د سولې بیا ګرمېدل په ټاکنو کې د لاسوهنو لـــپاره دی

گزارشگر:2 ثور 1393 - ۰۱ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3په داسې حال کې چې افغانان د تېرو ټاکنو لومړنیو او ورپسې وروستیو پایلو اعلان ته په تمه دی، په همدې مهال د سولې په اړه یو ځل بیا خبرو اترو زور اخیستی دی. د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، کېدای شی د دې خبرو بیا ګرمېدل له ټاکنو د خلکو د مخ اړولو او د سولې په پروسې د مصروفولو هڅه وی، څو حکومت وکولای شی په ټاکنو کې لاسوهنې وکړی.
خو د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی وایی، که چېرې د سولې اوسنۍ هڅې جدی او د پاکستان له ملاتړه برخمنې وی پایله ورکوی.
په دې وروستیو کې د سولې خبرو اترو په اړه رپوټونو بیا زور اخیستی دی. څو ورځې وړاندې اماراتو طالب چارواکی ملا اغاجان معتصم په دوبۍ ښار کې نظر بند کړ، چې د افغان حکومت په هڅو بېرته خوشې شو. هغه دوه ورځې وړاندې کابل ته راغی او ښایی په نېږدې وخت کې ترکمنستان ته ولېږدول شی.
د ولسی جرګې غړی مولوی احمدالله موحد ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، هر کله چې په هېواد کې خلکو ته یو هیله بښوونکې مهمه ملی مساله رامخ ته شی، حکومت په لوی لاس د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو لپاره بله مساله رامنځته کوی.
هغه وایی، تر اوسه د سولې پروسې هېڅ ډول پایله نه ده ورکړې، چې خلک هیله من کړی یا د هغوی ملاتړ خپل کړی، ځکه مخالفان سولې ته چمتو شوی نه دی او د سولې عالی شورا هم نه ده توانېدلې د سولې د خبرو اترو زمینه برابره کړی.
نوموړی زیاته کړه، دا یوازې اوس د ټاکنو مساله نه ده بلکې په تېرو څو کلونو کې داسې ډېرې بېلګې شته چې حکومت له یوې مسالې بلې ته د خلکو د پام اړولو ښه تجربه په کې ترسره کړې ده.
ښاغلی موحد وویل، له نېکه مرغه اوس خلک په خبلو سونزو او د ستونزو په حل لارو پوه شوی دی، له همدې امله یې د وسله والو طالبانو له پراخو ګواښونو سره سره په ټاکنو کې برخه واخیسته او رایه یې ورکړه.
د ده په اند، خلک په دې پوه شوی چې یوازې یو پیاوړی زعیم، د هېواد او افغانانو درد ورسره وی کولای شی د هغوی دردونه پای ته ورسوی، هېواد ته سوله، امن او ثبات راولی: (( که د سولې پروسې خلکو ته هیلې او تمې پیدا کړې وای، یا یې حد اقل د خلکو ملاتړ خپل کړی وای، نو نن به خلکو دا پروسه د خپلو ستونزو د حل لاره ګڼله. خو خلک وایی د سولې پروسه مانا نه لری. یوازې او یوازې د دېموکراتیکې پروسې او ټاکنو له لارې کولای شی یو داسې حکومت رامنځته کړی چې د سولې پروسه پر مخ بوځی او ثمر یې ترلاسه کړی.))
د ولسی جرګې د دغه غړی په خبره، دا چې له یوې خوا خلک د ټاکنو پایلې ته په تمه دی او له بلې خوا حکومت د سولې پروسې په اړه شور ماشور پیل کړی، دا په ټاکنو کې د لاسوهنو لپاره د زمینې برابرول څو خلک بل خوا مصروف شی او دوی خپل کار وکړی: (( حکومت حتی دېته هم چمتو نه دی چې واک بل چاته ولېږدوی. هغوی تل ځان ته نور مصروفیتونه پیدا کړی دی. اوس هم د دې لپاره چې د ټاکنو په بهیر او پروسه کې لاسوهنه وکړی د سولې خبرې رامخ ته کړی دی.))
خو د سیاسی چارو شننونکی محمدامین فرهنګ ماندګار ورځپاڼې ته وویل، که چېرې د سولې په اړه پیل شوې او ګرمې شوې خبرې جدی وی، هرکلی یې کوی.
هغه وایی، له دې وړاندې ډېر ځله له طالبانو سره د سولې خبرې ګرمې شوی، د پرمختګونو ادعاوې هم شوی؛ خو هېڅ پایله یې نه ده ورکړې، دا چې اوس ملااغاجان معتصم د سولې د خبرو اترو لپاره رامخکې شوی ښه خبره ده.
نوموړی په دې اند دی که چېرې له دغو خبرو اترو سره د پاکستان رښتینې مرسته او ملاتړ وی، نو حتماً پایله ورکوی او که دغسې نه وی نو د تېرو څو کلونو هڅو په شان به دا هڅې هم بې پایلې وی.
ښاغلی فرهنګ زیاتوی، کېدای شی د سولې د پروسې ګرمېدل له ټاکنو د خلکو د پام اړولو لپاره وی؛ خو اوسنی حکومت هڅه کوی چې تر شا ځانته یوه لاسته راوړنه پرېږدی.
د هغه په خبره، که چېرې اوس د سولې دا هڅې پایله ورکړی یا نه؛ خو د راتلونکی ولسمشر دنده ده چې د سولې پروسه پر مخ بوځی او هېواد ته امن، سوله او ثبات راولی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.