له ډاکټر عبدالله عبدالله نه د ګل اغا شېرزی ملاتړ

گزارشگر:14 ثور 1393 - ۱۳ ثور ۱۳۹۳

په داسې حال کې چې روښانه نه ده ټاکنې دویم پړاو ته ځی یا نه، ځینو نوماندو د مخکښو هغو ملاتړ ته زړه ښه کړی دی. له ټاکنو وروسته لومړنی نوماند محمدشفیق ګل اغا شېرزی و، چې تېره ورځ د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه تېر شو او له هغه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ګل اغا شېرزی په مشرۍ د سولې او بیارغونې ټاکنیز ټیم د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم نه خپل ملاتړ اعلان کړ.mnandegar-3
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د ولسمشرۍ نوماند محمدشفیق ګل اغا شېرزی وویل، چې له ډاکټر عبدالله عبدالله نه یې د امنیت او سولې د تامین، ښې حکومتولۍ، اهل ته د کار سپارل او د یوې سالمې ادارې د جوړېدو لپاره، ملاتړ کړی دی.
نوموړی زیاته کړه، دوی به په ګډه د ښځو له حقونو، ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان د خلکو له حقونو دفاع وکړی او بېکاری به له منځه یوسی: (( موږ غواړو داسې حکومت رامنځته کړو، چې له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ والې ټولنې سره ښې اړیکې ولری. د ملی یووالی تر چتر لاندې د خلکو خدمتګار اوسی.))
د ښاغلی شېرزی په وینا، دوی هڅه کوی چې افغانان نور له وینه تویولو خلاص او په هېواد کې سر تاسری سوله تامین کړی.
د سولې او بیارغونې د ټیم مشر وویل، دوی معامله ګر نه دی او د معاملې، څوکۍ او یا واک لپاره له ډاکټر عبدالله عبدالله سره نه دی یو ځای شوی، بلکې موخه یې د الله رضا او هېوادوالو ته خدمت دی.
هغه ژبنیو مسایلو ته لمن وهل او د نفاق رامنځته کول ملی خیانت وګاڼه او زیاته یې کړه، چې په ټول توان سره به د خلکو له عزت او ناموس نه ساتنه وکړی: (( نور باید مخ ته لاړ شو.
په دې پسې ونه ګرځو چې څوک څوک دی. هر څه چې شوی، وشول اوس باید شاته ونه کتل شی، باید پر مخ ولاړ شو. همدې تفرقو څوک او څوک هېواد ویجاړ کړ. داسې تاریخ باید راتلونکی نسل ته پرېږدو چې هغوی پرې وویاړی.))
په همدې حال کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د بدخشان د خونړۍ پېښې، دره صوف او پنجشېر د پېښو په اړه د غمرازۍ د ښودلو ترڅنګ پر حکومت او نړۍ والې ټولنې غږ وکړ، چې د بدخشان له پېښو سره بېړنۍ مرستې وکړی.
هغه وویل، دوی له دغو قربانیانو سره یوه اندازه مرسته کړې، خو په کار ده چې نړۍ واله ټولنه، حکومت، سوداګر او خلک هم د هغوی مرستو ته ودانګی.
نوموړی زیاته کړه، چې له ګل اغا شېرزی سره له پیله په تماس کې و؛ دا چې دواړه د خلکو خدمت او د الله ج رضا غواړی، په همدې مشترک لید سره نن یو د بل تر څنګ ولاړ دی.
د ښاغلی عبدالله په خبره، که څه هم چې ښاغلی شېرزی او ټول ټیم یې د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره ودرېد؛ خو ځینو کړیو هڅه کوله چې د دې توافق مخنیوی وکړی. هغه روښانه نه کړه چې دغه کړۍ څوک دی.
د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مشر زیاتوی، دوی د خدای د رضا، د خلکو د خدمت ژمنې لری، په دې یې توافق کړی، چې کار به اهل ته سپاری، د ملی یووالی تر چتر لاندې به یو سالم حکومت رامنځته کوی او د دواړو ټېمونو یو ځای کېدل د ملی یووالی په برخه کې ستره لاسته راوړنه بولی.
د هغه په وینا، افغانان باید هڅه وکړی چې په همپالنې او یو بل لاسنیوی سره اوسنۍ ستونزې او د افغانستان لپاره پیل شوې توطیې شنډې کړی. ده د افغانانو ترمنځ نفاق اچول یوه پیل شوې توطیه وبلله، چې له منځه وړل یې د ټولو مسوولیت یاد کړ.
ښاغلی عبدالله وویل، چې د اصلاحاتو او د خلکو د خدمت لپاره ژمن دی، له همدې امله ورسره ګل اغا شېرزی هم یو شوی، چې په هېوادنیو مسایلو کې به په ګډه او سلا پرېکړې.
د یادونې وړ ده، چې دواړو لوریو یو توافق لیک هم لاسلیک کړ، چې په کې د ښې حکومتولۍ، د امن او ثبات تامین، کار اهل ته سپارل او نورو مواردو ټینګار شوی و. په موافقتنامه کې ویل شوی ول، که چېرې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شی او یا لاړې نشی، دوی به په توافق پاڼه کې په راغلو مواردو عمل کوی.
دا له رایه ورکونې وروسته لومړی ځل دی، چې د ټاکنو یو نوماند د بل مخکښ نوماند په ګټه تېرېږی. په تېرو ټاکنو کې ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی خو ګل اغا شېرزی شپږم مقام خبل کړی و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.