سرغړونکی چارواکی دې مجازات شی

گزارشگر:26 حوت 1392 - ۲۵ حوت ۱۳۹۲

mandegar-3د ټاکنو څارونکی بنسټونه وایی، چې په ټاکنو کې د حکومت لاسوهنه په ټاکنو ناوړه اغېز کولای شی او باید چې ترې ډډه وشی. په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون خبرداری ورکړی هغه دولتی مامورین به خپلې دندې له لاسه ورکړی، چې په ټاکنیزې پروسې کې لاسوهنه کوی.
د رڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر محمدنعیم ایوبزاده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په ټاکنو کې له دولتی امکاناتو د ځینو نوماندو په ګټه استفاده او د چارواکیو لاسوهنه یوه ستره ستونزه ده.
د هغه په خبره، ټول خلک ګواښونه ورکوی په ټاکنو کې باید لاسوهنه ونشی، حکومت هم دا خبرداری ورکوی چې چارواکی دې په ټاکنو کې لاسوهنې نه کوی؛ خو مهمه دا ده چې باید هغه موارد له منځه یوړل شی، چې لاسوهنو ته زمینه برابروی، تر اوسه هیچا هم په دې اړه فکر نه دی کړی.
نوموړی زیاته کړه، حکومت باید له نوماندو سره د حکومتی چارواکیو د همکارۍ او لاسوهنې تفکیک له منځه یوسی او هیچاته اجازه ورنه کړی چې په ټاکنو کې مداخله وکړی، ځکه دا کار د حکومت بې پرېوالی، د ټاکنو مشروعیت او شفافیت تر پوښتنې لاندې راولی.
ښاغلی ایوبزاده وویل، په ټاکنو کې د حکومتی چارواکیو لاسوهنه په ټاکنو ناوړه اغېز کوی او په دې پروسې د خلکو باور ته زیان رسوی.
په همدې حال کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند فهیم نعیمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د افغانستان د ټاکنو د قوان له مخې له نوماندو د دولتی مامورینو ملاتړ، کمپاین کول، دولتی امکانات د ځانګړو نوماندو په واک کې ورکول او په دولتی رسنیو کې ورته د دېرو تبلیغاتو کول د قانون خلاف عمل او سرغړونه ده.
نوموړی زیاته کړه، د فیفا معلومات هم دا ښیی چې ځینې دولتی چارواکی د ځانګړو نوماندو لپاره په کمپاین بوخت دی چې په ښکاره د ټاکنو له قانون نه سرغړونه ده.
ښاغلی نعیمی وایی، په ټاکنو کې د دولتی چارواکیو لاسوهنه او د ځینو مشخصو نوماندو لپاره د دولتی امکاناتو کارول به په ټاکنو ناوړه اغېز وښندی: (( د دې مداخلو د مخنیوی لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځانګړی طرزالعملونه جوړ کړی دی. په ټاکنو کې د نه لاسوهنې په اړه د ولسمشر فرمان هم شته. قوانین، طرزالعملونه او د ولسمشر فرمان باید پلی شی.))
د فیفا ویاند وویل، دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د شکایاتو کمېسیون باید په دې برخه جدی هڅې وکړی، په ځانګړی ډول د شکایاتو کمېسیون، د هغو کسانو نومونه باید حکومت ته ورکړی، چې په ټاکنو کې مداخله کوی.
ښاغلی فهیم نعیمی زیاته کړه، حکومت به بیا د ټاکنیزو شکایتو د کمېسیون د وړاندیز له امله هغو چارواکیو ته چې شکایت ترې شوی وی سزا ورکوی، چې له خبرداری نیولې د دندو تر ځنډولو او منفک کولو پورې په کې شامل دی.
هغه دغه راز په حکومت کې د نویو چارواکیو د مقرریو او بدلونو په اړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم پرې نیوکه کړې وویل، که چېرې کمېسیون داسې اسناد او شواهد لری چې دغه مقررۍ او بدلونونه د ټاکنو لپاره کېږی چې په ټاکنو کې مداخله وکړی، یا د ځینو نوماندو لپاره کمپاین وکړی؛ دا د کمېسیون حق دی چې له حکومته وغواړی ترسره کول یې ودروی. که چېرې اسناد او شواهد نه وی نو بیا د حکومت دنده چې مقررۍ او بدلونه رامنځته کړی.
د یادونې وړ ده، تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون هغو ټولو دولتی چارواکو ته چې د کاندیدانو په انتخاباتو مبارزو کې مداخله کوی خبرداری ورکړ چې؛ له دې کاره دې ډډه وکړی.
د دې کمیسیون رییس ډاکتر یوسف نورستانی په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ هر دولتی چارواکی که په هره سطح کې وی او پرې ثابته شی چې، په انتخاباتی مبارزو کې یې د کوم کاندید په ګټه یا زیان غیرقانونی فعالیت کړی، له دندې لیرې کول به یې جمهوررییس ته پیشنهاد کړی.
ده وویل، دا د قانون خلاف عمل او مخنیوی ته به یې هڅې نورې هم تیزې شی. هغه همدارنګه وویل، د اوسنی حکومت لږه موده پاتې ده؛ هیله ده چې په دغو انتخاباتی شرایطو کې د دولتی مقاماتو له تغیر او تبدیل څخه ډډه وشی. ده وویل، اوسنی دولت دې د پستونو تبدیلۍ نوی حکومت ته پریږدی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.