پاکستان راتلونکی ولسمشر تـېر باسـی

گزارشگر:عرفان مومند/ 31 حمل 1393 - ۳۰ حمل ۱۳۹۳

د ولسی جرګې ځینې غړی او د سیاسی چارو کارپوهان وایی، چې د وسله والو ډلو له ملاتړه د پاکستان د لاس اخیستو په اړه د هغه هېواد د سنارانو غوښتنو ته به د پاکستان دولت مثبت ځواب ونه وایی او عملی به نشی.
هغوی وایی، دا غوښتنې تر ډېره د طالبانو ترمنځ اختلافاتو او د پاکستان په ګټو پورې اړه لری. کارپوهان دغه غوښتنه راتلونکی افغان ولسمشر ته یو زرغون څراغ بولی.mnandegar-3
د ولسی جرګې غړی ډاکټر نقیب الله فایق ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، له ډېر وخته له پاکستان سره د افغان ولسمشر او نورو چارواکیو ناستو په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستنې سره مرسته ونه کړه.
هغه وایی، له همدې امله ده چې اوس د پاکستان هر اقدام ته افغانان د شک په سترګه ګوری.
د ده په وینا، دا چې پاکستان هم اوس د ترهګرۍ د اور په لمبو کې سوځی، وژنې او تښتونې په کې پیل شوی دی، نو ښایی د پاکستان خلکو او سناتورانو دا درک کړې وی، چې په افغانستان کې د نا امنۍ له امله پاکستان نا امنه شوی دی.
ښاغلی فایق وویل، اوس په پاکستان کې خلکو ته نا امنی او ترهګری د منلو وړ نه ده؛ نو د دې لپاره غواړی پر خپل حکومت فشار راوړی چې د وسله والو ډلو له ملاتړ لاس واخلی، په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته وکړی، څو په پاکستان کې هم امن راشی.
د ولسی جرګې دغه غړی زیاته کړه، خو د قضیې بل اړخ دا دی چې پاکستان تل د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په هڅه کې دی، لکه د ډیورنډ کرښه، د کونړ اوبه او نور او تر هغې یې چې دا ګټې په افغانستان کې نه وی ترلاسه شوی، د وسله والو ډلو له ملاتړه به لاس وانخلی.
ډاکټر فایق وویل، په پاکستان کې اصلی واک له ای اېس ای او پوځ سره دی:

(( زه په دې باور یم چې دا ډول غوښتنو او غږونو ته به حکومت او په ځانګړی ډول استخبارات غوږ ونه نیسی، دا ډول غوښتنې به هېڅکله هم په عمل کې پلې نشی، ځکه اصلی واک له ای اېس ای سره دی. هغوی نه غواړی. دا غوښتنې به په راتلونکې د پارلمان له لوری نورې هم ډېرې شی، هغه ډول چې موږ په خپل پارلمان کې چغې وهو چې له امریکا سره دې امنیتی تړون لاسلیک شی، ښې اړیکې دې ورسره جوړې شی؛ خو نه جوړېږی.))
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد محمداسحاق اتمر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې ویل، چې له وسله والو ډلو د پاکستان د لاس اخیستو په اړه د پاکستانیو سناتورانو خبرې تر ډېره د افغانستان په راتلونکی ولسمشر او د پاکستانی او افغانی طالبانو د خپل منځیو اختلافونو پورې اړه لری.
ده وویل، په دې وروستیو کې د پاکستانیو، افغانی طالبانو او حقانی شبکې ترمنځ ډېرې ستونزې را منځ ته شوی، چې د حکیم الله مسعود او سراج الدین حقانی وژنه هم د دې اختلافاتو له امله وه.
هغه زیاته کړه، پاکستان په اداری لحاظ لېواله دی، چې یوشمېر ترهګرې او وسله والې ډلې په خپل کنټرول کې ولری، خو په دې وروستیو کې یوشمېر وسله والې ډلې دومره پیاوړې شوی دی، چې د ای اېس ای له اطاعته سر غړوی.
د استاد اتمر په وینا، د ترهګرو ډلو دومره پیاوړی کول خپله د پاکستان په زیان هم دی: (( ځینې ډلې اوس ډېرې پیاوړې شوی دی، چې د ای اېس ای له اطاعته سر غړو وی. لکه افغانی طالبان یوشمېر له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دی، بله ډله یې له خبرو سره مخالفت کوی، بله ډله یې دفتر غواړی او ځینې نور یې بیا په جګړې زور راوړی.))
د سیاسی چارو دغه شننونکی زیاتوی، د پاکستانیو سناتورانو دغه ډول غوښتنې تر ډېره له همدې مخالفتونو سره تړلی دی او غواړی چې افغانی طالبان کمزوری کړی: (( کېدای شی پاکستان اوس درک کړې هم وی، چې د افغانستان امنیت د پاکستان امنیت دی او د افغانستان نا امنی د پاکستان نا امنی ده. خپله پاکستان هم اوس د ترهګرۍ قربانی دی، چې خلک یې ترې په تنګ شوی دی.))
نوموړی وایی، د افغانی طالبانو دومره پیاوړی کېدل اوس خپله د پاکستان او افغانستان لپاره هم زیان دی او کله چې د پاکستان د لاس ابزار دومره پیاوړی شی چې خپله پاکستان ته هم ګواښ پېښ کړی؛ نو بیا د دغه ډول ابزارو ژوندی پاتې کېدل ورته مهم نه دی.
ښاغلی محمداسحق اتمر وویل، دا چې په افغانستان کې نوی تحول رامنځته کېدونکی دی او اوسنی ولسمشر به د نوی ولسمشر لپاره خپل ځای پرېږدې، چې نوی ولسمشر به د پاکستان پر وړاندې نوې ستراتېژی او پالیسی غوره کړی.
د هغه په خبره، د دې لپاره چې نوی ولسمشر له نوې پالیسۍ سره راځی؛ نو پاکستان غواړی یو زرغون څراغ ورکړی، هم نړۍ والو او هم افغان حکومت ته چې دوی د ترهګرۍ ضد دی؛ خو په دې باور دی چې دا به د ترهګرۍ ضد کار نه بلکې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان نوې پالیسی وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.