولسمشر هر مهال د مهمو مسایلو پر ځای ځان ته نوې او فرعی سوژې پیدا کوی، ځان پر هغو مسایلو بوختوی او دا سفر یې هم همدغسې یوه هڅوه.
هغه په دې اند دی، چې د ولسمشر د دې سفر د خبر په اورېدو خواشینی شوی او حتی تر اوسه یې هغو زیانمنو شویو کورنیو ته تسلیت نه دی ویلی، چې د واورې ورېدو له امله یې د کورنۍ غړی له لاسه ورکړی دی.
خو د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد نجیب محمود ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، ولسمشر کرزی د هېواد د ولسمشر په توګه حق لری، چې له هر چا سره وګوری او دا په دې مانا نه ده، چې نوموړی له امریکا نه د تېښتې لپاره روسیې او چین ته مخه کړې ده.
هغه وایی، ولسمشر هېڅکله داسې چارې نه ترسره کوی چې له امریکا سره په اړیکو کې ده او ټیم ته یې زیان ورسېږی، ځکه هغه پوهېږی چې د سوچی په لوبو کې برخه اخیستل او د چین له ولسمشر سره لیدل یې د کرزی او امریکا په اړیکو کې خنډ نه رامنځته کوی.
د نوموړی په وینا، ولسمشر اړ دی چې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې توازن وساتی او کولای شی له چین سره د اړیکو د ښه او پراخولو لپاره له چینایی مشرانو سره لیدنې وکړی.
ښاغلی محمود په دې اند دی، روسیې ته ولسمشر کرزی په خپل او له چینایی ولسمشر سره په لیدو هڅه کړې وښیی، چې نوموړی یو خپلواک شخص دی، د چا لارښوونو ته اړتیا نه لری او کولای شی هر مهال له هر چا سره وګوری.
هغه زیاته کړه، امریکا او ولسمشر کرزی په داسې دریځ او موقف کې نه دی چې د چین له ولسمشر او یا روسیې ته په تګ یې اړیکې خړې شی.
د ده وویل، د افغانستان راتلونکی ولسمشر او یا ولسمشر کرزی اړ دی، چې د سیمې له هېوادونو لکه چین، روسیه، هند، ایران او پاکستان سره اړیکې ولری، که چېرې ولسمشر له دغو هېوادونو سره اړیکې ونه پالی او یا ترې ځان ګوښی کړی دا د افغانستان په ګټه نه ده.
د کابل پوهنتون یاد استاد وایی: (( زموږ ډېر وارداتی توکی له چین څخه دی. چین د افغانستان حوزه له نېږدې څاری. دا هېڅکله پر امریکا فشار نشی راوړلای چې ولسمشر دې د چین له ولسمشر سره وګوری او په ځینو توکیو دې هوکړه وکړی. ځکه امریکا ښه پوهېږی، ولسمشر داسې کار نه کوی، چې پر امریکا د فشار لپاره وکارېږی.))
نوموړی زیاتوی، د افغانستان اقتصاد، امنیتی سکتور، بهرنۍ اړیکې، رسنۍ او نور ټول د امریکا په ملاتړ مخ ته ځی او ولسمشر نه غواړی دا ملاتړ پرې شی: (( یوه ورځ ولسمشر په امریکا نیوکې کوی؛ خو سبا یې ویاند له امریکا سره د امنیتی تړون د لاسلیک خبره کوی او وایی چې دا تړون لاسلیک کوو. له دې ښکاری چې اوس هم د امریکا او کرزی ترمنځ چنې وهل روان دی. او ښایی دا تړون لاسلیک شی.))
استاد نجیب محمود وویل، که چېرې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتی تړون لاسلیک نشی د افغانستان لپاره به ښې پایلې ونه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.