حکومت تر اوسه خپلې اقتصادی ګټې نه دی تعریف کړی

گزارشگر:21 سرطان 1393 - ۲۰ سرطان ۱۳۹۳

mnandegar-3ټاکل شوې چې د روان کال په اګست کې چین د استانبول پروسې د کنفرانس کوربه وی. په دې کنفرانس کې په سیمه ییزو همکاریو، له نشه یی توکیو، ترهګرۍ او امنیتی ګواښونو سره په مبارزې او د اقتصادی اړیکو په غښتلی کولو بحث کېږی.
د استانبول پروسې لومړنۍ ناسته د افغانستان او ترکیې په هڅو د ترکیې په استانبول ښار کې د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې وشوه.
د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی وایی، چې افغانستان کولای شی په دې ناسته کې په فعاله ګډون او استازولۍ سره ښه ګټه پورته کړی. خو ځینې نور په دې اند دی، چې د استانبول پروسې چارې اوږدمهاله دی او په لنډ مهال کې نشی کولای له افغانستان سره په اقتصادی او امنیتی برخو کې مرسته وکړی.
د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په دې ناسته کې به د افغان دولت استازی هم ګډون وکړی. دی وایی، په یاد کنفرانس کې به د افغانستان په مسایلو هم بحث کېږی او په کار ده چې افغان دولت په کې په فعال شتون سره ډېره ګټه پورته کړی.
استاد بشر زیاتوی، په افغانستان کې د بحران رامنځته کېدو خبرې بې ځایه دی، ځکه نړیوالې ټولنې په ځانګړی ډول امریکا او ناټو په افغانستان کې شتون لری، میلیاردونه ډالره یې لګولی، قربانۍ ورکړی او اجازه نه ورکوی، چې په افغانستان کې د اویایمو کلونو ترخې تجربې بیا تکرار شی.
هغه وایی، په افغانستان کې شته بدبختۍ د ګاونډیانو له امله رامنځته شوې؛ خو د حکومت د کمزورۍ له امله دا بدبختی او د ګاونډیانو لاسوهنې خورا پراخې شوی دی: (( له اوسنی ناورین نه ایران او پاکستان هم ګټه پورته کوی او هم په کې لاسوهنه کوی.))
د سیاسی چارو دغه شنناندی زیاتوی، حکومت تر دې حده کمزوری دی چې پرېکړه نشی کولای: (( هیله من یو، چې د افغانستان اوسنی ټاکنیز کړکېچ ژر پای ته ورسېږی او یو تن د ولسمشر په توګه وټاکل شی. خو داسې پیاوړی ولسمشر وی چې له نړۍ او ګاونډیانو سره له سره د افغانستان اړیکې ورغوی او یو مقتدر حکومت رامنځته کړی.))
دی وایی، داړو نوماندو ژمنه کړې چې د بریا په صورت کې به له امریکا سره امنیتی تړون لاسلیک کوی؛ نو په کار ده چې نړیواله ټولنه هم د افغانستان د ټاکنیز کړکېچ په حل کې مرسته وکړی.
په همدې حال کې د سیاسی او اقتصادی چارو شننونکی اذرخش حافظی بیا د چین کنفرانس ته ډېر خوشبین نه دی او وایی، د استانبول د پروسې کنفرانس په سیمه ییزو مسایلو بحث کوی، سیمه ییزې ستونزې حل کړی، همکارۍ ډېرې کړی او بنسټونه پیاوړی کړی.
هغه وایی، دا یوه اوږدمهاله پروسه ده چې دوام لری او په لنډ مهال کې مرسته نشی کولای او نه په مشخصو مواردو بحث کوی. لکه د هلمند جګړه، پر کونړ د پاکستان راکېټی بریدونه او نور مسایل.
د ښاغلی حافظی په خبره، د افغانستان او پاکستان سیاسی ناندرۍ او منازعات له کلونو کلونو دوام لری او افغان حکومت نویو ستونزو او مسایلو ته د زړو قواعدو له مخې ګوری.
نوموړی د افغان اقتصاد د پیاوړتیا او پرمختیا په اړه وویل، چې اقتصادی وړتیا او پرمختګ ملی، سیمه ییز او نړیوالې پروژې لری چې باید په عملی کولو کې یې اقدامات وشی.
د ده په وینا، افغانستان تر اوسه اوږدمهالی پروګرامونه او اقتصادی ګټې نه دی روښانه کړی او نه کولای شی چې خپلې اقتصادی ګټې تعقیب کړی.
اذرخش حافظی وویل، افغان حکومت نه دی توانېدلی، چې اقتصادی ګټې تعریف کړی او د افغانستان اقتصاد له یوه مصرفی او په بهرنیو مرستو ولاړ اقتصاد څخه تولیدی اقتصاد ته واړوی. نو تر هغې چې افغان حکومت اقتصادی ګټې تعریف نه کړی، اقتصادی ملی، نړیوالې او سیمه ییزې پروژې پلې نه کړی، اقتصادی همکاری زیاته نه کړی او له مصرفی اقتصاد څخه تولیدی اقتصاد ته پام ونه کړی؛ نو له اقتصادی ځوړ سره به مخ یو.
د یادونې وړ ده، چې په راتلونکې اګست میاشت کې به چین د اسیا د زړه هېوادونو د څلورم کنفرانس کوربه وی. د دې لړۍ لومړی هغه په ترکیه، دویم یې په کابل او درېیم کنفرانس یې په قزاقستان کې ترسره شوی و.
د بهرنیو چارو وزارت دا کنفرانس په سیمه ییز ډول یو مهم کنفرانس بولی چې هر کال په کې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران برخه اخلی.
په دې کنفرانس کې د اسیا ۱۴ هېوادونه غړیتوب لری، چې د ۱۷ نړیوالو هېوادونو او ۱۲ نړیوال سازمانونو له لوری یې ملاتړ کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.