د اوسنی ټاکنیز بن بست د حل لپاره دې مشترکه کمېټه جوړه شی

گزارشگر:1 سرطان 1393 - ۳۱ جوزا ۱۳۹۳

mnandegar-3د ټاکنو څاروونکی بنسټونه او د ولسی جرګې ځینې غړی وایی، ملګری ملتونه دې د ټاکنو د اوسنی ناورین د حل لپاره په بې پرې ډول لاس په کار شی. دغه راز د ټاکنو څاروونکی بنسټونه وایی، ملګری ملتونه نشی کولای د اوسنۍ ستونزې اساسی حل راوباسی؛ بلکې په کار وه چې د دې ستونزې د حل لپاره یوه مشترکه کمېټه رامنځته شوې وای.
د رڼو ټاکنو د بنسټ مشر محمدنعیم ایوبزاده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې ملګرو ملتونو تل د افغانستان په مسایلو کې خپل رول ترسره کړی؛ خو د ټاکنو د اوسنی بن بست د پای ته رسېدو لپاره په کار وه، چې له کورنیو او بهرنیو څاروونکیو، افغان حکومت او د دواړو نوماندو له استازو یوه مشترکه کمېټه جوړه شوې وای.
هغه وایی، ملګری ملتونو په دیپلوماتیک ډول د دې ستونزې د حل لپاره کلیات مطرح کړل او په کلیاتو به بحث کوی؛ خو په وینا یې نشی کولای د دواړو نوماند قناعت حاصل کړی.
نوموړی سره له دچې اوسنی شرایط له ۲۰۰۹ کال سره په توپیر کې وینی وایی، ملګری ملتونه به په افغانستان کې د خپلو اهدافو، پالیسو او مسوولیتونو له مخې چلن وکړی. ښاغلی ایوبزاده وایی، د دې ستونزې یوازینی بنسټیز او اساسی حل د یوې مشترکې کمېټې د جوړېدو په ترڅ کې ممکن دی.
په همدې حال کې د ولسی جرګې غړې مېرمن شکېبا هاشمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې هم ملګرو ملتونو مداخله وکړه؛ خو په ۲۰۱۰ کال پارلمانی ټاکنو کې بیا ولسمشر ځانګړې محکمه جوړه کړه او په اوسنیو ټاکنو کې بیا د ملګرو ملتونو د ونډې خبرې رامنځته شوی دی.
هغه وایی، تر څو به دغه نهادونه د ټاکنو ستونزې حلوی او په هېواد کې به نوی بحرانونه رامنځته کوی. د نوموړې په وینا، افغانستان د قوانینو له اړخه ستونزې نه لری؛ خو د وګړو او اشخاصو ستونزې بیا ډېرې دی، چې نه غواړی په اسانۍ په تېرو دیارلسو کلونو کې ترلاسه شوی منصب له لاسه ورکړی. د دې په خبره، د ټاکنو اوسنی بن بست له پخوا نه پلان شوی و.
اغلې هاشمی زیاته کړه، د دې ستونزې د حل لپاره ښه ده چې ملګری ملتونه مداخله وکړی؛ خو باید دوی په خپلو پرېکړو کې بې پرې وی او د افغان ملت رایو او غوښتنو ته احترام وکړی.
نوموړې سره له دې چې د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو تجربې ته په کتو د ملګرو ملتونو په بې پرې والی شکمنه ده؛ خو وایی، که بیا هم ملګری ملتونو په اوسنیو ټاکنو کې بې پرې عمل ونه کړی او طرف ونیسی؛ نو هېواد به د بحران لور ته بوځی.
د ولسی جرګې دغه غړې وایی، اوسنۍ ستونزه د ډاکټر عبدالله عبدالله نه ده؛ بلکې دا د خلکو د هغو دریو میلیونو رایو د ورکېدو خبره ده، چې دمګړۍ ورکې دی؛ خو پر ځای یې صندقونه ډک شوی دی: (( ولې هر ځل خلک دېموکراسۍ ته مخه کړی، رایه ورکړی او د شا له خوا په خنجر ووهل شی. تر څو به دا ستونزې ملګری ملتونه او یا ځانګړې محکمې حل کوی؟))
د هغې په وینا، چې دا له خلکو سره ظلم او استبداد دی، چې پر وړاندې یې خلکو په کابل ښار کې لاریونونه پیل کړی او که یې غوښتنو ته ځواب ونه ویل شی؛ نو ښایی دا لاریونونه ولایتونو ته هم و غځېږی.
دې زیاته کړه، خلک خپل حق غواړی او دا یې هم حق دی، چې د خپلې رایې پوښتنه وکړی: (( ولسمشر کرزی، مرستیالان او حکومت یې د دې ستونزې منځګړیتوب نشی کولای، ځکه دا بن بست همدوی رامنځته کړی دی. ملګری ملتونه ښه دی چې مداخله وکړی خو دا مداخله یې باید بې پر وی.))
هغه په ټاکنو کې د پراخو درغلیو له امله د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې بولی او وایی، په دې ټاکنو کې حکومت، کمېسیون او بهرنیانو ډېرې مداخلې او درغلۍ کړی دی. نوموړې په دې اند ده، چې په ټاکنو کې پاکستان، عربستان او انګلستان هم د ډاکټر عبدالله عبدالله پر ضد تبلیغ کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.