د امنیتی مسوولیتونو لېږد، طالبان له منځه وړی دی

گزارشگر:19 حمل 1393 - ۱۸ حمل ۱۳۹۳

mnandegar-3د افغانستان دولسمشرۍ او ولایتی شوراګانو په انتخاباتو کې دخلکو پراخ ګډون د پاکستان د سیاسی چارو د کارپوهانو او رسنیو لپاره د طالبانو د قوت په اړه شکونه او پوښتنې پیدا کړی دی. دپاکستان (دی نېشن) ورځپاڼې تېره ورځ ویلی وو، د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې تر توقع د زیات شمېر افغانانو ګډون او د خلکو په راګرځولو کې د طالبانو ناکامۍ له دغه هېواده د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د ګډوډۍ او اغتشاش دورې ته د افغانستان په بېرته بېولو کې دطالبانو دتوان په اړه پوښتنې راولاړې کړی دی. خو یوشمېر افغان شننونکی وایی، دغه ډول رپوټونه طالبان ننګوی چې بیا په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی.
هغوی دغه راز وایی، چې طالبان نه پخوا یو ځواک و او نه به هم په راتلونکې کې ځواک وی.
د پوځی چارو شننونکی جنرال نورالحق علومی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، هغه کسان چې په افغانستان کې په ترهګریزو فعالیتونو لاس پورې کوی، خلک وژنی او یا د افغان ملت پر وړاندې خنډونه را جوړوی، هغوی هېڅکله هم پیاوړی نه ول.
نوموړی وایی، افغان ځواکونه له ځانګړی شهامت او وړتیا برخمن دی، پخوا له هغوی سره وسله او مهمات نه ول، که پوره تجهیز شی او مدیریت یې اصلاح او سالم شی: نو د خپل امنیت د تامینېدو پوره وړتیا لری.
د ده په وینا، په تېرو څو کلونو کې روښانه شوه چې د طالبانو شاته د پاکستان پوځیان ولاړ ول، هغوی یې ملاتړ کاوه له همدې امله یې په افغانستان کې د نا امنۍ جوړولو توان درلود؛ خو اوس چې خلک د خپل دولت او امنیتی ځواکونو تر شا درېدلی طالبان یې پر وړاندې هېڅ نشی کولای.
ښاغلی علومی زیاتوی، په تېرو څو کلونو کې چې حکومت په بشپړ ډول د امنیت د تامین جوګه نه و، لامل یې ترې د خلکو واټن اخیستل ول، خو د کونړ، سرینا او نورو پېښو خلکو ته دا فرصت په لاس ورکړ چې په ټاکنو کې د بدلون راوستنې لپاره د ګډون پرېکړه وکړی، خلکو پرېکړه او په ټاکنو کې یې برخه واخیسته.
هغه وویل، د خلکو ګډون روښانه کړه، یوازې امنیتی ځواکونه نه دی، چې وېره نه لری بلکې خلک هم وېره نه لری، په هر ډول شرایطو کې په ټاکنو کې برخه اخیستی شی او د خپلو ځواکونو ملاتړ کولای شی.
د پوځی چارو یاد شنناندی وایی، پاکستانیو پوځیانو د طالبانو او نورو وسله والو په نوم خلک په افغانستان کې لوبوی، هغوی اوس د افغان ملت د پرېکړې له امله ماتې خوړلې: نو د دې لامله پاکستانی رسنۍ غواړی چې طالبان په ننګ راولی، بیا یې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته وهڅوی او دوی خپله ماتې پرې پټه کړی.
جنرال نورالحق علومی زیاتوی، که چېرې خلک د خپلو امنیتی ځواکونو تر شا ودرېږی، دښمنان یې کمزوری او امنیت به یې تامین وی.
خو د سیاسی چارو کارپوه او د سولې د عالی شورا غړی عبدالحمید مبارز ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې طالبان له پیله یو پیاوړی ځواک نه و، بلکې هغه مهال چې د پاکستانیو ملېشو په زور یې پر افغانستان برید وکړ، افغانستان اردو نه درلوده، په کورنۍ جګړه کې ښکېل و: نو ځکه طالبانو پرمختګ وکړ.
د ده په وینا، د بن له کنفرانس وروسته په ۲۰۰۴ کال کې د پاکستانیو پوځیانو له لوری بېرته طالبان سره منسجم او منظم شول او افغانستان ته را واستول شول: (( طالبانو حتی د یوې ولسوالۍ د نیولو وړتیا هم نه درلوده، که به یې یوه ولسوالۍ ونیوله نو بېرته به ترې افغان ځواکونو نیوله. طالبانو د شخصیتونو ترور ته مخه کړه او له دې لارې یې غوښتل خپل زور وښیی.))
نوموړی وایی، وروسته له هغې چې په افغانستان کې امنیتی مسوولیتونه افغان ځواکونو ته ولېږدول شو، افغان ځواکونو د افغانستان د جغرافیوی او اقلیمی وضعیت په درک سره، طالبان کاملاً له منځه وړی دی او هغوی اوس یوازې له ځانمرګیو بریدونو او د سړک غاړې له ماینونو پرته د بل هېڅ فعالیت توان نه لری.
ښاغلی مبارز زیاتوی، د پاکستانیو رسنیو دا رپوټونه ښکاره کوی چې هغوی هم د پاکستان دا کمزوری درک کړې ده او په دې هم پوهېدلی چې په افغانستان کې د پاکستان د خوښې حکومت رامنځته کولو کې د پاکستان حکومت ناکام شوی دی.
هغه وویل، د پاکستان دولت اړ دی چې اوس په نورو لارو چارو فکر وکړی،ځکه پاکستانیانو د افغان اردو ځواک لیدلی او افغانستان یې پېژندل: نو خلک او رسنۍ به یې هم پرې فشار راوړی چې له افغانستان سره د خبرو اترو له لارې خپل مسایل حل کړی.
د سیاسی چارو دغه شنناندی زیاته کړه، پاکستانیو رسنیو او خلکو دا هم درک کړې چې افغان ځواکونه په خلاص مټ کولای شی له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړی: (( که څه هم چې پاکستان په دې وروستیو کې په ځینو سرحدی سیمو بیا راکېټونه را توغولی ؛ خو خپل ځواب یې هم ترلاسه کړی دی. پاکستان په دې پوهېږی که افغانستان بې حوصلې شی نو په ورته اقدام او عکس العمل هم لاس پورې کولای شی.
لیکوال او څېړونکی عبدالحمید مبارز وایی، چې طالبان نور یو ځواک نه دی او پاکستانۍ رسنۍ په دغه ډول رپوټونو سره هڅه کوی، د پاکستان دولت وپوهوی چې په طالبانو پانګونه یې بې ګټې ده او باید په نورو لارو چارو چې مذاکرې دی فکر وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.