که مدنی حرکتونو سره ناغېړی وشوه؛ خلک به زور ته مخه کړی

گزارشگر:18 سرطان 1393 - ۱۷ سرطان ۱۳۹۳

mnandegar-3وروسته له هغې چې ډاکټر عبدالله عبدالله ځان د ټاکنو په دواړو پړاوونو کې بریالی وباله د ولسی جرګې غړی او د اصلاحاتو او همپالنې د دفتر غړی وایی، چې ولسمشر کرزی دې ارګ خالی او واک دې مشروع ولسمشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته وسپاری.
ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ د لویې جرګې خېمه کې خپلو زرګونه پلویانو ته په وینا کې وویل، چې د هېواد له هر ولایت نه خلکو ترې د خپل حکومت د اعلان غوښتنه کړې؛ خو هغه له خلکو نه د دې اقدام لپاره څو ورځې فرصت وغوښت.
په همدې حال کې د مدنی ټولنو غړی د ډاکټر عبدالله عبدالله دا مدنی حرکت فوق العاده مهم اقدام بولی او وایی، چې ضرور به پایله ورکوی.
د افغان ښځو د اجماع ټولنې مشرې فتانه ګېلانی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د یوې درغل کوونکی ادارې او حکومت په شتون کې د ډاکټر عبدالله عبدالله دریځ د افغان ملت د غږ په توګه یو فوق العاده ګام و.
هغې وویل، دا یو منظم مدنی حرکت و، چې د خلکو له حقونو نه د دفاع لپاره را پورته شوی و، که څه هم چې مدنی حرکتونو په نوره نړۍ کې ښه پایله ورکړې او حکومتونه یې راړنک کړی؛ خو په افغانستان کې دا تجربه نوې ده.
د دې په وینا، د عدالت د تامین او حق غوښتنې لپاره تر ټولو اغېزمنه او مناسبه لاره مدنی حرکتونه دی او باوری ده، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم له لوری پیل شوی حرکتونه به ښه پایله ورکړی.
اغلې ګېلانی زیاته کړه، که چېرې بیا هم له دې حرکتونو سره په ناغېړۍ چلن وشی، نو پایلې به یې بدې وی، ځکه دا حرکتونه به پراخ شی، ځوانان چې د دې حرکتونو عمده برخه جوړوی احساساتی دی، یوه ورځ به دا حرکتونه د ارګ دروازو ته رسېږی او که ورته پام ونشی، نو کېدای شی ځوانان د زور لاره غوره کړی.
هغه وایی، په هېڅ صورت نور خلک درغلۍ او په درغلیو رامنځته شوی حکومت نه منی او خپل حق ترلاسه کول غواړی.
نوموړې خوښیی، چې د دې حرکت مشران او رهبران د پاخه بصیرت خاوندان دی او نه پرېږدی، چې پلویان یې په غیر مدنی لارو تګ پیل کړی.
په همدې حال کې د ولسی جرګې غړی او د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم غړی حمیدالله توخی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، ښه به دا وای، چې نن ډاکټر عبدالله عبدالله خپل حکومت اعلان کړی وای، ځکه نوموړی د افغان ملت منتخب ولسمشر دی.
نوموړی زیاتوی، له ډاکټر عبدالله عبدالله له ټول هېواد نه خلکو غوښتنه کوله، چې نن خپل حکومت اعلان کړی او دا یې حق هم دی.
هغه په ولسمشر کرزی غږ وکړ، چې ارګ خالی او واک ډاکټر عبدالله عبدالله ته وسپاری.
د توخی په وینا، نور خلک د اوسنۍ فاسدې او درغلۍ کوونکې ادارې برداشت نه لری او غواړی چې د خلکو په رایو رامنځته شوی د اصلاحاتو او همپالنې حکومت تشکیل شی. دی زیاتوی، له دې پرته چې د خلکو حکومت اعلان شی ملت ته بله لار پاتې نه ده، ځکه د تقلب او درغلۍ ډله تل په ملت او د هغوی په ارادې ملنډې وهی.
هغه وویل، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د حکومت د ایجادېدو غوښتنه د ټول ملت غوښتنه ده.
ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، که تکه تکه هم شی؛ خو د تلقب پایلې به ونه منی او نه پرې څوک څه تحمیلولای شی. سیاسی شنناندی وایی، چې ارګ او کمېسیون په لوی لاس هېواد د بحران کندې ته غورځولی دی.
هغوی وایی، په ټاکنو کې پراخې درغلۍ او د دې درغلیو نه څېړنه لامل شوې، چې په هېواد کې ټاکنیزې شخړې او ناندرۍ زیاتې شی. د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ټینګار درلود، چې لومړی دې پاکې رایې له ناپاکو جلا او بیا دې وروسته د ټاکنو پایلې اعلان شی؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې غوښتنو ته له پام کولو پرته د ټاکنو لومړنۍ پایلې د دوشنبې په ورځ اعلان کړې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.