حکومت باید نړۍ واله ټولنه پر پاکستان فشار راوړلو ته وهڅوی

گزارشگر:10 حمل 1393 - ۰۹ حمل ۱۳۹۳

mnandegar-3په کابل کې د وسله والو ډله ییز بریدونه زیات شوی دی. د ولسی جرګې غړی او سیاسی شننونکی وایی، دا بریدونه د پاکستان د استخباراتی شبکې له لوری ترسره کېږی. د کورنیو چارو وزارت هم ویلی چې په پاکستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو له پیلېدا وروسته ټولو طالبانو ته پر افغانستان د تمرکز ویل شوی، چې له امله یې په افغانستان کې نا امنی ډېره شوې ده.
شننونکی وایی، ټاکنې یوه ملی پروسه ده او دا د دې ښکارندویی کوی چې طالبان د پاکستان په خوښه د خپلې ملی پروسې د ګډوډلو هڅې کوی.
د ولسی جرګې غړی حمیدالله توخی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، پاکستان تل په خپله خاوره کې امن او سوله غوښتې خو په افغانستان کې یې هېڅکله له زړه دا اراده نه ده کړې.
هغه وایی، که پاکستان په افغانستان کې سوله او امن غوښتی نو ټول هغه طالبان به یې نیولی او یا له خپلې خاورې ایستلی وای، چې په پاکستان کې مرکزونه او دفترونه لری او ازادانه تګ راتګ کوی.
نوموړی زیاتوی، دغه راز به یې د هغو توکیو او وسلو د راواردولو مخه نیولې وای چې طالبان پرې په افغانستان کې نا امنی جوړوی، ځکه ټول مواد د طالبانو له پاکستان نه راځی.
د ده په خبره، دا چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې کوی تل ځان تېرباسی: (( طالبان غواړی په دې وروستیو بریدونو سره خلکو کې وېره واچوی، ځکه دوی ټول توان له لاسه ورکړی دی یوازې همدا کولای شی چې تر ټاکنو پورې ګډوډی رامنځته کړی او خلکو کې دا وېره پیدا کړی چې د رایه ورکولو په ورځ صندقونو ته لاړ شی. دوی دا د ځان په ګټه بولی خو نور د جګړې توان یې له لاسه ورکړی دی.))
د ولسی جرګې یاد غړی وویل، طالبان هېڅکله په افغانستان کې په خپلې ارادې او خپلو امکاناتو نه جنګېږی، بلکې د پردیو په اشاره او لارښوونه عمل کوی.
د نوموړی په وینا، د طالبانو ټول جنګی توکی او امکانات له پاکستانه دی، هر څه یې لاسه ورکړی او هېڅکله ازاد نظر نه لری او خپلواک نه دی.
د سیاسی چارو شننونکی سیدمظفر دره صوفی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې په کابل کې وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، چې د پاکستان د ملکی چارواکیو د څرګندونو ترڅنګ ښکاری، چې د افغانستان په اړه د هغه هېواد د استخباراتی چارواکیو دریځ نه دی بدل شوی او هغه هېواد لا هم د افغانستان ضد دریځ ته دوام ورکوی.
د هغه په خبره، پاکستانیان پوهېږی چې په افغانستان کې د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل په نړۍ واله کچه د افغانستان پرستیژ لوړ وړی او دا هېواد به په نړۍ واله ټولنه کې ځانته یو مهم ځای پیدا کړی: (( له همدې امله ده چې پاکستان تر نهایی وسې هڅې پیل کړی چې دا ټاکنې په شفاف ډول ترسره نه شی او هم صندقونو ته د تللو لپاره د خلکو ونډه کمه وی.))
د ښاغلی دره صوفی په وینا، افغان حکومت لپاره په کار ده چې په سر کې په ټول توان سره هڅه وکړی چې ټاکنې ترسره کړی او په پراخو تبلیغاتو سره هڅه وکړی چې د پاکستان د استخباراتو ټول نیرنګونه خنثی کړی.
دی وایی، دغه راز باید ولسمشر کرزی د نړۍ له سترو قدرتونو سره خپل مخالفتونه کم او له نړۍ والې ټولنې سره یوه مثبت تعامل رامنځته کړی؛ ځکه افغانستان په داسې وضعیت کې نه دی، چې هم له ختیز لوری د خپل ګاونډی له دایمی تعرض سره مخ وی او هم له نړۍ والې ټولنې سره ضد وکړی.
د سیاسی چارو دغه شننونکی زیاته کړه، منطقی ده چې له بهرنیو هېوادونو سره د هغوی د ګټو په رسمیت پېژندلو او د مطلوبو او منطقی اړیکو په ر امنځته کولو سره د نړۍ والې ټولنې له وړتیا نه په ګټنې سره د پاکستان په استخباراتی شبکې فشار راوړل شی، څو رڼې ټاکنې ترسره او په هېواد کې د تلپاتی امنیت تامین ته زمینه برابره شی.
ښاغلی سید مظفر دره صوفی وویل، که افغانستان تېر سل کلن تاریخ ته نظر وشی نو روښانه ده چې له بهرنیو هېوادونو سره ضدیت او دښمنۍ افغانستان خپلې موخې ته نه دی رسولی: (( افغان حکومت او خلک تاریخی تجربه لری چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې له هېڅ ډول فشار نه دریغ نه کوی.))
هغه وایی، ولیدل شول چې په پاکستان کې له طالبانو سره مذاکره په افغانستان کې د خپلو عواملو په تحریک کلو او هېواد ته د ځانمرګو په را استولو یې نا امنی پراخه کړه: (( په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې افغان حکومت له نړۍ و الې ټولنې سره همغږې عمل وکړی او پر پاکستان فشار راوړی چې پر افغانستان له برید او تعرض نه لاس واخلی.))

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.