ځینو وګړو قوانین یرغمل نیولی دی

گزارشگر:3 سرطان 1393 - ۰۲ سرطان ۱۳۹۳

mnandegar-3د ملی شورا یو لوی اکثریت غړو نن په یوې خبری ناسته کې د ټاکنیزې وروستۍ ستونزې په اړه د ډاکټر عبدالله عبدالله له دریځه ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې په ډېری ولایتونو کې پراخې درغلۍ شوی دی.
دغو وکیلانو په خپلو خبرو کې پر حکومت او د ټاکنو کمېسیون نیوکه وکړه، چې د ټاکنو او دېموکراسۍ تر نامه لاندې یې له ملت سره جفا کړې ده.
د ولسی جرګې غړی حمیدالله توخی وویل، له بده مرغه چې په تېرو دوو ټاکنو کې ملت په ډېرو سختیو او ستونزو کې ځی رایه ورکوی؛ خو کمېسیونونه او حکومت پرې په ارګ کې معاملې کوی. نوموړی نیوکه وکړه، که چېرې په لومړی دور ټاکنو کې خلکو علنی درغلۍ منلې نه وې؛ نو نن به په ټاکنو کې درغلۍ په یوه سوداګرۍ او دود نه بدلېدې.
هغه د ټاکنو کمېسیون خپلواک نه بلکې ټولواک وباله او زیاته یې کړه، تر هغه وخته به خپل اعتراض او مدنی حرکتونه جاری ساتی چې د ملت حق یې نه را ګرځولی.
د غونډې بل برخه وال د مشرانو جرګې غړی حق ویون و. هغه وایی په ټاکنو کې هغو خلکو درغلۍ وکړې، چې تل یې د حق چغې وهلې، چې اوس یې خپله حقونه تر پښو لاندې کړی دی. ده تاسف وښود، چې د اشرف غنی احمدزی ټیم له سیاسی مسایلو نه تل قومی او ژبنیو مسایلو ته لمن وهی او په ټولنیزه مېډیا کې د اشخاصو سپکاوی کوی. هغه قومی مسایلو ته لمن وهونکی پردی وبلل او د داسې خبرو د مطرح کوونکیو په حال یې افسوس وښود.
د سعادت په نوم د پارلمانی ګروپ مشر او د ولسی جرګې غړی سفی الله مسلم بیا نیوکه کوله چې په ځینو ولایتونو کې د نفوسو په پرته ډېرې رایې کارول شوی چې د منلو وړ نه دی. هغه د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم بې پرې ونه باله.
په ولسی جرګه کې د کندهار د خلکو استازې شکېبا هاشمی ویل چې، د ځینو وګړو له لوری قوانین یرغمل نیول شوی او دخلکو له رایو سره یې جفا کړې ده.
د دې په وینا، څنګه ممکنه ده چې یو څوک په لومړی پړاو کې ۴۶ څلوېښت او بل څوک ۳۱ سلنه رایې یوسی؛ خو په دویم پړاو کې له ۳۱ فیصدو نه یې رایې ۶۱ سلنې ته لوړې شی، په دې کې ښکاره ده چې امرخېل، ادم خان سیرت او د کمېسیون او حکومت نور چارواکی لاس لری.
نوموړې زیاته کړه، چې په هېواد کې باید دېموکراسی ونه وژل شی، بلکې استبداد ته باید نور نه وویل شی. اغلې هاشمی وویل، په کمېسیونونو باور نه لرو، مګر د خپلو حقونو غوښتونکی یو او د خپلو رایو پوښتنه کوو.
دې وویل: (( غره ته نه خېږو، خو خپل حق غواړو، هر څنګه چې وی له خپلو حقونو نه تېرېږو، له خپلو رایو ساتنه کوو، ولو که زموږ د وینو په قیمت هم وی.))
په ولسی جرګه کې د کابل د خلکو استازی داوود کلکانی د غونډې بل برخه وال و، چې له دېموکراسۍ غوښتونکیو یې غوښتنه کوله، چې په افغانستان کې دې دېموکراسی نه بدناموی.
ده وویل، کمونیزم په افغانستان کې افغانی کمونستانو او اسلام په افغانستان کې طالبانو بدنامه کړ او اوس له بهره راغلی دېموکراسۍ غوښتونکی غواړی چې په افغانستان کې دېموکراسی بدنامه کړی: (( په درغل شویو رایو څوک ولسمشرۍ ته مه رسوئ.))
سناتور نثار حارث بیا ویل، دوی په هرات کې د هغو کسانو د رایو غوښتونکی دی چې ګوتې یې د رایه ورکولو په جرم پرې شوی او یوه نجلۍ په سر ویشتل شوې ده.
د ده په وینا، اجازه نه ورکوی چې پسونه په غرونو کې ښه چاغ او بیا ښارونو ته راشی؛ بلکې د پاکو او ناپاکو پسونو تفکیک دې وشی: (( کمېسیون باید وپوهېږی چې خلک په ۲۱ مه پېړۍ کې ژوند کوی.))
په ولسی جرګه کې د کونړ د خلکو استازی حاجی سخی مشواڼی بیا هغه خلک غندل چې په هېواد کې قومی مسایلو ته لمن وهی. ده وویل، د کونړ نفوس څلور سوه زره کسان دی، چې سم نیمایی یې په غرونو کې اوسی او له هغو دوه سوو زرو کسانو نه چې په ښارونو او هواره کې اوسی سم نیمایی یې د نا امنۍ له امله رایه ورکولو ته نشی تللی. هغه وایی، د کونړ په ۹۶ مرکزونو کې په هر مرکز کې دوه سوه کسانو هم ګډون نه دی کړی، خو اوس یې رایې ۲۰۵۰۰ زره رایې دی، چې اکثریت یې د اشرف غنی لپاره کارول شوی دی: (( وړو وړو ماشومانو رایې ورکړی. حتی یوه سړی سل ځله رایه ورکړې. اسناد او شواهد یې له موږ سره مستند شته.))
نوموړی خبرداری ورکړ، چې تل به د عبدالله ترڅنګ ولاړ او د خپلو خلکو له حقونو به دفاع کوی.
په پای کې په ولسی جرګه کې د هرات د خلکو استازی احمد بهزاد د ملی شورا ګډه بیانیه ولوسته چې په کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم له غوښتنو په کې ملاتړ شوی او له نړۍ والې ټولنې تر هر څه ژر د دې ټاکنیز بحران د پای ته رسېدو غوښتنه شوې وه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.