په حکومت کې د طالبانو ځایول، د پاکستان نــوې پــروژه ده

گزارشگر:28 ثور 1393 - ۲۷ ثور ۱۳۹۳

mnandegar-3یوشمېر افغان شننونکیو د پاکستان د لومړی وزیر د سلاکار سرتاج عزیز څرګندونې په کلکه وغندلې او هغه یې د هېواد په کورنیو چارو کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه وبلله.
د پاکستان د ملی امنیت سلاکار سرتاج عزیز وال سټرېټ ژورنال ته ویلی، چې افغان حکومت کې طالبان په واک کې شریک کړی او هغوی ته دې ځینې ولایتونه او نور انتصابی مقامونه ورکړی. هغه دا هم ویلی ول، چې راتلونکی حکومت به له ولسمشر کرزی ډېر د سولې فرصتونه لوری.
خو سیاسی شننونکی وایی، پاکستان لا هم له افغانستان سره رښتینی نه دی.
د سیاسی چارو شننونکی احمد سعیدی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، طالبان یوه پاکستانۍ پروژه ده چې له کلونو کلونو راهیسې دغه هېواد د خپلو موخو او ګټو د ترلاسه کولو لپاره، پرې پانګونه کړې ده.
د هغه په وینا، پاکستان لېواله دی، چې له دې پروژې نه ځېنې مهرې د پاکستان د ګټو د تامین لپاره په افغان حکومت کې ځای کړی؛ خو دا اوس په راتلونکی زمامدارانو پورې اړه لری، چې د طالبانو په نوم د پاکستان دې پروژې ته په خپل حکومت کې څومره ځای ورکوی.
ښاغلی سعیدی زیاته کړه، دا چې طالب په حکومت کې د کار کولو اهلیت او وړتیا لری یا نه یې نه لری؛ خو د پاکستان د لومړی وزیر د سلاکار دا څرګندونې د افغانستان په چارو کې په ښکاره لاسوهنه ده.
نوموړی وویل، دا څرګندونې او په حکومت کې د طالبانو ګډون د پاکستانۍ سناریو برخه ده: (( افغانانو په تېرو دېرشو کلونو کې د ملی یووالی د تامین لپاره مبارزه کړې ده. دا خبرې هسې باد راوړې او باد به یې وړی. دوی غواړی زموږ ملی یووالی زیانمن کړی.))
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی او د سولې د عالی شورا غړی عبدالحمید مبارز ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې سرتاج عزیز په دې څرګندونو سره د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه کړې ده.
د دې څرګندونو او لاسوهنو په غندلو سره وویل، چې له پاکستانه یې د داسې لاسوهنې او څرګندونو تمه نه درلوده.
ښاغلی مبارز زیاته کړه، چې پاکستان تل د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره پروژې پلی کوی، کله چې یې وه ناکامه شی د نورو پروژو په طرحې لاس پورې کوی: (( لومړۍ پروژه یې دا وه، چې په افغانستان کې بې ثباتی راشی. وروسته یې دا پروژه پیل کړه چې افغانستان باید د پاکستانی توکیو مصروف کوونکی هېواد وی، چې خپل تولید ونه لری. درېیمه پروژه یې دا وه، چې په کابل کې د پاکستان د خوښې او پاکستان ته مېلان لرونکی دولت رامنځته شی. بله پروژه یې دا وه چې یوشمېر سوېلی ولایتونه دې طالبانو ته ورکړل شی. چې په دې کار کې امریکا هم د ځان ملګرې کړې وه.))
د سولې عالی شورا دغه چاروک وایی، پاکستان په دې پوه شو که چېرې یوشمېر سوېلی ولایتونه طالبانو ته ورکړل شی؛ نو افغان طالبان به د پاکستانی طالبانو ملاتړ وکړی، چې په دې سره به په پاکستان کې وضعیت نور هم کړکېچن شی: (( طالبان که د پاکستان پروژه ده خو له پاکستانی طالبانو هم ملاتړ کوی.پاکستان وډار شو که چېرې طالبان یوشمېر ولایتونه ترلاسه کړی نو پاکستانی طالبانو سره به مرسته وکړی. چې په دې سره به په پاکستان کې وضعیت خراب شی. ځکه د پاکستان خلک او دولت د افغانستان په شان نشی کولای چې له جګړو سره مقاومت وکړی. دا افغانستان و چې ۳۰ کاله جګړو کې یې مقاومت وکړ؛ خو پاکستان یې نشی کولای. په دې صورت کې به د پاکستان سلامت ته خطر پېښ شی. پاکستان ځکه له دې کاره لاس واخیست.))
ښاغلی عبدالحمید مبارز وایی، بله خبره دا ده چې له یوې خوا طالبان کمزوری شوی او له بلې خوا په عراق او سوریه کې د جګړو نوی ډګرونه پرانستل شوی او د دې لپاره چې پاکستان طالبان د نابودۍ له خطره وژغوری غواړی چې په افغان دولت کې یې ځای پر ځای کړی: (( له یوې خوا طالبان کمزوری شوی. بله دا چې په عراق او سوریه کې د جګړو نوی ډګرونه پرانیستل شوی دی. ډېری جنګیالی هلته مصروف شوی. هغه لګښتونه چې پخوا به طالبانو ته ورکول کېدل هغه اوس د عراق او سوریې په جګړو کې مصرفېږی. د خلیج، قطر، سعودی او نورو هېوادونو مرستې اوس هلته ځی. پاکستان هم نشی کولای په یوازې سر طالبان تمویل کړی، ځکه پاکستان خپله له اقتصادی ستونزو سره مخ دی.))
هغه زیاتوی، که چې په افغانستان کې د نشه یی توکیو کر او قاچاق کنټرول شی طالبان له منځه ځی؛ نو له همدې امله پاکستان اوس په حکومت کې د طالبانو د شریکېدو سیاست مخ ته وړی، چې له بده مرغه انګلستان او سعودی عربستان یې هم ملاتړ کوی.
دی وایی، پاکستان لا هم له افغانستان سره رښتینی نه دی او د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره غواړی په دولت کې د طالبانو د ځای کېدونکیو مهرو نه ګټه واخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.