طالبان غواړی ځانونه ځواکمن وښیی او امتیاز ترلاسه کړی

گزارشگر:15 سرطان 1393 - ۱۴ سرطان ۱۳۹۳

mnandegar-3په داسې حال کې په هلمند کې جګړه له دوو اونیو وروسته هم روانه ده، یوشمېر پوځی شننونکی وایی، پاکستان له دې نا امنۍ ګټه اخلی. هغوی سره له دې چې د افغان امنیتی ځواکونو په کمزوری مدیریت نیوکې کوی وایی، طالبان غواړی په دغه ډول حملو سره ځانونه ځواکمن وښیی.
خو د هلمند چارواکی وایی، وسله والو طالبانو په هلمند کې درنه ماتې خوړلې؛ خو یوازې په سنګین ولسوالۍ کې مقاومت کوی.
د پوځی چارو شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې ویل، د طالبانو وړتیا او پیاوړتیا د هغوی بهرنیو ملاتړو پورې اړه لری، چې طالبانو ته مفکوره، روزنه، پلان، وسایل او وسلې ورکوی.
ده وویل، طالبان په دې هېواد کې څوارلس کاله جګړه کړې او هره ورځ د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره فکر کوی، چې پاکستان یې تر شا ولاړ او ملاتړ یې کوی.
د هغه په وینا، طالبان تر هلمنده د پاکستان په زور را وستل شوی او په دې جګړه کې پاکستان ملاتړ کوی، وسلې ورته برابروی، د جګړې پلان ورکوی او هر اړخیزه مرسته یې کوی؛ خو په وینا یې چې د افغانستان د کمزوری مدیریت له امله نه دی توانېدلی چې د دغه ډول بریدونو مخه ونیسی.
ښاغلی امرخېل په دې اند دی، چې د افغان حکومت د امنیتی ځواکونو اداره، کشفی او استخباراتی معلومات او مدیریت یې کمزوری دی.
نوموړی وویل، که د جګړې چریکی خوا ته فکر وشی؛ نو چریکی جنګیالی هېڅکله نه غواړی یوه سیمه ونیسی، ځکه تلفات ورکوی؛ بلکې غواړی چې په ټول هېواد کې نا امنی رامنځته کړی.
دی وایی، طالبان د نا امنۍ په رامنځته کولو سره په دې حساس پړاو کې چې سیاسی واک لېږدول کېږی، غواړی حکومت او نړۍ واله ټولنه تر فشار لاندې ونیسی او وښیی چې طالبان یو پیاوړی ځواک دی: (( دوی غواړی حکومت او جامعه جهانی تر فشار لاندې ونیسی. ځان ځواکمن وښیی، که سبا مذاکرات کېږی چې برلاسی وی او ډېر څه ترلاسه کړی.))
هغه دغه راز زیاتوی، چې له دې جګړو نه بهرنیان هم خپلې موخې لری او په افغانستان کې شته نا امنی او بې ثباتی په خپله ګټه بولی: (( دا اوس چې کوم شرم اوره انتخابات شی او داخلک یې کوی چې له تهدید او ګوتې پرېکولو سره خلکو رایه ورکړه خو دوی د ملت په رایو ملنډې وهی. نو له دغه جنجال نه ایران او پاکستان ګټه کوی. زموږ اردو او پولیس هم په نورو چارو اخته دی. هغوی ټول دېته فکر کوی چې څوک به ولسمشر کېږی او دوی ته به څوکۍ ورکوی.))
په همدې حال کې د هلمند د والی ویاند عمر ځواک وایی، چې د هلمند په جګړه کې ډېری جنګیالی بهرنیان دی. هغه وایی، دغو وسله والو په څو ولسوالیو بریدونه کړی، چې له درنې ماتې سره مخ دی؛ خو په سنګین ولسوالۍ کې لا هم مقاومت کوی.
دوه اونۍ وړاندې په سنګین ولسوالۍ سلګونه وسله والو طالبانو برید وکړ، چې د چارواکیو په وینا د پاکستان ملېشې په کې په شخصی لباس کې د طالبانو تر شا ولاړ ول او جګړه یې کوله. افغان ځواکونو تر اوسه په ښه ډول د دغو وسله والو مخه ډپ کړې ده.
نوموړی په هلمند کې تر ټولو ستره ستونزه د امکاناتو او تجهیزاتو کمښت بولی او وایی، افغان ځواکونه د دې لپاره چې وکړاى شی؛ د سنګین دفاع وکړی، پوځی تجهیزاتو ته سخته اړتیا لری.
له سنګین ولسوالۍ پرته وسله والو مخالفانو تېره ورځ په خانشین او ځینو نورو ولسوالیو هم بریدونه کړی دی، چارواکی وایی، دا بریدونه هم خورا ستر ول؛ خو د امنیتی ځواکونو له لوری په شا تمبول شوی.
سیاسی کارپوهان وایی، دا بریدونه له پولې هاخوا پلان شوی او د دې لپاره چې طالبان ځواکمن وښیی، پاکستانیو ملېشو یې په جګړه کې د ملاتړ لپاره سنګین ولسوالۍ ته راغلی دی. سنګین د هلمند یوه له نا امنه ولسوالیو څخه ده.
په ولسی جرګه کې د هلمند استازی مرکزی حکومت تورنوی، چې ګویا هلمند ته یې کم شمېر امنیتی ځواکونه ورکړی او نشی کولای په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو مخه ونیسی. خو د کورنیو چارو وزارت ویلی، چې هلمند ته یې د وسله والو طالبانو د ماتولو لپاره سلګونه نور سرتېری ور استولی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.