د رایه ورکونکیو ارادې ته دې احترام وشی

گزارشگر:18 حمل 1393 - ۱۷ حمل ۱۳۹۳

mnandegar-3افغانستان بیا د اتلولۍ په ډګر بریالی او اتل ولاړ دی. د تېرې شنبې په ورځ افغان ملت په زړورتیا او شهامت سره د خپل راتلونکی لپاره یوه نوې پاڼه واړوله. داسې پاڼه چې نړۍ یې حیرانه کړه. د لومړی ځل لپاره افغانستان د افغانانو په مشرۍ یوه داسې ملی پروسه په بریالیتوب پایته ورسوله، چې له دې وړاندې نړۍ والې ټولنې په کې د افغانستان لاسنیوی کاوه.
افغانانو په خپل لاس د خپل راتلونکی، سوکاله ژوند او ښې اینده لپاره رایه ورکړه. سره له دې چې وسله والو مخالفانو د ټاکنو د ګډوډولو اعلان کړی و، په ډېرو سیمو کې دا ګواښونه هم کړی ول، هغه خلک به ووژنی، ګوتې به یې پرې کړې او په سزا به یې ورسوی چې په ټاکنو کې برخه واخلی او رایه ورکړی. خو نور خلک له دا ډول ګواښونو نه نه وېرېږی. خلک د دا ډول ګواښونو له وېرې خپل برخلیک تیاره نه پرېږدی، له همدې امله د تېرې شپې په ورځ په سړه او بارانی هوا کې له خپلو کورونو را ووتل او رایه یې ورکړه.
دې مسالې روښانه کړه چې افغانان تر هر څه ډېر د خپل راتلونکی په اړه حساس دی. په دېموکراتیکو پروسو د خلکو باور ډېر شوی او خلک نور سوله ییز ژوند غواړی.
دغه راز امنیتی ځواکونه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د ستاینې دی چې ـ د ځینو وړو ستونزو باوجود ـ یې هم د ټاکنو پروسه په بریالیتوب ترسره کړه. امنیتی ځواکونو یې ټینګ امنیت ونیوه او خلکو ته یې دا زمینه برابره کړه چې په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه و اخلی. د ټاکنو امنیت پر امنیتی ځواکونو د خلکو او نړۍ والو باور نور هم زیات او دښمن یې نهیلی کړ. که چېرې امنیتی ځواکونه همدغه ډول همغږی په خپل منځ کې د تل لپاره رامنځته کړی، لکه د ټاکنو په ورځ یې چې رامنځته کړې وه، تر ډېره به په هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو مخه نیول شوې وی.
خو د دې تر څنګ په دې وروستیو کې ځینې نهیلی کوونکی خبرونه هم خپرېږی، چې ورسره د ټاکنو د پروسې په اړه خلکو ته اندېښنې پیدا شوی دی.
په تازه راپورونو کې ویل شوی چې په کندوز کې له رایو بار موټر په یوه بم الوتی چې د رایو اوه صندقونه په کې له منځه تللی دی. دغه راز په بلخ کې بیا د رایو په ګودام هم برید شوی دی. ښایی په څو ورځو کې دا ډول نورې پېښې هم وشی.
دا پېښې خلکو ته اندېښنه او ځینې شکونه پیدا کوی. اوس چې د ټاکنو پایلې نوې نوې اعلانېږی، له ځینو سره دا وېره شته چې حکومتی چارواکی او یا نورې کړۍ د خپل نوماند رایو زیاتولو لپاره د مخالفو نوماندو رایې له منځه یوسی او په دې توګه درغلیو ته لاره اواره کړی.
که چېرې دا او ورته نورې پېښې د درغلیو لپاره کېږی؛ نو دا به د افغانستان ګټلی نوم ته زیان ورسوی، د خلکو هیلې به په اوبو لاهو کړی او د ۲۰۰۹ کال ترخې تجربې به د خلکو په ذهن کې بیا راتازه کړی.
د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کې هم خلکو د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړې وه؛ خو د پایلو له اعلان وروسته یې د عامو خلکو او سیاسیونو ترمنځ ناندرۍ هم راپورته کړې. په هغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو او لاسوهنو رپوټونه ورکړل شول، یوشمېر صندقونه قرنطین شول او ځینې یې په یو او بل نوم باندې یا ورک شول او یا هم په کې په درغلیو رایې ډېرې شوې.
اوس چې افغانستان په بریالیتوب سره د رایه ورکولو بهیر طی کړی دی، هڅه دې نه کېږی چې د ټاکنو پایلې بیا په درغلیو وټاکل شی.
د خلکو ارادې ته دې احترام وشی. د رایه ورکوونکیو دا زحمت چې د وسله والو له پراخو ګواښوونو او خراب ساړه موسم کې یې ځانونه په زحمت کړل او رایه یې ورکړه، باید په اوبو لاهو نشی. د امنیتی ځواکونو هڅې دې بابېزه نه ګڼل کېږی او ملنډې دې پرې نه وهل کېږی. باید د ټاکنو پایلې په راڼه او شفاف ډول اعلان شی. رایې په دقیقه او کره توګه په عادلانه او شفاف ډول وشمېرل شی.
دلته د ټاکنیزو کمېسیونونو دنده خورا مهمه ده. دوی باید اجازه ورنه کړی چې په دې وروستیو کې پر دوی د خلکو باور زیانمن او په هېواد کې کړکېچ زیات شی. که چېرې په ټاکنو کې درغلی وشی او پایلې د ولس د ارادې خلاف وی؛ نو دا به په هېواد کې نوې ناندرۍ او ناورین رامنځته کړی، چې کابو کول به یې بیا ستونزمن وی. هیله من یو چې ټاکنیز کمېسیونه او حکومت دې مسالې ته جدی پام وکړی او د افغان ملت ارادې ته په درنښت کولو سره رایې په شفاف او عادلانه توګه وشمېری او په بېلابېلو ډلونو د رایو له منځه وړلو مخنیوی وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.